د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ټاکنو د معنوي سیوری

رومان سمون 28.07.2014 18:57

((-معنوي در مقابل هر سوال خنده میکنه، خنده برای چه؟ به این حساب بالای مردم ریشخند میزنې و خنده میکنې، در بغلان در انتخاباتیکه معنوي برګذار کرد نه تنها تخلفات انتخاباتي وتقلب صورت ګرفت، بلکی جنایت صورت ګرفت...))
دا د ۲۰۱۰ پارلماني ټاکنو له ترسره کیدو وروسته د یوه خصوصي تلویزیون د مناظرې په خپرونه کې له بغلان ولایت څخه د یوې راغلې میرمنې فریاد و، ښه مې په یاد دي په هغه خپرونه کې چې د هغه وخت د ټاکنو د کمیسیون ریس ښاغلي فضل احمد معنوي او څو تنه نور میلمانه وو، دغې میرمنې په چیغو او نارو د پوښتنې نوبت واخیست او نږدې د هر افغان د زړه خبره یې وکړه.
د ولسي جرګې تیرې ټاکنې چې د معنوي په وخت کې وشوې ټولو ته معلومې او په یاد دي چې څومره رسوا ټاکنې وې. موږ لیدل چې د ټاکنو سرنوښت په دوبۍ او شهزاده سرای کې ټاکل کیده، که به چا په دوبۍ یا سرای شهزاده کې د معنوي کسانو ته ډیرې پیسې ورکړې هماغه سړي به افغان پارلمان ته لاره پیدا کوله. چې دادی نن موږ د معنوي د هغه وخت د کار نتیجه ګورو.
د ملا فضل احمد معنوي له خوا له پراخو او بې مخینې ډکو درغلیو ډکو ټاکنو لپاره هغه وخت ځانګړې محکمه وټاکل شوه چې په میاشتو میاشتو یې د معنوي په کارنامو کار وکړ خو بیا هم چندان نتیجه ترلاسه نه شوه او د مصلحتونو له مخې څو ګوته په شمار کسانو پارلمان ته لاره وموندله.
د ټاکنو په برخه کې د معنوي کارنامې! د ټولو یاد دي چې په دیکتاتوري سره یې ډیر کسان د تنظیم، سیمې، ژبې او پیسو پر اساس افغان پارلمان ته راوستل. هماغه وخت ډیرو کسانو د معنوي د تخطیو او درغلیو او اداري فساد په اړه د افغانستان عدلي او قضایي ارګانونو ته مراجعه وکړه، تمه وه چې نوموړی به د محاکمې میز ته راکښ شي خو له بده مرغه داسې ځکه ونه شول چې معنوي د واکمنې ډلې یو وتلی غړی و.
خو پخپله همدا معنوي چې ومو لیدل هغه ډول ټاکنې یې ترسره کړې دي چې تاوان یې لا هم ملت ته رسیږي د اوسنیو ټاکنو په اړه داسې خبرې کوي ته به وایي چې دا یو نړیوال کار پوه دی او پخپل وخت کې ډیر زیات خدمتونه کړي دي.
سربیره پردې معنوي معنوي که د ټاکنو د کمیسیون له ریاست په نوم ګوښه شوی دی خو په حقیقت لا هم ددغه کمیسیون هر څه دده په خوښه پر مخ ځي، د ټاکنو کمیسیون له موټرو او نورو پټو او ښکاره امتیازاتو څخه استفاده کوي کوم کسان چې ده مقرر کړي لا هم دده اوامر پر ځای کوي. نوموړی د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو تر بل هر چا ډیر ښکیل و، هم یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په کارونو کې مداخله کوله او هم یې د یوه ټیم لپاره کار کاوه.
د ټاکنو په لومړي او دوهم پړاو کې یې دده په اصطلاح په ټاکنو داسې مهنډسي شوې درغلۍ وکړې چې څوک یې له پاکو رایو د جلا کولو وس نه لري، ویل کیږي معنوي چې د همګرایي ټیم د نظارت مسوول و د همدې ټیم لپاره دومره په هنر درغلۍ کړې دي چې که اوس دی پخپله هم وغواړي لږ په صداقت سره تقلبي رایې له پاکو رایې بیلې کړي ممکن بیلې یې نه کړای شي.
د ټاکنو پر سر د دوو کاندیدانو له جوړجاړي وروسته د فضل احمد معنوي دریځ هم راښکاره شو هغه د همګرایي د ټیم د څارونکو د مسوول په توګه د ټاکنو کمیسیون ته ولاړ، ویل کیږي هلته د کمیسیون د ریس غوندې چلند کوي، هڅه کوي چې نور کسان تر خپل تاثیر لاندې راولي او خپلې غوښتنې پر نورو ومني.
دغه راز دده او وحید عمر له خوا ځینې بهرنیان اجیر شوي چې د همګرایي ټیم په ګټه د رایو شمیرلو په وخت کې کار وکړي، په دې ډله کې داسې کسان هم شته چې هیڅ هویت یې معلوم نه دی د چارو شنونکي وایي کیدای شي دغه کسان د بهرنیو استخباراتو کسان وي او غواړي په لوی لاس د افغان ټاکنو پایلې پخپله خوښه وڅرخوي. له دې ډول کسانو څخه پنځه تنه نیول شوي هم دي خدای دې وکړي چې زموږ تنظیمي ارګانونه ددغو بهرنیو جاسوسانو څیرې بیا هم پټې نه کړي.
همدا ډول ویل کیږي معنوي د سل په سلو رایو د شمیرلو په وخت کې داسې کارونه کوي چې دواړه انتخاباتي ټیمونه او هم د ټاکنو کمیسیونونه یو پر بل بې باوره کړي، داسې چې په یوه طرحه موافقه وشي خو معنوي سبا بیا بله خبره کوي، دی هڅه کوي چې روان بهیر ودروي.
که د معنوي لاسونه د ټاکنو له بهیره لنډ نه شي ددې ویره شته چې دغه بهیر نور هم پسې اوږد او ټکنی شي.