د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اجمل خټک او د هغه چیغي

عبدالباري جهاني 30.07.2014 12:19

   اجمل خټک په شلمه پیړی کی د پښتو له هغو نادرو شاعرانو څخه دی چی د وخت شاعر ورته ویل کیدلای سي. د پښتو پر نوي ادب، په تیر ه بیا نوي شعر، باندی به د هغه په اندازه بل شاعر چنداني اثر نه وي پری ایښی. اجمل خټک د ۱۹۲۵ کال د سپټمبر پر پنځه لسمه په اکوړه خټک نومي کلي زیږیدلی او د ۲۰۱۰ کال د فبروري په اومه یې له دنیا څخه سترګي پټي کړي دي. هغه د ځوانی په لومړیو شپو ورځو کي د برټانوي استعمار پر ضد چیغه پورته کړه او وروسته د خدایی خدمتګار د تحریک د غړي، او په وروسته کي د ملي عوامي ګوند د فعال غړي او مشر په حیث د عمر تر پایه د پښتون قام د ویښولو او له سیال سره د سمولو ارمان ته وفادار پاته سو او په همدغه ارمان کي یې ساه ورکړه.
اجمل خټک په ۱۹۷۰ کال کي، د ذوالفقارعلي بهوټو د قدرت په زمانه کي، د بندي کیدلو او احتمالي شکنجه کیدلو څخه د ځان ژغورلو په خاطر افغانستان ته پناه یووړه. شپاړس کاله یې په جلا وطني کي تیرکړل او په ۱۹۸۶ کال کي بیرته پاکستان ته ستون سو او د عمر تر پایه پوري هلته پاته سو. اجمل خټک دوه ځله د عوامي نیشنل پارټی د ریس په حیث انتخاب سو او په ۱۹۰۳ کال کي یې د سیاست څخه استعفی وکړه. د عمر تر پایه پوري په خپل کلي اکوړه خټک کي اوسیدی او پنځه اتیا کلني کي په پیښور کي په یوه محلي روغتون کي له اوږدې ناروغی وروسته وفات سو.
 اجمل خټک په پښتو او اردو ژبو دیارلس کتابونه ولیکل. که څه هم چي په افغانستان کی یې د غیرت چیغه په نوم د یاغي شعرونو مجموعه او دا زه پاګل وم  په نوم ادبي نثر تر نورو ټولو کتابونو او آثارو زیات شهرت درلود.  د دې خبري علت ښايي دا وي چي د هغه نور آثار افغانستان ته نه وه رسیدلي او په اردو ژبه خو د افغانستان ځوان منورین او د ادب مینان چنداني پوهیدل هم نه.
د خوشحال خان خټک څخه بیا د ده تر زمانې پوري به په سل ګونو شاعرانو د خارجی یرغلګرو او داخلي استبداد او ظلم او تیري سره ډغری وهلي وې او هر یوه په خپل وار خپل لږ او ډیر اثر پرې ایښی دی، خو د اجمل اثر انقلابی وو. هغه د پښتنو د لوی کور په دواړو غاړو کی د پښتنو شاعرانو د ځوان کول د نظمونو پر شکل، مضمون او روح باندي داسی اغیزه وښندله چی تر دغه مهاله یی کم مثال لیده کیږي. د دې علت داوو چی هغه پخپله د خارجی یرغلګرو او استبداد په مقابل کی خپلو چیغو ته داسی نوی رنګ او روح ورکړ چی نه تر دغه وخته چا اوریدلی او نه یی د پښتنو د کور د لوټمارانو غوږونه داسی کاڼه کړي وه.
که ظالم می ژبه غوڅه کړه تیره شوه
توره څومره تیره شوه لا خوږه شوه
اوس که نر دی نو غوږونه دي خپل پرې کړي
چی زما نغمه سړه نه شوله سره شوه
         ښه شاعري هغه وي چی نه یی د شاعر په ژوند کی انګازه سړه سي او نه د شاعر له مرګه وروسته تر ډیره وخته پوري د چا هیر سي. که شاعر غوښتي وی چی څوک وژړوي نو سل کاله وروسته هم خپل کار وکړي او که شاعر غوښتي وی چی څوک را وپاروي نو پیړی وروسته هم د پارولو کمال ولري.د اجمل خټک سترګه وري او ژبه وري شاعری دغه کمال درلود. د زور او زر خاوندانو او نوابانو د هغه د تېرې ژبي د غوڅولو تکل کړی وو. ځکه چی د هغه انقلابي نغمو د نوابانو او د زور د خاوندانو د ناز او بزم محفلونه د تل لپاره بی سوره کړي وه. د نواب صاحب په ګیډه مړو او پړسېدلو میښو ته چی هغه کوم نظم لیکلی دی هغه به تر هغه وخته پوري چی ګوجر په ګیډه موړ سوی نه وي ژوندی پاته وي. او دا کمال د هر چا په نظم کی نه لیده کیږی.
