د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خرڅلاو په اړه ١٠١ ټکي

ضياءالرحمن ضياء 03.08.2014 21:41

ژباړن: ضياءالرحمن ضياء

۱-د مشتريانو رښتينې اړتياوې په چټکۍ سره وپېژنئ.

۲- له بالقوه مشرتيانو سره تل په دې ليدلوري نږدې شئ، چې پر هغوی يې خرڅوئ.
۳- ستاسو په اړه د نورو توصيې ته غوږ ونيسئ.
۴- که غواړئ چې نور مو په خبرو باور وکړي، نو لومړی پر خپل نفس باور پيدا کړئ.
۵- خپلې خبرې ښې زده کړئ او د هغې شکلونه لرې کړئ.
۶- مطالعه او د شرکت د زده کړې موده د يوې ځانګړې موخې لپاره سرته ورسوئ.
۷- کومه مطالعه او مهارتونه چئ لرئ، هغه څو ځله تکرار کړئ.
۸- تاسو ته وړاندې شوي سپارشونه، په کار واړچوئ او وګورئ چې ستاسې په درد خوري که نه.
۹- هغه مطالب چې زده کوئ يې، د هغې په اړه له نورو سره خبرې وکړئ. دا کارد مطالبو په يادولو کې درسره مرسته کوي.
۱۰- وګورئ چې په کومو وختونو کې له کاغذ څخه ګټه واخلئ، اضافي موارد لرې کړئ.
۱۱- پر هغو کارونو چې شاته پاتې دي، سهار وختي پيل وکړئ او د خپلو کارونو په لومړيتوب کې ځای ورکړئ.
۱۲- د ورځې لپاره ورځنی، د مياشتې لپاره مياشتنی او د کال لپاره کلنی پلان جوړ کړئ.
۱۳- د نا اړينو ليدنو څخه ځان وژغورئ، ډېری وخت له ګرځنده ټلېفون او برېښناليک څخه ګټه واخلئ.
۱۴- خپله وېبپاڼه مو ګټوره او په ښه ډول ډيزاين کړئ.
۱۵- هغو نظرونو او وړانديزونو ته چې ستاسې د وېبپاڼې په اړه ليکل شوي دي، ژر لاسرسی پيدا کړئ.
۱۶- له برېښناليک څخه د کار لپاره ګټه واخلئ، نه د شخصي شيانو لپاره.
۱۷- مشتري ته د ورور په سترګه وګورئ، نه د دښمن په سترګه.
۱۸- کله چې مو له مشتري سره ژمنه وکړه، نو پر هغې وفا وکړئ.
۱۹- کوښښ وکړئ، چې د مشتري اصلي اړتياوې پيدا او هغه پوره کړئ.
۲۰- کېدی شي هغه څه چې مشتري ورته لومړيتوب ورکوي او هغه څه چې تاسې ورته منتظر واست، توپير ولري.
۲۱- نويو او اوسنيو مشتريانو ته پاملرنه وکړئ.
۲۲- خپلې موخې ته د رسېدو لپاره، خپل کوښښونه او وخت څخه ګټه واخلئ.
۲۳- د اصلي تصميم نيونکو د پېژندنې لپاره وخت ولګوئ.
۲۴- د خرڅلاو لپاره د ښه فرصت پيداکولو لپاره له مشتري سره نږدې همکاري ولرئ.
۲۵- له غوره سرچينو يانې مشتريانو څخه د هغې په اړه څېړنه وکړئ.
۲۶- مشتري ته د خپل کاروبار د پانګې په سترګه وګورئ.
۲۷- هغه ګټې چې ستاسې شرکت يې وړاندې کوي، پر هغې تمرکز وکړئ.
۲۸- د خپل کار ميتود مو د مشتري له ميتود سره يوشان کړئ.
۲۹- له هغو خنډونو چې د مذاکرې پر وخت مخې ته راځي، مه ډارېږئ له هغې څخه په تمرکز کې ګټه واخلئ.
۳۰- په ياد ولرئ، چې د مقابل لوري تاوتريخوالی شخصي ستاسو په اړه نه دی.
۳۱- ددې په اړه خپل نظر څرګندول، چې غونډه څه ډول مخته لاړه، ځان وساتئ.
۳۲- مشتريان وهڅوئ، چې خپلې موخې روښانه کړي.
۳۳- د غونډې په پای کې د مشتري نظر واخلئ.
۳۴- هغه خدمات چې تاسې يې وړاندې کوئ، وارزوئ.
۳۵- د مشتري عکلس العمل تر نظر لاندې ونيسئ، که د خوښې وړ مو نه و، سمدستي لاس په کار شئ.
