د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کیسه:داورښت په کال

محمدعیان«عیان» 13.08.2014 22:57

دلیکلونیټه یې: ۱۳۶۲


د«ډوډۍ ابۍ»نوم لا تراوسه پورې مونږنه پیژاندواونه مو په دې هکله دچانه کله پوښتنه کړې وه،خوهغې به همیشه د خپل کاله دخوراک نه ډیره ډوډۍ پخوله.چې کله به پردیسیان پیدانه شول نودچم ګاونډماشومانوته به یې قطرې قطرې کړې اوپې وه به یې ویشلې.ځکه خومونږټولوهغې ته«ډوډۍ ابۍ »ویله.
دډوډۍ ابۍ یوبل عادت هم زمونږخوښیدوچې دجمعې په شپه به یې راته خوږې خوږې کیسې کولې.زمونږ دچم د کوچنیانوبه دجمعې شپې ته ډیره تلوسه وه چې زرزرداشپه را ورسیږي اوابۍ راته یوه خوږه کیسه وکړي.
داځل مونږان دمازیګرنه مسلات کړی وچې نن شپه به ډوډۍ ابۍ ته وایوچې دپیرنګیانوکیسه راته وکړي.مونږددې نه خپلومشرانوخبرکړي ووچې دهغې دپیرنګي دراتګ اوزمونږپه خاوره کې دهغوی دماتودریښتیاوډیرې زیاتې کیسې په یاددي.نونن ماښام چې دډوډۍ خوړلونه وروسته مونږهریوبه دابۍ کورته رسیدلو،سمدلاسه به مودکوټې په دروازه کې غږکاوه:«ابۍ نن راته دپیرنګي ظالم کیسه وکړه !»،بل به ویل:«ابۍ نن شپه راته دګوره ګانوکیسه وکړه!»او چې بل به راورسیدونووبه یې ویل چې:«یره ابۍ که نن دې راته دانګریزانوهغه دریښتیاوکیسه کړې وای چې زمونږنیکونوڅنګه هغوی دوطن نه وشړل؟».بس هرماشوم چې به کوټې ته راننوتوپه دروازه کې به یې خپله خبره په خنداخنداکې ابۍ ته اوروله.
څوتنه چې راغونډشول نوابۍ هم په بریتونوکې مسکۍ مسکۍ کیدله اوپه دې پوه شوې وه چې کوچنیانوسلامسلات کړی چې نن شپه راباندې دانګریزانوکیسه وکړي.په اخیرکې یې ورته وخندل،هۍ شیطانانولکه چې میندواوپلرونومودرته په دې هکله څه ویلي دي اوبیاتاسوپه خپل منځ کې مشوره کړې چې نن شپه درته دپیرنګي کیسه وکړم.یوځل بیایې وخندل اووې ویل:ښه ده،ښه ده نن به درته دپیرنګي یوه وړه غوندې کیسه وکړم.کیسه نه ده ،ریښتیاخبره ده،خوتاسوته اوس کیسه ده.
هغې په ډیوه کې له بوتل نه لږنورتیل هم ورواچول اود ډیوې باتۍ (پلته)یې لږه غوندې جګه کړه چې رڼایې زیاته شي اودټولومخونه ورته ښه څرګندشي.مونږهریوه هڅه کوله چې ابۍ ته په داسې ځای کې مخامخ کینوچې هم دابۍ خبرې واورواوهم یې خوله خوځول ووینو.