میښی منمه د نواب صاحب دي
دې کی خبره کول توان د چا دی
مګر ای اې د انسانانو ربه
دغه ګوجر غریب انسان د چا دی
دې خواته میښي څرېدلي پرتې
دې خوا ګوجر دی سلیدلی ولاړ
دې خوا مړې ګیدي شخوندونه وهي
دي خوا نهر دی زیړ زبیښلی ولاړ
×××××××××××
د نواب میښه دي نوابه ګرځي
د خدای انسان دي خدمتګار وي ورته
هغه پړسیږي دي دده په وینو
دی دي خدمت کی خواو زار وي ورته
ستا د خدایی نه په سل واري قربان
انسانیت خو صبریدای نه شي نور
داچی زما شړی یی وشلوله
د دوی شالونه م ټینګیدای نه شي نور
           هغسی چی د اجمل خټک جهان او د خیال نړۍ له نورو خلکو نه توپیر درلود دغسی یی جنت هم له نوري نړی څخه بیل وو. که د حلواګانو او خیراتونو وږی ملا په جنت کی په خوږو میوو او د شیدو په رودونو پسی ګرځی، طالب د جنت په باغونو کی ښایستې حوري او شینکي خالونه غواړي، د نعمتونو او قلاګانو څښتن، خان کاکا، په جنت کی د سرو او سپینو عنبري کورونه لټوي، د مزدور لپاره مړه ګیډه او خواږه خوبونه جنت دی، خو د اجمل لپاره جنت بیخي بیل مفهوم لري.
ما دې خپل زړه ته سر ورښکته کړلو
ده په اوترو سترګو بره کتل
دی شین اسمان ته غوریدو ویل یی
ما اوریدل ترې دا یو څو لفظونه
ویل یی اې د لامکان خاونده
په خپل مکان کی خپل اختیار جنت دی
ګني ددغه لیونتوب په نامه
که نار وي نار که دار وي دار جنت دی.
      د اجمل ارمان د هغه په هر شعر کی جلا جلا څرګند دی. هغه چی په ځواني کی چیغه پورته کړې ده، هغه یی د خپل ارمان د پاره پورته کړې ده او چی ارمان یی پوره سوی نه دی نو تر مرګه یی هغه چیغي وهلي دي. هغه په جلوس کی، هغه په زندان کی، هغه په هیواد کی، هغه په تبعید کی، په روغتون کی او په خپل کور کی هر ځای همدا یوه چیغه پورته کړې ده او هر ځای یی منزل ته د رسیدلو ارمان کړی دی.
د ګل رګونو کښې چی ژوند اوسیږی نور اوسیږی
یا د انګور غنچه کښې مینه او سرور اوسیږی
ښکلي هیواد کښې د پښتون د غسی ژوند غواړم
مینه ښایست او ورورولۍ ډکی د خوند غواړم
دا می منزل دا می جنت دی ور روان یم ورته
نه په ملا یم، نه په خان یم نه په ځان یم ورته
چی هر عذاب وی دغه لاره کی لذت دی راته
که سرې لمبې شي د چا مینه کی جنت دی راته.
      اجمل شاعر وو او د بل هر شاعر په څیر د ښکلا په قدر پوهیدی او ستایلای یی سوای. هغه د ساقي له سپينو لاسو نه ډک جامونه اخیستلای او له زلمیو ملګرو سره یی په اتڼونو کی څڼی غورځولای سوای. هغه کولای سوای چی له رباب او سیتار نه د خپلو لیونو خیالونو شرنګ پورته کړي خو دی لکه چی پوهیدی چی نه د زلفو له مارانو سره لوبیدلو او نه د مستو زلمیو په محفلونو کی نڅیدلو ته پیدا سوی دی. هغه له خپل زلمیتوب نه بل څه غوښتل او د شاعر مقام د ساقي د خم تر څنډو اوچت ورته ښکاریدی.
