د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کره لیکنه بيخي پکارده!

محمدسروروکيلي 16.08.2014 14:16

ښاغلی سرلوڅ مرادزی صیب په خپله لیکنه کي،چي په ټول افغان ویبپاڼه کي په2014 06.08.
کي خپره شوې تر دې سریزي لاندي چي : (پکار ده کره پښتو ولیکو! ) لیکلې ده .
محتوا اوژبښود یاني پښویه بېخي سمه ده خو ګړي یاني کلمې ئې ډېري کړکېچيني لیکلي . روښتیا هم چي د (ایستل یا یستل مصدر ) یو مرادف مصدر دی،چي متمم ئې (باسل) دی . او د دواړو د( اوس مهال) یاني دحال زمانه د (باسل) له مصدر نه جوړیږي . لکه : ( زې باسم؛ تې باسې ) . اوګړدودي یاني لهجه يي ئې «ویستل» دي . ځیني پښتانه ئې په خبرو کي پکار وړي . په معیاري لیکنه کي ئې « زه» پخپله (ایستل ) لیکم؛خو (یستل ) ئې هم سمه بڼه ده . که چیري د (ایستل) مصدر د (کېدل) مصدر سره راسي نو (متعدي مجهول ) جوړه وي . لکه : (ایستل کیدل) . په ګردان کي داسي راځي : ( زه ایستل کېږم .) دغه وېګړه یاني «جمله» مجهوله ده؛ځکه فاعل ئې نه دی څرګند . که وغواړو،چي کړونکی یاني فاعل ئې څرګند کړو نو (له خوا) ورسره لیکو. بولګه : (زه داحمد له خوا ایستل کېږم .) په پښتو کي مترادفونه ډېر دي . لاندي دوه مرادفونه ګورو :
کېدل = شول (سول)؛ کول = کړل --- د دغو دو مرادفو مصدرو د دواړو مصدر څخه ئې اوس

مهال یاني «زمان حال» جوړیږي . د «کول » څخه « کوي » او د « کړل » څخه « کړي » او د «کېدل » څخه « کیږي » د « شول » څخه «وشو » .
دغه دوه پورته مرادفي مصدرونه په ورځنۍ خبرو کي نسبت ونورو مصدرو ته څه ډېر پکار ځي .
اوس راځم و اصلي ستونزو ته . سرلوڅ مرادزی صیب مصدر ته « کړنوم » وایي او ما په یوبل ځای کي مصدر په « کړنځي » لیدلی،چي کړنځی ئې واقعا سمه او ښکلې ژباړه ده تر «کړنوم» .
زمان حال ته دی «وسمهال کړ » وایي حال داچي موږ په پښتو کي ورته « اوس مهال » وایو .
دی و ماضي مطلق ته « بشپړ وسمهالکړ وایي حال داچي اسان ئې « بشپړ تېرمهال » دی .
دی و ماضي قریب ته « نږدې تېر مهالکړ » وایي اسان ئې « نږدې تېرمهال» دی .
وماضي بعید ته « لرتېر مهالکړ » وایي خو ساده ئې « لیري تېرمهال » دی .
ومستقبل ته « وستر مهالکړ » لیکي ساده ئې چي ټول پښتانه ورته « راتلونکی مهال » وایي .
فعل یا (verb) کړنه ده . خو دی ورته (کړ) وایي .
صفت یا(adjective) ستاینه ده – خو دی ورته( ستاینوم ) وایي .
متعدفعل یا (transitive verb) مفعول لرونکې کړنه – خو دی ورته( سملارې کړنوم) وایي .
لازمي فعل یا (intransitive verb) مفعول نه لرونکې کړنه – دی (ناسملارې کړنوم)بو لي .
جمله یا (sentence) ویګړه ئې سمه ژباړه ده . خودی ئې«غونډله» بولي،چي سمه مانا نه ښندي
کلمه یا (word) «ګړه» ئې سمه ماناده . – په «وییونه » کي هیڅ یوه ښکلا دلغت نه ښکاري . «ګړه» د ګړېدل څخه راځي،چي حاصل مصدر ئې دی . او ګړېدنګ ئې اسم مصدر دی . حالت فاعلي ئې ګړېدونکی او حالت مفعولي ئې ګړه ولی دی . نو ولي له دغسي یوې سوچه پښتو ګړي نه کار نه اخلو،چي ټوله لغوي ریښې ئې پښتو دي او په ورځنۍ خبروکي کار ځني اخلو .
هو سمه معیاري لیکنه ښه ده، چي « وې منو» موږ باید په ژبه کي انارشي پرې نږدو . خدای (ج) دي وکړي،چي سرلوڅ مرادزی صیب زماله لیکني څخه نه وي ناخوښی شوی .
لیکونکی محمد سرور وکیلي نېټه : ۱۳ .۸ .۲۰۱۴ م ک = ۲۳ .۵ .۱۳۹۳ هـ ل
اخځونه :
۱:- پښتوګرامر (جزء اول) پوهاند صدیق الله « رښتین »
۲:- دستور زبان فارسي تالیف (پنج استاد)
۳:- ویکيپېدیا