د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ د ملت د بریالیتوب لپاره ښه لاره

محمد عارف رسولي 17.08.2014 15:51

په عام ډول انسانان په خپل ژوند کې له لویو لاسته راوړنو څخه د خپلو تیروتنو په وجه نه بلکه له هغو څخه د نه زدکړې او دیوه سم لورئ لید د نه لرلو په وجه پاته کیږي. که سړې په ژوند کې یو ښه لورئ لید او یا آرمان ولري او همیشه دهغه او دخپلو اوسنیو واقعیتونو په هکله منظم فکر او کار وکړي نو په هغه کې خورا زیاته انرژي او توان پیداکیږی او دلویو کارونو په کولو توانیږي. په ژوند کې لورئ لید ډیر مهم دئ او که یې څوک و نه لري نو هغه نه پوهیږي چې کومې خواته روان دئ او ترډېره بریده کوم ځای ته هم نرسي. که څه هم زموږ ډېربریالي خلک یو ډول نه یو ډول لورئ لید لری خو ډېریې نه لري. لامل یې دا کیدای شي چې په خواشینۍ سره زموږ په کلتور کې دا خبره تراوسه ډېره نده پیژندل شوې. همدارنګه هرعالم او نوښتګر انسان کله چې دخپل لورئ لید او موخو دلاسته راوړو لپاره کار کوي، له نورو خلکو، ټولنې، دیني ارشاداتو او په تیره له خپلو تیروتنو څخه زده کړه کوي، ځان اصلاح کوي اوبیا نو ډېرڅه کولای شي. داسې انسانان او کدرونه نو په غوره کلتور او فرهنګ کې وده کوي اوله منځه یې لوی لوی مشران راوځي چې خپل خلک او ټولنې له ستونزو او غمونو وباسي.
دبریالیو ټولنو او ملتونو تجربې او تاریخ راښیي چې که هغوی هم غواړي چې بریالي شي نودا کار ورته خورا مهم او اړین دئ. خو د دې ټولنو او ملتونو مشرتابه او کدرونو ته په کار ده چې هڅه او هاند وکړي چې تروسه وسه دخپلې ټولنې ډېرو خلکو ته د ګډ  لورئ لید او آرمان درلودلو او ملي اجماع ته د رسیدو زمینه او شرایط برابر کړي. کیدای شي د ټولنې سل په سلو کې خلک په دې ملي لورئ لید راټول نشی خو پکار ده چې یو قوی ملي ګروپ ورباندې په ریښتینولۍ سره راټول شي او ددې لورئ لید په اساس وخت په وخت ګډې موخې او لمړيتوبونه ځان ته وټاکي او دې ټولو ته په ګډه، په غور، صبر او ملي هوډ کار وکړي. اړینه ده دوی زر مایوسه نشي، خپل تاریخ، ګډې لاسته راوړنې او تیروتنې په ګډه وارزوي او ورڅخه زده کړه وکړي نودټولو ګډ قوت او ګډه انرژي به خورا زیات وي او دا ټولنه به  په یقین سره عروج وکړي او له نورو سیالانو به ډېره مخته لاړه شي.
په ټولنو کې د پورته شرایطو رامنځته کیدل نو بیا د ښو مشرانو، غوره کدرونو، ښه کلتور او اړینو شرایطو پورې تړاو لری. شخړو وهلې ټولنې هم باید ناهیلي نشي ځکه کله کله خو ټولنیز تهدیدونه، ناخوالې او نور هم خلک دپیل په غوږ کې له درانه خوبه راپاڅوي او په خوځښت یې راولي اودخپل نجات لاره مومي. د ټولنې مشران او پوه خلک په خپل ټول ژوندکې دپورته اصولو څخه هم باید په غفلت کې پاته نشی که نه نو پرمخ نشی تلئ.
نو باتورو افغانانو! منم چې ډېرې ستونزې لرو خو هغه متل دئ چې که غر لوی دئ خو په سر یې لاره شته. که زموږ دښمنان راته په کمین کې دي خو زموږ په ملت هم باور ولرئ چې د تاریخ له ډېرو ترخو ښپو په بریا راوتلي دئ. له خپل اوسني حالته مه ناهیلي او مایوسه کیږئ! ناهیلي ګناه ده. ناهیلیتوب د عیاشو او بې همته خلکو کاروي. زړور او با همته خلک په اصل کې هغه دي چې په اخلاص او ریښتینولۍ مبارزه کوي او نه ستړي کیږی. دا مبارزه ډېر خوند لري. دلته دا ډېره اړینه ده چې دوه اصله ومنو یوداچې موږ ډېره لاره وهلې او دوهم دا چې تراوسه لا اوږدمزل راته پاته دئ. لمړئ اصل موږ له مایوسۍ ساتي او دوهم به مو له تنبلۍ، غفلت او بیلاره کیدو څخه ژغوري. که زموږ د هیواد په ګټو مین افغانان یو موټئ پاته شول، یو ملی او ګډ لورئ لید لکه د مثال په توګه د یوه هوسا، خپلواک ، مقتدر او سړلوړی افغانستان لورئ لید مو په ملي هوډ او ملي عزم د الله تعالی په مرسته ځان ته وټاکه، د خپلو تیرو تیروتنو، لاسته راوړنو او تاریخ څخه مو د ناندریو په ځای زده کړه وکړه او ځان مو اصلاح کړ ډېر زر به خپلو موخو ته ورسیږو.