زه هم شاعر یم د چا دنګي سپيني غاړي سره
د لونګین په ټال خپل فکر زنګولی شمه
زه هم فنکار یم د چا تورو خمارو سترګو کښې
د پیغلتوب شراب بې جام و کاسو چښلې شمه
زه هم د تورو ګورو زلفو عنبري سورو کښې
د نوي حسن په باغچه ځان ورؤ لې شمه
زه هم د ګرمو پستو شونډو انګوري پیالو کښې
ځان ته د عشق آب حیات تیارولی شمه
زه هم ځلمی یم لیونی زړه می مستي غواړي
په مرمرینو لېچو خوب د چا سکڼی غواړي
×××××××××××××××
حسن به څه کړم چی زړګی په خوارو خوار لرم
مینه به څه اوکړم چی ژوند په اوږو بار لرم
××××××××××××××
چی رانه چار چاپيره ټول ماحول سلګی سلګی وي
وایه د سرو شونډو خندا باندي به څه پوه شمه
چی خپل کرلی فصل ټول راته اغزي اغزي کړي
د بل د ګلو په مسکا باندي به څه پوه شمه
چی می نیازبین بچي د ولوږي مري زه ګورم ورته
ملګرو! څنګه به د مینی خرمستی اوکړمه
چی ځما ګټه بل څټی او ما د لوږي وژني
داسی قصاب نظام کښې څنګه خوشالی وکړمه
تاسو خو عشق وایی د ژونده هم ویزار ناست یم
هر څه چی کیږی یوې چیغي ته تیار ناست یم.
         اجمل خټک د خپل قام شاعر وو. د قام شاعر کیدل او یا بلل کیدل څه اسانه خبره نه ده. د قام شاعري یوازي د سندرو ویل او نظمونو لیکل نه دي. د قام شاعر کیدل د قام لپاره تر سر او مال تیریدل دي. تر مرګه پر خپل هوډ دریدل او په لمبو او اغزیو کی مزل دی. اجمل خټک همداسي وکړه. له لومړی ځوانی څخه بیا تر مرګه پوري یی د خپل قام په نوم چیغی وکړې. لوږي او تندي یی وګاللې، بندیخانې یی ولیدلې او د خپل قام سره د مینی لرلو په تور له خپلی ګراني مېني اکوړه خټک څخه څه باندی دوې لسیزي وایستل سو، او د پردیسی په ټولو سختو شپو کی یی یوه شېبه د خپل قام او کلي مینه هیره نه کړه او ټول کلونه یی منډی ورته ووهلې. هغه له هیڅ شي ډار ونه کړ او هر څه ته تیار ناست وو. خپل یوه زنداني ملګري ته د خپلی ایمانداری ډاډ ورکوي او وایی:
مونږ لیوني که څوک په دار ویروي
مونږ ته د یار د زلفو تار ښکاري  
مونږ یی د ژوند د سپرلي نخښي ګڼو
چاته به ګل چاته به خار ښکاري
د جیلخانې د مخ ګلابه اشنا
د پښتنو د تاریخ بابه اشنا
د ستا په سره وینه توده می قسم
په دنګه لوړه تهتره می قسم
که پښتنو هیر کړم پښتون به نه یم
چی لیلی هیره کړم مجنون به نه یم
      د اجمل خټک شاعري د پښتنو د شلمي پیړی د ادب د تاریخ یو بشپړ او ځلانده فصل دی. دا ټول فصل په یوه لنډ مضمون کی ځاییدلای نه شي. اجمل خټک د پښتو ژبی یو حقدار دی او د هغه حق په یوه مقاله او وینا کله ادا کیدلای سي. اجمل خټک، په خپل زړه کی، د خپل قام سره هوډ کړی وو چی که شاعري کوي نو دوی ته به یی کوي او چی دوی ته شاعري کوي نو هرو مرو به یی  د دوی په ژبه کوي. د هغه د شاعری یوه مزه په همدغه حقیقت کی پټه ده. د هغه شاعري ځکه پر غوږونو او زړونو ښه لګیږی چی هم ساده او هم ښایسته ده. او په همدې ساده ژبه یی داسی مضامین انتخاب کړي دي چی پښتو ژوندی وي د هغه شعرونه به ژوندي وي  او زمزمه کیږی به. د اجمل خټک د فکر او ارمان تر ټولو ښه ښکارندوی د غیرت چیغه ده. هغه چی هر څه غوښتي دي هغه یی د غیرت په چیغه کی ویلی دي. څوک چی د اجمل له نامه سره اشنا وي نو د هغه د نامه له یادولو سره به د غیرت چیغه ور په یادیږی. که پر چا د اجمل خټک د شعر اثر پریوتی وي نو هغه به حتما د غیرت د چیغی اثر وي.