۳۶- که کله مشتري شکايت وکړئ، داسې وانګېرئ، چې حق له هغه سره دی.
۳۷- د مشتري راضي ساتلو لپاره همدا اوس خپل خدمات په لوړ کيفيت وړاندې کړئ.
۳۸- ځان داسې عادت کړئ، چې تر هر خرڅلاو وروسته خپل مشتري ته ټلېفون وکړئ او وګورئ چې د هغې رضايت مو ترلاسه کړی دی که نه؟
۳۹- د څېړنو له غوره موسسو څخه وغواړئ، چې د مشتریانو رضايت وڅېړي.
۴۰- د څېړنو د پايلو په اړه له مشتريانو څخه د يوې بېلګې په توګه پوښتنې وکړئ.
۴۱- ښه والی بس نه دی، يوازې پرمختګ دی چې تاسې پرمخ بيايي.
۴۲- څو شېبې صبر وکړئ او د مشتري په توګه وګورئ چې ستاسې شرکت څه ډول ټلېفونونو ته ځواب ورکوي.
۴۳- هغه لارې چارې چې د خرڅلاو لپاره يې ټاکئ، بايد ټولو ته د منلو وړ وي.
۴۴- د خرڅلاو د لارو چارو د بډاينې لپاره وګورئ، چې د مشتريانو نظر ستاسې د سوداګريزې نښې په اړه څه دی او په بازار کې څه ډول ځای لرئ.
۴۵- وګورئ، چې د مشتري کوم وړانديز ډېر ه خوښي راوړي.
۴۶- داسې يوه کيسه جوړه کړئ، چې وکولای شئ، د مشتريانو پاملرنه ځانته راواړوئ.
۴۷- پر داسې يوه ميتود کار وکړئ، چې د ليک پواسطه پاملرنه را جلب کړئ.
۴۸- ټولې ځانګړنې مو په يوه برنامه کې مه راوړئ، يو شمېر پرېږدئ چې په مخامخ ليدنه کې ترې کار واخلئ.
۴۹- له مشتري سره په خبرو کې له لومړيو دقيقو څخه ګټه واخلئ.
۵۰- له ځانه وپوښتۍ چې ((ولې زما محصول يوه شخص پورې اړه لري؟)) او بيا وروسته د هغې له ځواب څخه ګټه واخلئ.
۵۱- مشتري ته د قرارداد د لاسليکولو انګېزه ورکړئ.
۵۲- د مشتري د جلبولو لپاره له ټوکو او خوږو کلمو څخه ګټه واخلئ.
۵۳- د مشتري د واداره کولو لپاره د خپلو محصولاتو مفته ګټې هغې ته روښانه کړئ.
۵۴- له بل چا وغواړئ، چې ستاسې ليک ولولي او تېروتنې يې در په ګوته کړي.
۵۵- د مشتريانو په اړه له بېلابېلو ليکنو څخه ګټه واخلئ او د هغې له جملې څخه غوره ليک انتخاب کړئ.
۵۶- کوم ليکونه چې لېږئ، په هغې کې بايد ستاسې د شرکت پېژندنه او سوداګريزه نښه موجوده وي.
۵۷- که هر څومره سخته هم وي، کوښښ وکړئ چې له مشتري سره مخامخ ليدنه وکړئ.
۵۸- خپلو مشتريانو سره دوستي وکړئ او دا دوستي په خبرو او عمل کې ورته ثابته وکړئ.
۵۹- له مشتري سره تر ليدلو وړاندې، د ملاقات وخت وټاکئ.
۶۰- مشتريانو ته هغه معلومات ورکړئ، چې هغه ورته اړتيا لري.
۶۱- کله چې له مشتري سره د ملاقات لپاره پروګرام جوړوئ، خپلې موخې مو په نظر کې ونيسئ.
۶۲- مخکې تر دې چې د خدماتو وړاندې کولو ژمنې کوئ، ځان ډاډه کړئ، چې شرکت دا کار ترسره کولای شي.
۶۳- څومره چې کولای شئ، لنډې خبرې وکړئ، يوازې اصلي موضوع ته لاړ شئ او ښې پايلې ترلاسه کړئ.
۶۴- هر ځل چې د يوې نوې موضوع په اړه خبرې کوئ، نوي تصويرونه او ويډيوګانې وړاندې کړئ.
۶۵- څومره چې ممکنه وي، خبرې مو له ياده وکړئ، د متن له مخې يې مه وايئ.
۶۶- داسې تحليل وکړئ، که مقابل لوری تاسې واست کوم کار مو کاوه.
