د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلته هرشی ریایی دی.

عبدالواحدتابع 31.07.2014 12:24

زمونږپه ټوټی ،ټوټی او ویجاړ هیواد افغانستان کی له مشرانو څخه نیولی تر ځوانانو،ښځینه وو ،عام وګړو او ماشومانو پوری ټول ریایی چلند لری.دا تش په نوم سره مشرانو موپه مجلسونوکی ځوانان،ښځینه وی،ماشومان او عام وګړی ټول تر خپل تاثیر لاندی راوستلی او همدا تش په نوم سره د مشری د دعواګرو یی په ژوندانه لوبی کوی په ښکاره ډیرخواږه غږیږی اوداسی ځانونه ښکاروی ته به وایی چی همدا دوی دی ریښتینی اوپه هیوادمین مشران خو ریښتیابه ووایم چی په اصل کی داسی نه ده دوی یواځی داچی تش په نوم سره مشری یی له لاسه ولاړه نشی د ټول هیوادپه سر لوبی کوی قسم ده چی د دوی په قاموس کی نه مینه،سوله،وطنپالی،ملی وحدت،ملی یووالی،استقلالیت،له هیوادڅخه ساتنه،دخلکو غم خوړل او داسی نوری غوړی خبری او ژمنی د ځان ،بچو او د خپلو کسانو د ساتنی لپاره کوی.زمونږ په هیواد کی مونږ په هرنوم سره وژل کیږو،ټپی کیږو،تحقیریږو،ورکیږو،مهاجرکیږو،لوټیږو خوسره له دی هم نه پوهیږو اوپه دوی پسی دریږو الله اکبر ،زنده باد او مرده باد د دوی په خوښه وایو.همدا مونږ ولس یو چی د دوی په خوښه خپل هیواد ورانوو ،خپل هیوادوال له منځه وړو خو دوی چی وغواړی بیرته سره یو شی په ګډه سره په ولس حکومت کوی خو چی بیا وغواړی بیا له همدی ولس څخه د خپلی خوښی لپاره له خلکوڅخه ګټه پورته کړی او بیا یی الله اکبر ،زنده باد او مرده باد ته تیارکړی.دا تش په نوم دیموکراسی کی له نړی څخه پریمانه مرستی زمونږ هیواد ته را والوتی او د نیولو لپاره یی له تش په نوم مشرانو څخه نیولی تر ښځینه وو،ځوانانو،عام وګړو ټولو په ګډه ګامونه پورته کړل.هری ډلی کوښښ وکړ چی په یوه نوم سره پیسو راویستلو ته لاره جوړه او ځان پری موړ کړی.داسی کسان پکی ماړه شول چی په خوب کی لس زره افغانی نه وی لیدلی خو د دیموکراسی داسی موړ کړ چی اوس ترینه سم ځناور جوړ شوی .اوس دی هغه پرونی کس نه دی اوس شتمن دی ،اوس موټری لری ،اوس بنګلی لری ،اوس دی د دری میرمنو خاوند دی ،اوس د سپینو جامو خاوند دی ،اوس ساتونکی لری ،اوس یواځی نه ګرځی ،اوس زمری دی .هغه ښځی چی تل به یی ناری سوری وهلی چی زمونږ حقوق تر پښو لاندی دی ،دلته نارینه زمونږ په ژوندانه لوبی کوی،مونږ له خپلو حقونو څخه ساتنه کوو ،مونږ ته ولی تورسری،کډه ویل کیږی ،مونږ مساوی حقوق غواړو.خو همداسی وشول ښځو ته هم حقوق ورکړل شول ،غږ یی اوچت شو او داوریدو کسان یی ډیر شول ،اوس ورته څوک تورسری او کډه نه وایی ،حقوق یی مساوی شول خو د ډیرو لږو هغو تش په نوم ښځو چی پوهیدلی څنګه د نورو ښځو په نوم سره ځانونه ماړه کړی او حال داچی د غوښتنی په وخت به سره یو لاس ول خو اوس داسی نه ده.ځوانانو د هیواد خپل غږ اوچت کړ چی افغانستان ځوان هیواد دی هغه ځکه چی دلته ۷۰سلنه یی ځوانان جوړوی مونږ هم د حق غوښتونکی یو په نوم یی وزارت جوړ شو په هره برخه د حکومت او موسساتوکی برخه ورکړل شوه خو دا هم هغو ته چی مربی لری او مربا خوړلی شی.(دمرباخوړل هم چل غواړی).عام وګړی خو ټول ښه پیژنو چی هسی د چک چکو خلک دی هر چا او هری ډلی چی ښه وغولول ،شین او سور بڼ یی ور وښود هم هغه ته الله اکبر،زنده باد او مرده باد وایی.((ای درنه لوستونکیه اوس ته فکر وکړه چی دا تش په نوم هیوادریښتینی لری.))
(تابع)