د اجمل خټک ارمانونه او چیغي نه په یوه کتاب او نه په څو شعرونو کي ځایېدلای سوای. هغه البته د سیاست په دنیا کي، چي هدف یې د ستم څخه د خپل قام ژغورل او له سیاله سره برابرول وه، دونه مصروف ښکاریدی چي ډیرو خلکو به فکر کاوه چي اجمل خټک لکه چي د شعر او هنر دنیا ته شا کړه او نور به یې څوک چیغي نه اوري. په ۲۰۰۶ کال کي د هغه د ژوند چیغه په نوم، چي په حقیت کي د غیرت د چیغي بشپړونکی دی، کتاب له چاپه راووت.
                   ارماني چیغه
چي په ښکلې تیراه شین اسمان وریږي
په باګرام کي د باړې مستي خوریږي
ایمل خان او دریاخان سره جرګه شي
د خوشحال د ننګ شمله پرې اوچتیږي
د رحمان مصرعې به زلفي د خوبان شي
درست هیواد به د افغان معطر کیږي
د حمید د غزل حسن به سپرلی شي
په هر لوري به پښتو را زرغونیږي
دا سپیره سپیره وطن به ګلالی شي
دا ښایسته ښایسته اولس به خوشحالیږي
د خټک د غیرت چیغه ارماني ده
چي پښتون شته دا ارمان به پوره کیږي
اجمل خټک هم په زندانونو او هم د خپل قام په جرګو کي د غیرت چیغي ووهلې. خو دا سي ښکاري چي اجمل او قام د هغه د عمر تر پایه پوري یا خو سره پوه نه سول او یا خو هر څه د اجمل د آرزو او ارمان په خلاف وه. هغه خپل قام ته په هر نامه چیغي وکړې. کله یې د خپلو پلرونو او نیکونو کیسې ورته یادي کړې. کله یې د نورو د ژوندانه او جنتونو کیسې ورته وکړې او سیالۍ ته یې را وبلل. کله یې له درنو خوبونو څخه د نه ویښیدلو ګیلې ورته وکړې. کله یې ورته وژړل، کله یې  د یوه مشر او خواخوږي په حیث پیغورونه ورکړل، خو داسي ښکاري چي ده هم د خپلو همزولو او نورو پخوانیو مشرانو په څیر د پښتنو د ویښولو ارمان ګورته یووړ.
            اې پښتنو! څه کوی؟
وخت په چیغو چیغو وايي               اې پښتنو! څه کوی؟
ژوند ته مو ژړا کوی                    که ځان پوري خندا کوی؟
خپل غم به کوی که                     د پردو مخکښي ګډا کوی؟
اي پښتنو ! څه کوی؟
دلته درته یو په سینه کښیناستو وهي مو
هلته درته بل راغلو بلا شو هضموي مو
یو درته لیلی لیلی کوي او ورکوي مو
بل درته الله الله کوي او خرڅوي مو
غیرو خو ټوټې ټوټې کړی                 کور مو دا دی وران دی
خپلو ډلي ډلي کړی                       وطن نه دی دکان دی
نه د پښتو پاتې شوی نه دین شو نه دنیا شوه
اې پښتنو څه کوی؟
زوړ مړی مو بې کفنه پروت دی راته سخا
دغه ده راځي نوې بلا توره بلا
مونږ په کور کښي نښتي په زما زما زما
لاړ هر څه به بایلو که وطن دی که حیا
اې پښتنو څه کوی؟
هسي نه چي شین اسمان خو وي سپینه پښتو نه وي
هسي نه ادم، رباب ګودر وي خو درخو نه وي
هسي نه چي توره قلم وي خو خوشحال خان نه وي
هسي نه هیواد وي څوک احمد او میرویس خان نه وي
هسي نه چي ګرم سیاست وي باچاخان نه وي
هسي نه چي منډي ډیري وي خو صمد خان نه وي
هسي نه جنډه وي، قوم وي، خونه وي، اختیار نه وي
هسي نه چي ډکي ګیډي وي د سر دستار نه وي
هسي نه چي غوړي څڼي وي خو لوپټه نه وي
هسي نه چي توري سترګي وي جګه شمله نه وي
ما خو خپل زخمونه دې غمونو کي تللی دي
ما خو پښتنو ته د جرګې لاري نیولي دي
اې پښتنو څه کوی؟
 د ژوند چیغه په نوم کتاب کي اجمل خټک، د عمر په ډیر پاخه دوران کي، د هنر په دنیا کي نور هم وځلیدی. له هغه سره نه یوازي د پښتنو د ویښولو هغه پخوانۍ جذبه ژوندۍ پاته وه بلکه دا ځل یې د شعر هنري اړخ ته هم دونه توجه کړې وه چي سیالانو ته یې وښودل چي که یې د غیرت په چیغو د رقیبانو او غلیمانو غوږونه کاڼه کړي وه نو  د غزل په لیکلو، د کلام او کلماتو په ښایست او هنري رنګینیو  کي هم له هیچا څخه پاته نه دی. البته غزل یې هم له درده ډکه ده او خپل خاص انقلابي رنګ لري او که یې دا رنګ نه درلودلای نو بیا خو به د اجمل غزل نه وه.
