د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ۳۲ بیټ او ۶۴ بیټ پروسیسر تر منځ څه فرق دی؟

قسیم هلال 20.08.2014 08:07

د ۳۲ بیټ او ۶۴ بیټ پروسیسر تر منځ څه فرق دی؟

د کمپیوټر د پراسیسرو دوه لوې کټه ګوري چې ۳۲ بیټ او ۶۴ بیټ دي یواځې د کمپیوټر په سرعت او کړنو پورې تړلې خبره نه ده بلکې د کمپیوټر سافټویرونه هم په همدې پسې تړلې دي چې څه ډول سافټویر اړوند  پروسیسر چلولای شي

 

۳۲ بیټ پروسیسر

په وروستیو کې تر ۱۹۹۰م کال پورې  د کمپیوټر د پرمختګ سره دا هغه لومړنی قوي پروسیسر و چې په ټولو کمپیوټرونو کې استعمالیده انټیل پریمیم او AMD  مخکینی ۳۲ بیټ پروسیسر و د ۳۲ بیټ پروسیسر لپاره پکار ده چې په کمپیوټر کې ۳۲ بیټ اپریټینګ سیسټم (Operating System ) او ۳۲ بیټ سافټویرونه وي او په هغه ډیټا یې کار کولای شو چې ۳۲ بیټ وي وینډوز ۹۵ ، وینډوز ۹۸ او وینډوز ایکس پي د ۳۲ بیټ پروسیسر لپاره مناسبې اپریټینګ سیسټمې ( Operating System ) وې چې ډیرې استعمالیدې

 

۶۴ بیټ پروسیسر

۶۴ بیټه پروسیسر په ۱۹۶۱ م کال کې کله چې IBM  خپل تولید IBM 7030  دوامدار سوپر کمپیوټر تولید کړ په دغه وخت کې د کورونو د استعمال لپاره نه و وروسته بیا په ۲۰۰۰ م کال کې د مایکروسافټ لخوا د ۶۴ بیټه پروسیسر لپاره وینډوز برابره شوه استعمال یې عام شو په وینډوز ویسټا ، وینډوز ۷ او وینډوز ۸ کې د ۶۴ بیټه پروسیسر لپاره اړوندې نمونې راغلې نور مختلف ډول سافټویرونه د ۶۴ بیټه پروسیسر لپاره ډیزاین او برابر شو چې یواځې په ۶۴ بیټه پراخوالې سره ډیټا باندې غوره کار کولای شي 

 

د ۳۲ بیټه او ۶۴ بیټه پروسیسرونو تر منځ توپیر

  د ۳۲ بیټ او ۶۴ بیټه پروسیسرونو تر منځ لوی او بنیادي توپیر د کار چټکتیا ده ، ۶۴ بیټه پروسیسر په ډبل کور او کواډ کور کې راغلې دي او شپږ کور مختلفې نمونې یې راغلې ( اته کور هم ډیر ژر راځي) له یوه کور اضافه کیدل د کار د قوي کولو او کمپیوټر ته د طاقت باعث ګرځي او په تیزۍ سره د کار کولو قابلیت پیدا کوي پروسیسر خپل کار ژر ترسره کوي هغه سافټویرونه چې پکې ډیرې فرمولې تر کار لاندې راځي او پکې ډیر پروسیس ته ضرورت وي دا ډول پروسیسر یې کارونه ژر خلاصوي یوه بله ډیره مهمه خبره چې باید په ذهن کې مو وي هغه دا چې ۶۴ بیټ پروسیسر هغه پروګرامونه چې د ۳۲ بیټ پروسیسر لپاره ډیزاین شوې وي چلولای شي خو چې زمونږ په کمپیوټر کې ۶۴ بیټه اپریټینګ سیسټم ( Operating System ) نصب شوی وي

 

د ۳۲ بیټ پروسیسر او ۶۴ بیټ پروسیسر تر منځ یو بل غټ فرق دا دی چې د میموري ( RAM ) قابلیت یې مختلف دی د ۳۲ بیټ پروسیسر قابلیت تر ۳ یا ۴GB میموري پورې دی او بیا د ۶۴ بیټ پروسیسر  له ۴ جي بي څخه د زیاتې میمورې قابلیت هم لري دا د هغه سافټویرونو لپاره ښه او غوره خبره چې د زیاتې میمورې استعمال ته ضرورت لري لکه د ډیزایننګ سافټویرونه ، د انجینرۍ سافټویرونه ، د ویډیو برابرونې سافټویرونه .... هغه سافټویرونه چې پکې ډیرو فرمولو یا عملیاتو ته ضرورت وي

یوه بله یادونه هم کوم چې ډیر ګیمونه یا هغه سافټویرونه چې په ۳۲ بیټ پروسیسر کې کار نه کوي نو دلته بیا لږ بدلون ته اړتیا وي چې باید داسې لاره برابره شي چې زمونږ سافټویر یا ګیم ته پروسیسر ۶۴ شي یعنې د ځینو لپآره پکار ده چې ویډیو کارډ یا ګیم کارډ ولږوو هغه زمونږ د پروسیسر لپاره نور طاقت دی

په اخیره کې به ووایم چې ورځ تر بلې په کورنیو او نورو کمپیوټرونو کې ۶۴ بیټه پروسیسر ډیر په چټکۍ سره روان مخته روان دی او ډیر ژر به د ۳۲ بیټ پروسیسر ځای ونیسي په اوس وخت کې یې قیمت لږ لوړ دی خو هڅې روانې دي چې قیمت یې کم او بازار یې ډیر شي