اته تنه مخالف وسله وال د سولی د پړاو سره یو څای شوه
27.07.2014 10:56د فراه ولايت په مرکز کې د وسله والو طالبانو اته کسيزه ګروپ د سولي د پروسي سره يو ځاى سو.DSC_6167
د فراه والي محمد عمر شېرزاد د سولي د پروسي سره د اتو تنو د يو ځاى کېدو په اړه خوښي وښودل او دغه کسان يې د سولي او د سيمي د امنيت په برخه کې مهم وبلل.
د والي په وينا چې د سولي د پروسي سره د اته کسيزه ګروپ يو ځاى کيدل په سيمه کې نه يوازي ورورلۍ ته لاره هواروي بلکي په دي ولايت کې نورو وسله والو ته پيغام ورکوي تر څو له جګړي لاس واخلي.
محمد عمر شېرزاد وايې چې د سولي د پروسي سره يو ځاى سوي اته تنه د ملا فضل احمد په مشرۍ پهخاک سفيد ولسوالۍ کې فعاليت تر سره کوى او په ياده ولسوالۍ کې يې د دولت په وړاندي فعاليت خورا ګواښ کوونکى وو.
والي ددي ولايت د نورو وسله والو ګروپونو څخه وغوښتل چې د سولي د پروسي سره يو ځاى سي تر څو په دي ولايت کې ورور وژنه او عمومي جګړه پاى ته ورسيږي.
ملا فضل احمد وايې چې د سولي د پروسي سره يو ځاى سو او دولت ته يې خپل وسلي او مهمات هم وسپارل.
دى وايې چې د سويل د پروسي سره ځکه يو ځاى سو چې نور نه غواړي په ملک او سيمه کې يې جګړه روانه پاته سي.