په یوه مینه تمام عمر لوګیدلی ژوندون
بله ډیوه تر سپین سحره سوزیدلی ژوندون
په کومه مینه، کوم سرور کوم لیونتوب کي تیر شو
لکه ډیوه په تورو شپو کي بلیدلی ژوندون
دلته زخمي، هلته ستي، دلته زنځیر، هلته دار
څومره مصروف وو دا زمونږه زوریدلی ژوندون
لکه غوټۍ د ازغو منځ کښي په خندا سحرته
دا سي تیریږي د یارانو غم لړلی ژوندون
ازغو د زړه په سر سوري کړو ګل فروشو خرڅ کړو
لکه ګلاب وه دا زمونږه غوړیدلی ژوندون
خټک د خوب غوندي د میني په زانګو کي تیر کړو
په انتظار کښی ترسکیدلی، کړیدلی ژوندون
شاعر به هرو مرو، په یوه او بل رنګ د ښکلا مین وي. شاعر به تر بل هر چا د رباب له ترنګ څخه نیولې، تر می او بنګ او شمعي او پتنګ پوري زیات خوند اخلي. اجمل خټک د نورو شاعرانو په څیر د ښکلا مین وو، او چي هر څومره یې له زړه ویني څڅیدلې، په  خوږمن زړه کي یې د ښایست، میني، وفا او تورو زلفو ستایلو او ارمانونو ته ځای ورکړی وو. خو د هغه غزل او په غزل کي د میني او وفا ستایل او د تورو زلفو سره مشغولا بیا هم، که په هر بیت کي نه وي نو، د غزل په زیاترو برخو کي خپل رنګ لري. په زیاترو شعرونو کي د غیرت د چیغي، چي د ژوند له چیغي څخه یې لږترلږه څلویښت کاله وروسته له چاپه را وایستله، یادونه کوي. داسي ښکاري چي د غیرت له چیغي سره یې د ځوانۍ د مستۍ خاطرې تړلي وي او خپله توده انقلابي وینه د هغه کتاب په پاڼو او بیتونو کي ګوري.
چي تیارې یې د کاکل لیکلای نه شم
تش په تور مار خو غزل لیکلای نه شم
ښایست، مینه او وفا زما مضمون دی
قصیدې د چا د غل لیکلای نه شم
د غیرت چیغه چي زما د قلم پت دی
فن د غیرو د تکل لیکلای نه شم
جام د وینو د لیلی په در کښي ستایم
صفتونه د محمل لیکلای نه شم
ما د ژوند قصه د وخت په اوږو بارکا
افسانې د چل او ول لیکلای نه شم
د منزل ډیوه مي بله ده په وینو
کږلیچونه د مزل لیکلای نه شم
د جانان د پاکي میني په کتاب کښي
د سپیره رقیب عمل لیکلای نه شم
سپین رخسار او سورکو شونډو ته می پریږدی
که تیارې د تور اوربل لیکلای نه شم
ستا په ناز او په ادا مي قلم مات ښه
چي دردونه د اجمل لیکلای نه شم.