هغې به تل دنغري دغاړې په دیپسه(صفه)دپزکي مسله غوړولې وه چې یواځې به پې په خپله کیناستله اومونږبه هیڅکله هم پاس دیپسې ته پښه نه ورجګوله.هغې به ویل دا زما دلمانځه دیپسه ده چې چیرې ستاسوپه پښوپورې ناولي شیان نه وي اوراله بیلمازه یې نه کړئ.دځمکې په نغري کې به یې په سکروټوایرې خورې کړې اوداوسپنې درې پښیز نغری به یې پې نسکورکړ.بیابه یې خپله توره کوزه چې له اوبونه به یې تیاره ډکه کړې وه،دپاسه پې کیښوده.په دې ډول به هم مونږپه نغري کې داوردسوځیدونه بیغمه وواوهم به دهغې دنیمې شپې داوداسه دتازه کیدودپاره اوبه تودیدې.د نوروشپوپه څیرهغې ددیپسې شاته خواته دکوټې تورې ستنې ته خپل چیټي بالښت کیښوداوتسپې یې هم دپخواپه شان په دواړولاسونوپه ځنګنونو،یولړیوې خواته اوبل بلې خواته وځړول.
دډوډۍ ابۍ مخ که له ګونجونه سرترپایه ډک ونوخوله یې هم ښه کړشوپه شوې وه.دسرسپین ویښتان یې دژمي لوګواو په تیره تیره دډیـــــــوې لوګوزیړکړي وو.دزنې په ښي طرف یې یوه توره زخه راختلې وه چې ګڼ ویښتان پې ولاړ وو.ددغوویښتانوسره هغې هیڅ غرض نه کاوه اوویل به یې ځکه یې نه وباسم چې دخدای ثناوایي.دجمعې په شپه به د هغې هم زمونږسره ښه پوره سات تیرواوپه ډیره مینه به یې راسره چال چلندکاوه.په اونۍ کې دایوه شپه هغې زمونږدپاره وقف کړې وه.په دې شپه به هغې خپله څرخه هم نه کوله ځکه چې ویل یې دجمعې په شپه څرخه کول وبال دی.د پاغوندودوریشلونه یې وړه اویانغدې پیسې ترلاسه کولې اودهغې دپاره ډیره ښه مزدوري وه.دالاسي څرخه چې هغه پې خپله نفقه پیداکوي،زمونږدکلي نه تقریباًدیرش کیلومتره لری دڅوکۍ په یوه کلي کې په دروزګر(ترکاڼ)جوړه کړې وه اوبیایې له هغه ځایه دمنجیلې دپاسه په خپل سرراوړې وه.ماڅوڅوځله لیدلې وه چې کله به یې دتارماشوړه پوره شوه نوچې د«دوک»نه به یې راوویسته بیابه یې ترې دري وارې تاوراتاوکړه اولاد«برکت» کلمه به مې هم ترې واو ریده. هغې به چې دمالوچو له پاغوندونه «پوڼۍ»جوړې کړې نوپه غلبیل کې به یې کیښودې چې زرزرغلبیل(خلاصې)شي. مونږماشومان په دې خبره ډیرزیات خوشاله ووچې دجمعې په شپه څرخه کول اوپه هغې تارریشل وبال دی،که نه نوابۍ به راته کیسې نه کولای.
داځل دکیسې دشروع کیدو نه مخکې هغه په یوه اوږده چروت کې لاهوشوې وه اومونږهم بیله دې چې چاراته «چوپ شئ» ویلي وي،پټه خوله ناست وو.ستنې ته پراته بالښت ته یې ډډه(تکیه)ووهله اودیوه لنډکي غوندې ټوخي نه وروسته یې دانګریزانوکیسه داسې پیل کړه:
بچوغوږکیدئ!
زمونږپه وطن باندې انګریزانودرې ځله یرغل راوړی اود کیسوشمیریې زیات دی.ځکه چې په هروارستاسوپلرونواو نیکونوپه زړورتوب سره دخپلې خاورې ساتنه کړې ده،خو زه به درته نن یواځې ددې خپل کلي کیسه وکړم چې...
