د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بن بست ته د پای ټکی کېږدئ !

عبدالغني (هاشمي) 20.08.2014 11:34

د ټاکنیزو پایلو ځنډ او د راتلونکي حکومت د جوړېدو ناڅرګند برخلیک د هېواد په امنیتي، سیاسي، اقتصادي او نورو برخو د ناوړه اغېزو سیوری غوړولی، چې ددې حالت لږ دوام به هم هېواد له ډېرو ننګونو او ان خطرونو سره مخ کړي.
که څه هم دودشنبې په ورځ د زمري پر ۲۷مه رسنیوپه نږدې وخت کې د ملي وحدت دولت د جوړولو کمیسیون له خوا په دې اړه د مهمو تصمیمونو او پرېکړو د اعلان خبرونه خپاره کړل، چې دا پخپله هیله بښونکی زېری دی، خو له بده مرغه تېرو تجربو په ځانګړي ډول د انتخاباتي پایلو په اړه د دواړو ولسمشریزو نوماندانو تر منځ مخالفتونو او د شوو پرېکړو او توافقاتو د پلي کېدو ناکام بهیر ښودلی، چې زموږ خلک د تصمیمونو په نیولو او د کاغذ پرمخ د توافقلیکونو په جوړولو کې ښه دي، خو د هغوی په پلي کولو کې تلپاتې راغلي دي.
کېدای شي بلاخره له روان بن بست او کړکېچه هم د وتلو کومه لار پیدا شي، خو د بحث او اندېښنې وړ خبره داده، چې دا به زموږ هېواد او هېوادوالو ته په کوم قیمت تمام شي؟
د هېواد عمومي وضعیت دا حکم کوي، چې که ژر ترژره له دې ناڅرګند او خطرناک حالته د وتلو په موخه د دواړو انتخاباتي ټیمونو له خوا دقیق او سنجول شوي تصمیمونه او کړنې ترلاس لاندې ونه نیول شي، په ډېرې چټکۍ سره پلي نه شي او په دې برخه کې ټول ملي او نړیوال ښکېل لوري مسوولانه او عاقلانه عمل ونه کړي؛ ددې خطر احتمال شته، چې وضعیت له کنټروله ووځي.
 همدغه حساس وضعیت ته په پام غواړم د پرمخ پرتو ستونزو، ننګونو، ګواښونو او خطرونو په اړه خپل احساس د ملي رسالت او مسوولیت له مخې له خپلو خلکو په ځانګړي ډول ولسمشریزو ناماندانو او د هغوی له اړوندو ټیمونو سره شریک کړم.
همدا اوس له عامه وضعیته په ډېره روښانه توګه ښکاري، چې دغه وضعیت نیم ژواندي حالت ته رسېدلی، د خوځښت او هیلو روح او سا پکې ټکنی شوی او بندېدلو ته نږدې شوی دی، د بازار تعاملات د تېرو دیارلسو کلونو پرتله تر ټولو کمزورې او ټيټه کچه تجربه کوي، د پانګوالو پانګې له رکود سره مخ دي، پانګې او پانګوال له هېواده د فرار او تېښتې په حالت کې دي، سترې اقتصادي پروژې په ټپه ولاړې دي، اداري فساد او د دولتي شتمنیو تاراج او تالان خپل اوج ته رسېدلي، دولتي عواید د دیارلس کلن بهیر پرتله ملیونونه ډالر راټیټ شوي، د خلکو د بېکارۍ کچه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده او ...، چې دا روان ناوړه وضعیت د مرکز په ګډون د هېواد ټول ستر ښارونه تر خپل ناوړه اغېز او ګواښ لاندې راوستي دي.
که ډېر لرې ولاړ نه شو، هېواد په وروستیو ۱۵ورځو کې له سخت امنیتي بحران سره مخ شوی او دا حالت په چټکۍ سره مخ په پراخېدو دی، د هېواد په ډېریو سیمو په ځانګړي ډول لویدیز کې بې سارې سړي تښتونې، په شمال ختیځ کې په ډېرې چټکۍ او په پراخه توګه د امنیتي وضعیتت خرابوالی، د هلمند په سنګین، ننګرهار په حصارک ولسوالیو او د هېواد په ځينو نورو سیمو کې د دولت مخالفو وسله والو پراخ بریدونه او د مخ پرزیاتېدونکو فعالیتونو پراخیتا او پیاوړتیا (د رسنیو د رپوټونو له مخې همدا اوس، د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې جګړه روانه ده)، د هېواد پر سرحدي سیمو په ځانګړي ډول کونړ ولایت سرحدي سیمو باندې د پاکستاني پوځ د توغندیزو بریدونو ان پلي ځواکونو د پوځي عملیاتو پیاوړتیا او پراختیا، په ځانمرګو او وسله والو بریدونو کې زیاتوالی او ... هغه اندېښنې دي، چې هېواد یې له امنیتي پلوه له سختو ګواښونو او ننګونو سره مخ کړی دی او په روښانه توګه د امنیتي بحران پراختیا او دولت ضد وسله والو مخالفینو په ګټه د وضعیت د څرخېدلو څرګندونه کوي. داسې ښکاري چې انتخاباتي بحران امنیتي وضعیت تر خپل سیوری لاندې راوستی، که څه هم د هېواد امنیتي ځواکونو تر دې دمه له ځانه ډېر مقاومت او مېړانه ښودلې ده، خو که حالت همداسې دوام وکړي، نو وسله والو مخالفینو ته به د پیاوړتیا او د فعالیتونو د پراخیتا لا ښه چانس په لاس ورکړي. دا وضعیت سربېره پردې چې د اوس لپاره ډېر خطرناک دی، د انتخاباتي پایلو د ځنډېدو په صورت کې به د راتلونکي حکومت پرمخ د نورو ډېرو ننګونو ترڅنګ یوه داسې ستره ننګونه وي، چې حکومت به ورسره له ډېر کړاو او سرخوږیو سره مخ شي.