مرحوم عبدالروف بینوا د اوسني لیکوال په کتاب کي د همیش خلیل له قوله لیکي « اجمل صاحب د تحریر د اوچتي جذبې او اولسي جونګړو ترجمان د تخیل د عرض معلی سیاح، د شاعرانه وسعت او رفعت دا خاوند چي په لیکلو راشي نو په ځای د سیاهی د خپلو وینو نه کار اخلي او همدغه وجه ده چي د کلام په مضراب کوم وخت د زړه تار وچیړي نو غیرت په غورځنګ شي، ننګ وپاریږي، وینه و خوټکیږي، اوښکي ویښیږي او د ذهنو په افق سرخي خوره شي.
د اجمل خټک ژوبل احساس تازه پرهرونه او ګرمه وینه چي را ولړزیږي نو د انسانیت د ذلت او غفلت دردیدونکي ویده جذبات را وخسکیږي، وجوشیږي او و دردیږي. د هغه تخلیقي او شاعرانه دماغ پښتو ادب ته یو نوی خیال او نوی جهان ور وبخښلو»
  عبدالروف بینوا د اوسني لیکوال په کتاب کي د ایاز داوود زي هغه لیکنه چي د اجمل خټک د غیرت چیغه کتاب د معرفي کولو په باب یې کښلې ده ټکي په ټکي را اخیستې ده. دا لیکنه ډیره اوږده او د اجمل خټک د کلام ستایلو ته وقف سوې ده او په یوه ځای کي داسي پکښي راغلي دي« اجمل او د غیرت چیغه، د غیرت چیغه او اجمل د یو کیفیت دوه نومونه، د یوه خوب دوه تعبیرونه دي. د اجمل او د غیرت چیغه د خالق او تخلیق یو د بل هینداره، یو د بل مظهر...
سندري ویل د بنیادم په خټه کي اخښلي شوي دي. یو شپونکی چي د ګډو رمه روانه کړي، د هسک خیبر لوړ سرته وخیژي نو زړه یې هوا شان وخوري، په غوږو ګوتي کیږدي او یوه ټپه د خیبر په ارتو لمنو کي  وګړنګیږي. یو زمیندار چي په ودان پسرلي کښي د غنمو په شنو پټو راشي نو غیر شعوري طور یې د احساس د ژور تل نه سندري هسکي شي. یوه بوډۍ چي د شپې څرخې ته کښیني او د سپوږمۍ په روڼ مخ کښي د پیغلتوب د یادونو نخښي ویني نو بې اختیاره یې یوه هیره سندره د شعور په فضا کښي خپلي انګازې خورې کړي. یوه نازولې پیغله چي د خپل بابا جي د میني د محل په هسکه مناره ودریږي له ورایه خپل نتلی ژپلی  مین وویني نو د دغه ساعت نه څه هم دا رنګه مصرعي زیږي:
زما به ته یادیږې یاره                که د جنت په منارو ولاړه یمه
هو! دا ټول کیفیتونه سندري زیږوي، مستي سندري، خوږې سندري! خو چي د فطرت زړګی څه سندریز شان کیفیت محسوس کړي، چي د ژوند رباب په نغمو راشي او چي دغه ساز آواز وجود واخلي نو فنکار اجمل ترې نه جوړ شي او بیا چي د جلیل اجمل وجدان په مستی راشي نو د غیر ت چیغه یې دا ټوله فضا پخپله نغمه زار شان غیږه کښي وویني»
د اجمل خټک د رنګین او مستانه شعر یو خصوصیت په راتلونکي باندي باور دی. هغه که په زندان کي دی، که په تیعید کی دی، که په کور کي دی او که په روغتون کي پر بستر پروت دی، هره شپه د سبا په هیله سپینوي او اینده ته امید او خوشبیني له لاسه نه ورکوي. دی خپلو ټولو هغو دوستانو ته چي په زړونو کي د ده په څیر ارمانونه لري، د یوه ورک سباوون، چي دی هم فکر نه کوي ژر به راسي، زیری ورکوي. هر څه چي دي، خپل زړه ته تسل ورکوي؛ دی د خپلي دُرخو او لیلو په انتظار ناست دی او  سبا ته دغه خوشبیني ده چي دی او د ده شعر یې ژوندی او مست ساتلی دی.