خبره یې لاخلاصه نه وه چې ما ورته په کې ورودنګل:
ابۍ جانې زمونږکلي ته هم انګریزان راغلي وو؟
وی ویل هوبچیه.دې کلي ته هغوی راغلي وواومونږبه ورته ګوره ګان ویل.په هرسورګوره چې به موسترګې لګیدلې لکه دخپل سرقاتل چې به مولیدو.هغوی ته موږګوره ګان اویابیزوګان ویل.دکلي سړوچې به په جوماتونوکې د لمانځه داداکولونه وروسته دوعاکوله نوویل به یې:
«یوه دخیردوعاوکړئ»چې پیرنګی کافردې خدای مات کړي اورب دې راته وشرموي.امین.
یوبل کوچني ورغږکړ:
ابۍ هغوی څرنګه انسانان وو؟
بچیه زمونږپه شان دوه سترګې یې درلودې،خوتکې شنې وې،مخونه یې تک سره اوسپین وو،ویښتان یې زیړاو اورمیږونه یې پیړ(پنډ)وو،وجودونه یې څرب اوزړونه یې...
په دې وخت کې دابۍ په خوله کې لاړې وچې شوې او مونږورته په ځیرځیرکتل چې رڼه اوښکه یې په مخ راتوی شوه.هغې بیازړه کلک کړاوکیسې ته یې دوام ورکړ.
...وه مې ویل چې وجودونه یې څرب اوزړونه...زړونه یې له تیګوهم کلک وو.یورقم شنې یاخړې دریشیګانې به یې اغوستلې وې،یوډول ماشینګړې به یې په اوږووې او ترځنګنوپورې تورې تورې موزې به یې په پښووې.
ډله ډله به ګرځیدل اودانګریزي نښان خولۍ ګانې به یې داسې په سروې چې دزنې لاندې به یې دواړوڅنګونوته د ټوټې پټۍ په خولۍ پورې ګنډلې وه چې له سرنه یې ونه لویږي.
بچوړو! ښه مې یادیږي چې یونیم به دخپل کمربندپه پټۍ پورې چاقوګان اودپړانګانونوکې اوځینې نورشیان تړلي وو. چاچې به سیګرټ څکول نوداورلګیت دبلی به یې دکارتوسود ګردنۍ په څرمینه نرۍ پټۍ کې داسې ځوړندکړی وچې په اسانۍ سره به یې ترې تیلی راخستلای شو.
کله کله به موپې زړونه هم وسول اوویل به موچې: دوی به هم موراوپلارلري اوددوي په مرګ به اوښې تویوي، خو چې زمونږپه خلکوبه مو ددوی ظلم ولیدونودومره غوسه به موورته راغله چې مونږویل وینې یې وڅښو.
په هغه کال زمونږپه للموکې شنه خیدونه ولاړوواودکلي خلک ډیر خوښ ووچې که خیري ځمکې به یې ښه غنم او اوربشې وکړي.دومره ډیراورښت به وخت په وخت کیدوچې کلونه کلونه نه وشوی.زمونږدکلي خلک دخوشالۍ نه په جاموکې نه ځایدل.جینکوبه ددیرال سره په لوبوکې داټپه ډیره وراچوله:
که سږنۍ للمې خدای وکړې +
ماته مې یاردسرې نتکۍ ویلي دینه.
خوددې کلي دنجونوارمان سرته ونه رسیدو اوسوال یې قبول نه شو.ځکه دګوره ګانوسره دومره اسونه اوقچرې وې چې شمیریې زرګونوته رسیدواودغه ټول به یې زمونږپه خید پټو کې سرایله ورشړل.مونږیې خپلوپټوته نه پریښودواوټول فصلونه مودهغوی دڅارویودپښولاندې خاورې ایرې شول.
دوی به په دې اونوروکلیوکې ازاد ګرځیدل راګرځیدل اوچاته یې چرګ چورګوړی هم ژوندی نه پریښودو.زمونږ زیات څاروي به یې راته زمونږپه مخکې حلالول اومونږبه ورته خړخړکتل.پیغلوجینکوورته دبامونودسرنه هم نه شو کتلای،ځکه هغوی ډاریدې چې خدای دې نه کړي کوم یولاس وروانه چوي.که ددغوسروګوره ګانووس برشوی وای نوپه دې کاریې هم اسره نه کوله.