ائ افغان شا زلمیه زه پوهیږم چې ستا زړه غوښتل او اوس هم غواړي چې لکه د ترکیې او یا هند غوندې ټاکنې ولرې خو راځه واقعبینه واوسو زموږ لپاره تراوسه ددې وخت پاته دئ. باید ومنو چې هند خو لسیزې وشوې چې ددې ټاکنو او د واک د بدلو رابدلون تجربه کوي. مګر ترهغه بلې ورځې پورې زما او ستا ډېرو خلکو کارت نه و اخیستئ. په اړینتوب یې نه پوهیدل او زما او ستا په ملک کې تراوسه هم سیاسیي دلالان شته چې د یوڅو لږ پیسو په وړاندې خپل ضمیر اوخپل خلک خرڅوي او خپل دې کار ته ډول ډول نمونه ورکوي او داسې نور. همدارنګه باید ومنو چې زموږ خلک د خپل تاریخ په اوږدو کې دټاکنو په واسطه په سوله ایزه توګه د قدرت د لیږد، د نه بریالیتوب خو د صبور اوسیدلو اود مدني مبارزې کولو کمه او یا هیڅ تجربه نه لري نو ناخوالې او ستونزې به منو او په میړانه به یې ځواب وایو. که زموږ ملک، خلک او ملي نهادونه هغه حالت ته رسول یوه ښه معشوقه وی نو مجنون غواړی، صبر او اوږده مدني او علمی مبارزه هم غواړي. نوګرانې خورې او ګرانه وروره قلم، کتاب او کمپیوتر دې راپورته کړه، خپل افغان ورورته په هر سنګر کې د مینې او اخلاص لاس ورکړه. که هغه سنګر د مدني ټولنې وي، که هغه په پوهنتون کې وي، که هغه په ملی او دولتي نهادونو کې وي، که هغه په ټاکنو کې وي، که هغه په عامه پوهاوي کې وي او که هغه په جومات، دیره او یا بل ځای کې وي او هم ژمنه وکړه چې موږ ستونزو ته نه تسلیمیږو.
زه یې علامات ګورم چې داسې به انشا الله کیږی. که داسې وشول نو زه درته زیرئ درکوم ډېر وخت به نه وي تیر چې د لوی خدای تعالی په مرسته او زموږ د باتور ملت په همت به زموږ د ټول هیواد اوخلکو په خیر به په ملک کې سوله راشی او ټول افغانان به په یوه ټغرسره راټول شي. افغانستان به بریښنایی تذکیرې ولري، دا تذکیرې به د هر افغان درایې ورکولومعتبره پیژندپاڼه وي، هر افغان به د رایې په اړینتوب پوه شي او یوه ملی وجیبه به یې وبولي، په هره انتخاباتي حوزه کې به د رایو  لیستونه جوړ او موجود وي، زموږ ملي نهادونه لکه د قانون حاکمیت، ملی نظارت، د انتخاباتو کمیسیونونه، ملی رسنۍ او نوربه قوی شي نو زموږ ټاکنې به هم همداسې وي لکه د ترکیې، هندوستان او یا نورو بریالیو هیوادو په څېر.
دلته ترټولو مهمه او اړینه خبره داده چې زما او ستا دټولنې داسې یو حالت همغه ګرانه معشوقه ده نو زما او تا نه کار غواړي او په ملی اواسلامی عزم یې غواړي. داسې عزم چې نور نو موږ یوازې او یوازې د خدای لپاره، د هیواد لپاره، د خپل اولاد، دوطن دیتیمانو لپاره دخپلو ملي قهرمانانو په پله قدم کیږدو او د خپل ځان او خپلو ډلو او ټپلو ګټې شاته وغورځوو. زه باور لرم لکه چې دنړۍ هر ملت ته په دې شرط ممکنه شوې چې خپل ملی لورئ لید، ملي آرمانونه، او ملي ګډې موخې ترلاسه کوي زموږ دملت د هغه چا لپاره چې په ریښتینولۍ سره کار کوي ګټه لري. خو ته کیدای شي راته ووایې چې داخو اوس ممکنه نه ده مګر زه وایم چې له بیلګو او قراینو اوستا ځوان او ستا د همزولو له عزمه او  کلکې ارادې خو ماته تردې هم ډېر څه په نظر راځي نو ناهیلئ کیږه مه ځکه ناهیلي کیدل د غیرتي خلکو او مبارزو شازلمو کار نه وي. ته او ستا همسنګران باید ټول پوه شي چې زموږ دملت د بریالیتوب ترټولو ښه لاره همدا ده.