د زړه تر سیمي مي خوږه خوږه ښکالو راځي
دا معلومیږي چي زما هغه دُرخو راځي
د ټول چمن په خنډو خار کښي پس پسی دی واوری
دغه ده راغله قافله د سرو غنچو راځي
پرون دا ویره وه غلو یووړه مونږ تالا پاتي شو
اوس اوازه ده چي نن ډکه د کالو راځي
ملګرو! دې ته به د میني کوم مقام ووایو
چي لیلو وایمه نو خولې ته مي پښتو راځي
د انتظار وهلو! مه بې صبره کیږی ورته
راځي راځي خو دلربا به په دمو راځي
دا چي خټک خلقه! د وخت په ناکړدو کښی مست دی
د زړه زخمونو ته مسکا يې د لیلو راځي
اجمل خټک د ځوانۍ په مستیو، جیلخانو او زولنو کي زیاتره نوي نظمونه لیکل. هغه همدغو نظمونو مشهور کړ او سړی ویلای سي چي پښتو ادب ته د نویو شعرونو او نظمونو د راوړلو او معرفي کولو یو قافله سالار پخپله اجمل خټک دی. زما یادیږي چي د کابل او افغانستان د نورو ښارونو په لویو مظاهرو، میټینګونو، کنفرانسونو او ادبي محفلونو کي ځوانانو او د پاخه عمر خاوندانو د هغه انقلابي شعرونه، چي په اوریدلو به یې د بدن ويښته شخ سول، په لوړ آواز ویل او د هغه د انقلابي نظمونو په ویلو به یې خپل ارمانونه د خلکو تر غوږونو رسول. اې بین ماره د خیبره ! راشه پوک وهه دا بین دي ، هغه شعر دی چي د پښتو نوی شعر او نظم به یې تر ابده په یاد ولري. اجمل خټک د پښتو ژبي پر نوي ادب د یوه محبوب ټولواک په څیر حکومت کاوه. چا فکر نه کاوه چي ګوندي یو وخت به څوک د اجمل خټک ځای ونیسي او یا به حتی تر هغه هم بهتر تظم ولیکي. د غیرت چیغه له خپریدلو څخه ډیر کلونه وروسته یې د غزل انګازې د افغانانو غوږونو ته ورسیدې او ایله خلک پوه سول چي خټک صاحب غزل هم لیکي. که په غزل کي د خپل ټاټوبي او د پردیسیو د لاسه د خپل خوږمن زړه د ارمانونو یادونه کوي او که یې نه کوي، غزل یې خپل خاص رنګ لري او له ورایه ښکاري چي دا د اجمل کلام دی.
د وخت په چيغه د جرګو او د مورچو قیصې دي
موږ کښی لا هاغسي د خپلو او پردو قیصې دي
که د ګل خواکښي د ازغو تیرې تیرې قیصې دي
زخمي بلبل هم د وږمو نغمې نغمې قیصې دي
د یار نوم واخلی د راتلو خبره یې تاو را تاو کړی
د رویبارانو خولو کښي دا رنګي ړندې قیصې دي
ځنګل کښی منډي، په ګودر چکري، در کښي ګدا
ستا د دیدن د لیونتوب څومره خوږې قیصې دي
دا چي دستا د لوري باد مشک و عنبر را پاشي
خو ستا کمڅۍ وايي چي لا ډیري اوږدې قیصې دي
څاروانه ته دي قافله ګورې په خیال لیږدوه
په لویه لاره کښی پیدا ډیري کږې قیصې دي
ستا اشارې ما هڅوي د قربانۍ ډګر ته
دا راته وایه که څه نوي که زړې قیصې دي
ستا د جبین په رڼا ګانو خو شک نه شي کیدای
ولي د وخت په توره شپه کښي لا تیارې قیصې دي
خټک تر مرګه پوري ستا لاري ته بیا بیا کتل
ته به راغلې وای خو لاره کښي کږې قیصې دي
 د اجمل خټک په ژوند کي به ډیر لږ داسي شاعران او نقادان تیر سوي وي چي د هغه د شعر په ستایلو کي یې کمی کړی وي. د دې یو علت دا دی چي هغه د پښتو ژبي د نورو محبوبو شاعرانو په څیر هر څه د اولس په ژبه ویلي او لیکلي دي او په خپل ټول ژوند کي یې د شعر په ژبه، ګام په ګام، د وخت ترجماني کړې ده. د وخت ترجماني او هغه هم د اجمل په تیره او اورنۍ ژبه د واکمنانو له نظره پټه نه سوه پاتیدلای او د همدغي ګناه په وجه یې د مستي او لالهاندي ځوانۍ ډیر کلونه د زندان په تیارو او تبعید کي تیر کړل.