کله چې به کوم انګریزپه کوڅه کې یواځې روان ونودواره به ددې کلي دیوه تن له خوادورایه په چاړه ویشتل کیدواو ځای په ځای به مړکیدو.چې سینداویاکومې شړې ته دمړي د غورځیدوچاره به نه وه ترسره شوې او پیرنګیان به له پيښې نه خبرشول نوددې کوڅې هرڅوک که لوي واوکه ورکوټی، که ښځه وه اوکه نرچې په مخه به ورتله نوپه ماشینګړوبه یې غلبیلول.
څوڅوځله موولیدل چې په لویه ویاله کې به ددوه دریوپیرنګیانومړي مردار پراته وو.هغوی به دشپې په تورتم کې چاپه کوم بل ځای کې دڅټ دطرفه حلال کړي وواوبیابه یې دلته غورځولي وو.ترداسې پیښې وروسته به هم هغوی ته ښه بانه جوړه شوه.بس نودکلي په خلکوبه یې دومره عام قتل جوړکړچې دډیروشهیدانوپه خښولوبه خلک ستړي شول.
وئ،وئ بچو! خدای دې په تاسوونه لیدل کړي،ډیرې سختې اودبې شرمۍ شپې ورځې وې.په هرچاچې به یې شک راغی چې دانګریزانوپه ضد کوم خطرناک کارته لاس اچوي نوژوندی به یې دځان سره بوتلواوبیرته به یې چاته پته ونه لګیده. دارنګه کسان یې په ډیره بې رحمۍ سره وژل اوبیایې په ژوروکندوکې غورځول.
دغونډۍ بابازیارت خوبه تاسوټولولیدلی وي کنه؟
مونږټولوورته په یوه غږ«هو»وکړه اولاماورته داهم ورپسې ورزیاته کړه چې: ابۍ جانې مونږپه پسرلي کې هلته تل خپلې غواګانې اوګډې(میږې)ساتواولادزیارت سوربیرغ خوان زمونږدډاګ نه هم ښکاري.
نوبچودغه دغونډۍ بابایادغونډۍ شهید هم انګریزانودهمدې غونډۍ په سروژلی ؤ.کله چې جنګ پای ته ورسیدونودکلي خلک ورغلل اوهغه یې هماغلته دغونډۍ په سرښخ کړ.دهغه غوښې خولاپخوامرغانواولیوانوخوړلې وې اوس یې یواځې کالبوت(اسکلیټ)پاتې و.هغه چې ژوندی ونودانګریزانود راتګ داوازې داوریدوسره سم یې دهمدې غونډۍ په سرد ځان دپاره کوډۍ ووهله اوچې کله هغوی دلته دې کلي ته را واوښتل نوده به ټوله شپه خپل قام ته په زوره زوره داسې چغې وهلې:«وا سلارزیه! وابیمانه داماتې دې ولې وکړه؟ پیرنګی به په لندن کې خوشاله شي».دهغه قام دهمدې لوي غره په شاوخواکې خور وورپروت ؤ.اوازیې ټولونیژدې کلیواوقام ته اوچت رسیدو.داپه زوره زوره نارې یې انګریزانوهم اوریدې چې اخیرورپسې دشپې دغونډۍ سرته وروختل اوشهیدیې کړ.
*****
که اوس درنه خبره پټه نه کړم نوزمازوي هم یوڅومیږې (ګدې)لرلې اوپه دغه دغونډۍ په ورشوکې به یې څرولې.کله چې یې پیرنګیانومیږې په ماشینګړوووژلې نوهغه هم ددوي په ضد کارونوته وزګارشو.دهغه ایله شونډه توره شوې وه اونوې وخت ته رسیدلی و،خوټولوانډیوالانویې چې ځینې تر ې مشران هم وو،دده په سلااومشوره په پیرنګیانوناڅاپي اومرګونې حملې کولې.هغوی یې زمونږکلي ته په راتګ پښیمانه اوهغه دچاخبره ترپوزې یې رارسولي وو.