۶۷- له داسې خبرو چې مشتري به درسره مخالف شي، ډډه وکړي، کوښښ وکړئ چې له مشتري سره همفکره شئ.
۶۸- هېڅکله په خپل سيال نيوکه مه کوئ، کوښښ وکړئ چې له هغوی څخه ښه کار ترسره کړئ.
۶۹- لومړی په اوسني بازار کې لوړې بيې مطالعه کړئ.
۷۰- کوښښ وکړئ، تل مذاکرات د ملګرتيا په فضا کې وساتئ.
۷۱- د خرڅلاو په اړه هغه ستونزې چې تاسې نه شئ کولای هغه حل کړئ، لوړ پوړو مشرانو سره يې شريکې کړئ.
۷۲- کومه پايله چې ترلاسه کوئ، د هغې په اړه له مشتري څخه د زړه له کومي مننه وکړئ.
۷۳- د خپل کاروبار د برياليتوب معيارونه مخکې تر مخکې وپېژنئ او د هغې په لټه کې شئ.
۷۴- په هماغومره پاملرنه چې خپله ماتې پرې تحليل او ارزيابي کوې، خپل برياليتوب هم بررسي کړه.
۷۵- د مشتري جدي نيوکې په نظر کې ونيسئ.
۷۶- له ماتې څخه عبرت واخلئ.
۷۷-که له خپلو کارکوونکو څخه ښه او غوره کار غواړئ، نو د هغوی برياليتوبونه وستايئ او هغوی تشويق کړئ.
۷۸- هغه ټکي چې له متخصصينو څخه يې زده کوئ، يادښت کړئ او څو ځله يې تکرار کړئ.
۷۹- هغو متخصصينو ته بلنه ورکړئ، چې تاسې ورته ډېر احترام لرئ.
۸۰- له دې پرته چې د خرڅلاو ډله مو څومره له مالي مسايلو سره اشنا ده، ټولو ته د کاروبار مالي اصول ور زده کړئ.
۸۱- کوښښ وکړئ چې د خپلو غړو معلومات مو په پوره ډول روښانه وي.
۸۲- د هغو کسانو ليست جوړ کړئ، چې زده کړو ته اړتيا لري او د هغوی لپاره يو مناسب تدريسي پروګرام جوړ کړئ.
۸۳- د ښې پايلې لپاره کوښښ وکړئ، چې ښه تمرين ترسره کړئ.
۸۴- پرېږدئ چې د خرڅلاو وياړ د پلورونکو په برخه شي.
۸۵- د برياليو ټلېفوني اړيکو ميتود تل تجزيه او تحليل کړئ.
۸۶- د هغو ټلېفونونو شمېر ته چې د خرڅلاو په اړه راغلي دي، پاملرنه وکړئ، نه لګول شوي وخت ته.
۸۷- له غوره ټلېفوني اړيکو څخه د کمزورو ټلېفوني اړيکو په پرتله ګټه پورته کړئ.
۸۸- کوښښ مه کوئ، چې کله ستونزې راپيدا کېږي خپله په کې مداخله وکړئ.
۸۹- داسې فکر وکړئ، چې پلورنکي کولای شي، ستاسې له لږې مرستې سره ستونزې حل کړي.
۹۰- د راکړې ورکړې بڼه بايد پاکه او شفافه وي.
۹۱- خپلې موخې داسې وټاکئ، چې د لاسته راوړلو وړ وي.
۹۲- د خرڅلاو د ډلې غړي، په رښتينو موخو کې له ځانه سره ګډ کړئ.
۹۳- موخې ته د رسېدو لپاره ، خپلې برنامې لږ څه تغييز کړئ، ټاکل شويو موخو ته بايد بيا کتنه وشي.
۹۴- خپلو تشويقي معيارونو ته مو بيا کتنه وکړئ.
۹۵- د خرڅلاو له حجم څخه ، انګېزې جوړولو ته ډېره پاملرنه وکړئ.
۹۶- د خرڅلاو کارکوونکو ته په داسې سترګه وګورئ، چې هغوی کولای شي ښه او غوره کار ترسره کړي.
۹۷- هغه پلورونکي چې ښې پايلې يې ترلاسه کړي وي او د عمومي پلورونکو ترمنځ توپير وشي.
۹۸- کلني کنفرانسونه په دقت وڅېړئ او له هغې څخه لاسته راغلې تجربې عملي کړئ.
۹۹- پرېږدئ چې اړيکي دړه اړخيزې وي.
۱۰۰- پرېږدئ چې د يوې ډلې کار تحقق پيداکړي او يوازې يوه پايله نه وي.
۱۰۱- له کنفرانسونو څخه د مشتريانو د ډېروالي لپاره هم ګټه واخلئ.