د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پکار ده کره پښتو ولیکو!

سرلوڅ مرادزی 06.08.2014 12:15

ما یوځای د یوه دوست په لیکنه کې ولوستل چې پلانی له کوم هېواده ویستل شوي او بیرته .... ته لیږل شوی دی. له همدې امله يې له خپله هېواده ویستلی دی.
غواړم په پورته دوه غونډلو ( جملو ) کې یوازې په دوه وییونو یانې( ویستل شوی او ویستلی دی) په اړه یو څه رڼا واچوم.
ویستل شوی او ویستلی دی دواړه وییونه ( کلمې ) له یستل کړنوم ( مصدر ) څخه رابېلې شوې دي.
یستل ( د لومړي توري په زورکي ) چې کله ناکله د ایستل په بڼه هم کارېږي، ددې کړنوم اصلي بڼه ده. د وسمهالکړ په دواړو بڼو یانې بشپړوسمهالکړ او نا بشپړوسمهالکړ ( مطلق او استمراري حال) کې، یستل چې لیږند کړنوم ( transitive verbs ) دی، د سملارې کړنوم ( regular verbs ) په دوهمې ډلې پورې اړه لري او په وسمهال کې د باسل په بڼه بدلیږي او ټول حالتونه يې له باسل څخه جوړیږي. لکه په لاندې بېلګو کي:
نابشپړوسمهالکړ:......... بشپړوسمهالکړ ( د نابشپړ اوسمهالکړ څخه د واو په زیاتولو سره )
زه کینه له زړه باسم....... زه کینه له زړه وباسم
موږ کینه له زړه باسو...... موږ کینه له زړه وباسو
ته کینه له زړه باسې.......... ته کینه له زړه وباسې
تاسو کینه له زړه باسۍ............ تاسو کینه له زړه وباسۍ
هغه ، دا کینه له زړه باسې ...........هغه ، دا کینه له زړه وباسي
هغوی، دوی کینه له زړه باسي........... هغوی، دوی کینه له زړه وباسي
په ځینو تېرمهالکړونو ( ماضي زمانو) او د وسمهالکړ ( حال زمانه ) او وسترمهالکړ ( مستقبل زمانه) په امکاني حالتونو کې د یستل کړنوم، له کړستاینوم ( فعلي صفت ) څخه یانې ( یستلی) څخه ګټه اخیستل کیږي او کړونه ( verbs ) ترې جوړیږي.
څو بېلګې يي په لاندې ډول دي:
د تېرمهالکړ ځینې بڼې:
نږدې تېرمهالکړ:........ یستلی یم
لرتېرمهالکړ :.............یستلی وم
امکاني تېرمهالکړ:....... یستلی شوم
د وسمهاکړ او وسترمهالکړ ځیني بېلګې:
امکاني وسمهالکړ:........ یستلی شم
امکاني وسترمهالکړ:....... یستلی به شم
څنګه چې کړنوم ( مصدر ) یستل دی، موږ له هغه څخه کړستاینوم ( فعلي صفت) یوازې یستلی لیکلی او ویلی شو، نه ویستلی.
بیا هم د تکرار په بڼه :
ما زلمی له کوره یستلی دی، سمه بڼه
ما زلمی له کوره ویستلی دی، ناسمه بڼه.
داسې کړنومونه ( مصدرونه) زیات دي، دلته يي څو، د بېلګې پتوګه رااخلم .
کړنوم:.... وسمهالکړ: ........کړستاینوم:
ــ یستل....... باسم.............. یستلی
ــ پرېیستل...... پرېباسم......... پرېیستلی
ــ پورېیستل...... پورېباسم....... پورېیستلی
ــ تېریستل........ تېرباسم........ تېریستلی
ــ جاریستل........ جارباسم....... جاریستلی
ــ رایستل.......... راباسم.......... رایستلی
ــ کېیستل ...........کېباسم........... کېیستلی
ــ ننیستل............. ننباسم........... ننیستلی
یادونه:
یوازې په بشپړمهالکړونو کې یستلی سره، واو زیاتوو چې دا واو د یستلي په ترکیب کې شامل نه دی، بلکې د بشپړمهالکړ ( مطلقې زمانې ) د جوړولو لپاره کاریږي، لکه په لاندې بېلګو کې:
امکاني بشپړتېرمهالکړ: ........ ویستلی شوم ( همدارنګه ویستلی به شوم )
لکه : هغه، زه له کوره ویستلی شوم
امکاني بشپړوسمهالکړ:..... ویستلی شم ( همدارنګه ویستلی به شم)
زه، هغه له کوره ویستلی شم
په دې توګه ددغه ډول مصدرونو پورته قاعده باید تل په پام کې ولرو او په لیکلو کې يي سمه بڼه وکاروو. ویستل شوی او ویستلی دی، دواړه ناسمه بڼه ده او یستل شوی او یستلی دی، يې سمه بڼه ده!
پای