دکیسې دې ځای ته چې راورسیده نوډوډۍ ابۍ راباندې غږ وکړ:څنګه،بچوخوب خوبه نه وي درغلی؟
مونږټولوپه ګډه شورماشورجوړکړ: نه،نه ابۍ وایه وایه ! ډیرپه تلوسه کې یوچې زریې واورو.دټولوورځونه نننۍ کیسه که ډیره بوګنوونکې ده،خوزړه راښکونکې هم ده.ابۍ جانې چې هرڅه دې په هغه وخت کې لیدلي اودرباندې تیر شوي وي ټول راته ټکي په ټکي واوره وه!مونږنن شپه ان ترسهاره نه اوده(بیده)کیږو.
ښه نوبچوکیسه داسې وه چې هغه کال زمونږدکلي دخلکوپه خبروکې د«اورښت کال» په نامه یادیږي.یعنې چې ډیرزیات اورښتونه په کې شوي وواومونږټول ډیروغنمواواوربشوته په تمه وو.ماپه خپلویادوپه خپله للمي ځمکه کې داسې فصل نه ولیدلی،خوزمونږپه ځای په کې دانګریزانودآسونواوغاترو (قچرو)نصیب شوی ؤ.په غنمواواوربشوپسې خوبلاورپسې، لیکین په دې کال زمونږپه کلي کې ډیرې میندې بورې اوپه خپلوزلموټوزامنوپسې په غبرګوسترګوړندې شوې.ډیرې ځوانې جینکۍ کونډې،ډیرې خویندې بې ورونوشوې اوډیرزیات ماشومان یتیمان شول.
زمازوي«منیر» چې زمادځیګرټوټه وه،هم زماپه مخکې یې په رڼاورځ رانه بوتلو.دهغه لاسونه یې شاته واړول اووی تړل.یوپیرنګی یې یوې خواته اوبل یې بلې خواته اوڅلور پنځه ورپسې شاته روان وو.
هغه کال ډیرورندی اوښه کال و.ددغسې ډیراورښت په کال ددې کلي خلک په خرورنوخرورونوغلې دانې کورونوته ورننباسي.لیکین زمونږپه دغوغلودانوکې نصیب نه ؤ. یوشی چې په دې کال یې په مونږکې ساه وګرځوله اودخپلو شهیدانوپه کارناموموویاړوکړاوغنم منم موله یاده ووتل،هغه زمونږدټول وطن ازادي وه.په همدې کال په ټول هیوادکې زمونږخلک دانګریزانوپه ضدراجګ شول اووطن یې دتل دپاره دهغوی نه خلاص کړ.وطن ازادشواوپیرنګیان شرمیدلي بیرته وتښتیدل.
*****
بس نوبچوپه دې خوشالۍ موټول غمونه اوکړاوونه له یاده ووتل.له یاده خونه وځي،خوصبرموپې وکړ.هوښیاروکسانو راته ویلي دي چې زمونږخلکودهرچانه مخکې انګریزان دتل دپاره له خپل وطن نه وویستل.نوځکه وایم چې ددې نه بله غټه خوشالي اوسرلوړي نه شته او...
لانورڅه یې ویل چې مابیا خولې ته ورودنګل:
ابۍ جانې ستازوي بیاکورته راغی که نه؟
نه بچیه!
اوس چې هم کله دشپې ناوخته زمونږدکوردروازه وټکیږي نوزه زردروازې ته ورمنډه کړم اوداسې فکرکوم چې «منیر جان»مې راغی،خوهغه هیڅکله بیرته خپل کورته رانغی. «پای»
دکوچۍ دلنډوکیسوله ټولګې نه.

@