د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رښتیاپه پرچمن ولسوالۍ کي څه تیریږي

مهاجر زاهدزاده 28.07.2014 17:56

پرچمن ولسوالۍ دفراه ولایت یوه لیري پرته ولسوالۍ ده چي شمال ته يي دغورولایت دتیوري اوساغرولسوالۍ اودهرات ولایت دپرسی ولسوالۍ پرتې دي جنوب ته يي دهمدې ولایت دګلستان اوفراه رود ولسوالۍ پرتې دي ختیځ ته یې دهلمند نوزاد،بغران اوپسابندواقع دي اولویدیځ ته يي دهرات دشينډنډ اوادرسکن ولسوالۍ موقعیت لري.
پرچمن له څلورو خواوو په غرونو کي راګیره سیمه ده اوډیره سړه هوالري دیوې احصائیي له مخي دنفوسوشمیريي تر ـ(۸۵۰۰۰)ـ زره ته رسیږي .
ددې سیمي وګړي په زراعت اومالدارۍ بوخت دي همداشان دفراه دنورو سیمو کوچیان دپسرلي په موسم کی دپرچمن څړځایونوته خوځیږي.
دامریکايي یرغل سره جوخت دسلیم خان مبارزپه نوم یو ټوپک سالار، ظالم اودیکتاتورانسان پردې سیمه مسلط شو چه دسیمي پرخلکو یې دژوند کړۍ دومره تنګه کړه چي داولسونو دشخصی ژوندانه په چاروکی يي هم دمداخلي کولوڅخه ډډه ونکړه.
پرخلکویی دماليې اوټکس په نوم درانده پيټي وضعه کړل،دبیلګي په توګه
پر۴۰پسونويې لس زره افغاني وضعه کړې ،دغه راز دکښت دحاصل په وخت کي يي دخپلي خوښي په اندازه معلوم مقدار کوکنارغوښتل دسیمییزو خلکوپه ویناداسي هم پیښ شوي چه یوه کس یو کیلوکوکنارحاصل ټول کړي وي خو ده ترې دری کیلواخیستي وي ،
په منطقه کې چه څوک واده کول وغواړي دده یوقومندان چه ابراهیم نومیږي دکونډي پرواده (۵۰۰۰۰) زره افغانۍ او دپیغلې پرواده یولک افغانۍ محصول غواړي. همداراز دکلیوپرمسجدونو ګرځي چه کوم کس مسجدته نه وي راغلی نو (۲۰۰۰) افغانۍ جرمانه تري حاصلوي دا په داسي حال کې چه دی خپله لمونځ نه کوي، ویل کیږی سلیم خان مبارز دمخدره موادو په قاچاق کي لوی لاس درلود اوخپله ډیره سرمایه یی هندوستان هیواد ته انتقال کړې .
23/10/2012کله چه دپرچمن ولسوال سلیم خان مبارزپه یوه چاودنه کي ددوو ساتونکو سره ووژل شو نوزوی یې محمدداودماښام مهال دعسکرو سره دچراه خاج کلي ته راځي کابوسل تنه دکلي استوګن ترسهاره په درختو پوري تړي سهار۸بجي دوه تنه کلیوال هریو عبدالرشید چه ۶۰کاله عمریې درلوداوسیدعثمان دسلیم دقتل په ځای کې په ډیرظلم سره په شهادت رسوي .
همداشان یې دسیدعثمان وروراحمدسعید په کورکې دټولي کورنۍ په وړاندی په شهادت ورساوه .
دغه رازدسلیم دقتل په اوومه ورځ دتورسان کلي ته ځی کلیوال دکورونو نه راباسي اوسختي شکنجې ورکوي کورونه لوټي پسونه اوحیوانان دځانه سره وړي دیوی احصائیی له مخي دسلیم د زوی په دغو ظلمونو کې کلیوالو ته دوه سوه لکه افغانۍ زیان واوښت
همداراز دباغ میراستوګن عبدالحلیم یې یواځي دتلفون کولو په جرم چې کېدای شي ددولت له مخالفینو سره به یې اړیکه نیولې وه په شهادت ورساوو .
څـــــــــــــــه موده وړاندي دچراه خاج کلي ته دپرچمن ولسوال داود ورځی او دکلی یوتن استوګن عبدالغني اوزوی یی چه دوه کاله عمریې درلود په شهادت رسوي دغه راز دحافظ قدرت الله زوی چه د۲۰شپو ؤ په ځانګو کی په شهادت رسوي. دسلیم دقتل راوروسته کابو دوه کاله کیږی چه څو کورنۍ یې په پرچمن کی ایساري ساتلي دي، له پرچمن څخه دوتلو او له نورو خپلوانوسره دلیده کاته اجازه نه ورکوي .
باید په ډاګه کړو چې داشغال له پیله تراوسه دپرچمن ولسوالۍ دهمدې یوې کورنۍ لخوا اداره کیږي چې مخکې تقریبا لس کاله دظلمونو دغه لړۍ دپرچمن دولسوال سلیم له لوري پرمخ وړل کېدله او اوس یې زامن هریو محمد داود ولسوال ،عبدالولي امنیه قومندان اوعبدالظاهر دملی امنیت (خاد) مدیر دالړۍ پرمخ بیایي او دپرچمن په مظلوم اولس باندي خپلو وحشیانه کړنو ته دوام ورکوي .
که چیرته ددیرغلګرو دتېر دریالس کلن ښکېلاک په اوږدو کې یواځي د پرچمن ولسوالۍ په اولس باندي دوحشي چارواکو له لوري شوي مظالم را اخلو نو کتابونه به پرې ډک شي نه پوهیږم چه ولی رسنۍ اودبشر دحقوقو ادارې پردې کړنو چوپه خوله پاته دي ؟؟