له سیاسي پلوه هم زموږ هېواد او هېواد وال په یو ناڅرګند او له اندېښنو ډک حالت کې قرار لري، انتخاباتي بحران زموږ خلک په انتخاباتو کې له خپل زړور او پراخ ګډون څخه پښېمانه کړي دي او پرهمدې بنسټ د انتخاباتي بحران یو ناوړه اغېز هم همدا و، چې خلک پر دواړو ولمسشریزو نوماندانو بې باوره شول، چې دا مسئله به د راتلونکي حکومت او خلکو ترمنځ د واټن لامل او د راتلونکي دولت لپاره به له سترو ننګونو څخه وي.
له بل لوري حساس نړیوال وضعیت او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو مهمه مسئله هم دا حکم کوي، چې افغانستان باید ژر ترژره له دې بن بسته ووځي، د و یلز ناستې په ګډون په نړۍ کې ډېر مهم مسایل دي، چې افغانستان باید پکې د ګډون له لارې له نړۍ په ځانګړي ډول ناټو غړو هېوادونو سره د اړیکو او نورو سیاسي او امنیتي مسایلو په اړه د هېواد په ګټه کار واخلي، همداراز د افغانستان کړکېچن او ناڅرګند وضعیت نړیواله ټولنه هم له ننګونو او اندېښنو سره مخ کړې ده.
په ویلز کې د ناټو مشرانو راتلونکې ناسته، چې پکې په افغانستان کې د ناټو راتلونکي ماموریت په اړه تصمیم نیول کېږي او دا مسئله د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې ده، لا په ګونګ حالت کې قرار لري، ځکه که تر هغه مهاله د افغانستان حکومت جوړ نه شي، نو دا پوښتنه به بې ځوابه پاتې شي، چې د افغانستان په استازۍ به په دې برخلیک ټاکونکې غونډه کې څوک ګډون وکړي؟ دا به ډېره شرموونکې او دردوونکې خبره وي، چې د ویلز سرمشریزه جوړه شي او له افغانستانه پکې د ګډون برخه میراته او شاړه وي....
بله مهمه مسئله چې د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت د پام وړ او بنسټیز اغېز لري، هغه له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کول دي، چې لا په ځوړند او ناڅرګند حالت کې قرار لري او د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو ځنډېدنه او د نوي حکومت ژر نه جوړېدنه به پر دې مهمې موضوع هم ناوړه او بد اغېز وښندي.
له بل لوري روان سیاسي – امنیتي وضعیت ته په کتو په دې وروستیو کې داسې اندېښنې او انګېرنې هم زموږ د هېوادوالو عمومي روان ترفشار لاندې راوستی، چې خدای مه کړه افغانستان د عراق په برخلیک اخته نه شي او دا اندېښنه او انګېرنه له واقعیته هم ډېره لرې نه ده، افغانستان نه شي کولای د عراق له ورته او مشابه پېښو نه مستثنا پاتې شي، ځکه زموږ هېواد سربېره پردې چې د نړۍ په تر ټولو پېښه زېږوونکې سیمه کې پروت دی؛ همدا اوس د سیاسي، امنیتي وضعیت او قومي، ژبنیو او مذهبي تعصبونو او اختلافاتو له پلوه له دوه کاله مخکیني عراق پرتله په بد وضعیت کې دی.
دا او دې ته ورته د نورو احتمالي ننګونو، ګواښونو، ستونزو او خطرونو پربنسټ، هیله من یو چې دواړه ولسمشریز نوماندان، د هغوی اړوند ټیمونه او په ټولیز ډول ټول افغان ملت له دغه تباه کوونکي بحران څخه د وتلو په خاطر د زغم، گذشت، تعقل، تفکر، درایت، پوهې او هوښیارۍ څخه په کار اخستنې د دقیقو او ګټورو طرحو او کړنو او متقابلو همکاریو له لارې هېواد له دې تباه کوونکي ګردابه وباسي، پرته له دې به سربېره پردې چې د هېواد دیارلس کلنې لاسته رواړنې په سین لاهو شي؛ هېواد به د تېرو لسیزو د بوږنوونکو حالاتو څخه په بد حالت کې راښکېل شي، چې مسوولیت به یې ددواړو ولسمشریزو نوماندانو پرغاړه وي.