د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار ملی رادیو تلویزیون د سقوط په درشل کی

م٠ر٠یادګاری 20.08.2014 20:21

زما ښه په یاد دی چی په ۲۰۰۶ میلادی کال کی د ننګرهار تقدیر په بدلیدو شوه او الله ج پر ننګرهاریانو د پاخه سړکونو ،ښه پارکونو،ښه مساجدو،ښه مارکیټونو،ښه اداری سیستمونو،ښه شفاخانو او ښه رسنیز ادارو د درلودلو پیرزوینه وکړه په دغه بدلونونو کی د ډیرو د طالع ستورې ډوبې او د ډیرو را ښکاره شوی اوچا چی ملایی خوړه په وچه ډوډۍ او د وچی ډوډۍ خوراک والا د ملایی په خوراکونو سره سر شول په دغه طالع مندو کی یو هم د ننګرهار دملی راډیو تلویزیون ریس چی له ۲۰۰۶ میلادی کال څخه را پدیخوا پر دغه دنده ګمارل شویده او تر ننه پوری پر دغه څوکې پاتی ده دی ، دومره زیات وخت په یو دولتی څوکی د یو کس پاتی کیدل که د فساد لپاره زمینه برابرول نه وی نو په څه معنا دی؟ که د ننګرهار جغرافیایی موقعیت او اهمیت ته نظر واچو نو پر ملی رادیو تلویزیون باندی د ملی ارزښتونو د ساتلو ،د ننګرهاریانو د مدنی کولو او ښودلو ، او د معیاری خپرونو د نشرولو دروند بار په اوږه دی ،خو دغه اداره په داسی اداری فساد کی ډوبه ده چی خپرونو او نشراتو ته یی هیڅ پام نه کیږی ،انسان د دغه خپرونو په لیدو سره د شرم احساس کوی چی دومره دروند ژبه کلتور او فرهنګ بس همدا ده چی دوی یی تمثیلوی ،څو تنه ټوقیان یی سره را ټول کړی او پر هغوی دنیا والو ته دا ښایی چی ننګرهاریان ګواکی د ټوکو ماسټران دی ،بله پروګرام کی یی دوه کسان په یو کټ ناست وی یو تور چای جوش یی پرمخ ایښئ وی او په بابولالو سر وی ،ولی مونږ خپل معیاری پښتو نلرو چی له خلکو به تقلید کؤ؟ خلاصه ټول پروګرامونه یی سندرې ،د حیواناتو نړۍ او یا هم د عثمان او امینی ترکي فلم دی چی ترجمه یی هم شویده چی تر فلم یی ترجمه خسته کن دی ،جناب ریس چی ځانته مسلکی هم وایی یوه ورځ هم چاته و نه ویل چی هلکه ته دا پروګرام په کومو معیارونو مخکی بیایی ؟، تاخو ځان هم غرق کړ او مشرقیوال هم،
خو ویل کیږی چی جناب ریس د ټولولو په چارو بوخت دی کومې پیسی چی د امریکی او هند د حکومتونو لخوا د مامورینو د تمویل او معاش لپاره استول کیږی د ریس او یو څو تنو انډیوالانو په منځ کی تقسیمیږی او اصلی کار کونکی چی شپه ورځ په راډیو تلویزیون کی د چارو د پرمخ بیولو لپاره پراته دی د میاشتی ۶۰۰۰ زره افغانی معاش هغه هم ۱۵ یا ۲۰ ورځی وروسته له نیټی ورکول کیږی خو داسی کسان هم په همدغه ریاست کی شتون لری چی تعلیمی سویه یی زما په شان په زره بین کی نه ښکاری خو تر ۱۰۰۰ زرو ډالرو معاش تر لاسه کوی ،ځینی ملګری ادعا لری چی د ۱۳۰ کسانو معاش چی د دغه دوه هیوادونو لخوا ریس ته ورکول کیږی جناب ریس یی تر ۱۵ یا ۲۰ ورځو د صراف سره ایښی وی او کله چی مامورین په تنګ شی نو معاشونه یی هغه څه ورکوی چی ریس صاحب لازم بولی نه هغه اندازه چی مرسته کوونکی هیوادونه یی ورکوی ،دا هم ویل کیږی چی د بی بی سی او آزادی رادیو لخوا هم زرګونه ډالره د انتنونو د لګولو پخاطر چی دغه ریاست کی لګیدلی دی ورکول کیږی چی هغه هم شخصی جیبونو ته اچول کیږی ،
داسې هم ویل کیږی چی د ننګرهار ملی رادیو تلویزیون ته ورکړل شوي دولتی جنراتور له ریاسته د افغان کیبل دفتر ته چی د صرافی مارکیټ ته مخامخ دی انتقال شویدی او د افغان کیبل او انعکاس رادیو چی دواړه د ریس شخصی شتمنی ده ګټه اخیستل کیږی،
د رادیوګانو لپاره د معیار نه شتون او په نشراتو د ملی رادیو تلویزیون او د اطلاعاتو او کلتور ریاست نه کنټرول اخلاقی فسادونو ته هوا ورکول دی ، دځینو رادیوګانو ځینی خپرونی او په هغه کی د خویندو او ورونو تیلفونی مکالمی د انسان په وجود کی ویښته ودروی، د ننګرهار رادیو له ښاره وتلی د فارم هډی په ساحه کی انتقال شویده خو جناب ریس صاحب به په میاشتو کی هم له دغه ځایه لیدنه ونکړی او په ښار کی ورته پروت وی ، بلخوا د ننګرهار پیاوړی او تکړه ژورنالستان بیکاره او آواره ګرځی او غیر مسلکی کسان پدغه اداره کی راج کوی .
داسی هم ویل کیږی چی پر لومړی آمنیتی حوزی د تروریستانو په حمله کی چی کوم زیان ملی رادیو تلویزیون ته رسیدلی وه د هغه لپاره جناب ریس صاحب له ملی تاجرانو ،دولتی او غیر دولتی ارګانونو زیاتی پیسی را ټولی کړیدی خو تر اوسه یی د بیا رغاونی کار نه دی شروع کړی او کیدای شی چی شروع یی هم نکړی ، داسی نور ډیر شیان د ریس صاحب په اړه شتون لری چی دا ثابتوی چی پدغه ریاست کی فساد خپل اوج ته رسیدلی او د ریس صاحب د ګوښه کولو او د یو سالم شخص د لیږلو پریکړه لازمی ښکاری ،د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته په کلکه غوښتنه کؤ چی د ننګرهار د پاره یو قوی ،متعهد،او مسلکی شخص دغه څوکی ته معرفی کړی او یا حد اقل په راتلونکی دولت کی چی ځو لنډی ورځی ورته پاتی دي دغه شان اشخاصو ته له دندې ورکولو څخه ډه ډه وکړی که څه هم د تحول او تداوم پلوی وی لکه ریس صاحب چی د بلاو څخه د خلاصې لپاره د تحول او تداوم نه ملاتړ وکړ نه د فکری لحاظه