د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یه خدایه!

سید منتظرشاه 05.08.2014 19:26

زه دې په داسې مهربان هیواد کې هست کړی یم، چې نعمتونه يې خواږه، غرونه یې هسک، هوا يې پاکه، دښتې يې پراخه، ژوي یې ښکلي، ، سیندونه یې یاغي، ولسونه يې سپیڅلي او اسمان یې په زړه پورې دی. هره ښکلا یې هر شېبه ما له ځانه سره وړي، څومره ښایسته دی او څومره په زړه پورې!
د همداسې یو حماسه هستوونکي هیواد په غیږ کې له تا نه یوه ګیله او او له تا سره یوه خواله لرم؛ هیڅکله دې ددې هسکو غرونو د سلسلو د هوساینې وس رانه کړ چې ویاړ يې وستایم ، هیڅکله دې د یاغي سیندونو د مهاریدو او راستنیدو واک را په نصیب نه کړ؛ پیړۍ، پیړۍ کیږي چې دوی له ما سره نه پخلا کیږي او د پراخو دښتو د سمسورېدو پیرزوینه یې را باندې ونه کړه. کله مې چې د سیالانو سره د سیالۍ ورځ راشي را څخه یې واخلې، کله چې یوه بدمرغي ماته کړم، بیا بله پرمخ را وسپړې او هغه چې ماته کړم بیابله، پیړۍ واوښتې خو زه لاتردې دمه د نیکمرغۍ تر واټه نه یم ر سیدلی.
یه ستر قلمواله!
که چیرې را څخه نارضا کیږئ نه، کولای شم یوڅو پوښتنې درڅځه وکړم؟
نو زه وایم چې؛
آیا زه دې د بدمرغیو د ماتو، بیا ماتو او بیا ماتو ته هست کړی یم او په نصیب کې مې نیکمرغې نه ده لیکلی؟
آیا یوازې زما پرټنده دې د ورانۍ ټاپه وهلې او زما د پلار شړۍ دې غلبیل هست کړې ده؟
آیا زه دې یوازې ورور وژنې ته هست کړی یم؟
ته به له ماڅخه هرو مرو نا رضا یې خو زه لا له ورور وژنې وزګار نه یم چې ستا د راکړې هستۍ درناوی وکړم، همدې بد مرغیو پرې نښودم چې ستا د نعمتونو شکرانه ادا کړم، اوس له تا یوه غوښتنه لرم او هغه داچې؛
نور مې له ورور وژنې وژغوره، پرځای یې د هسکو غرونو او سرغړانده سیندونو د مهار کیدو وس راکړه چې د دوبي تودوخو ایشولې او د ژمو واورو کنګل کړې دښتې پرې خړوبه کړم، ماته داسې مشران راکړه چې نور مې د هیواد کوچنيان د باروتو د سپرغیو او لوګیو وژغوري او پرځای یې ستا له پیرزو شویو نعمتونو څخه برخمن کړي، نوره نیمزالې پیغله د ارګو او ارګون د پلار او مور پسې ونه ژړیږي او نورې مې د سپين سرې مور هغه دعا ګانې ومنه چې د خپلو کلاګانو د سلامتۍ، د خپلو ګودرونو د  ښیرازۍ او د خپل اولاد  د سرلوړۍ له پاره یې تاته دواړه لاسونه لپه کړي دي.

په درنښت