د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اختره مه راځه دلته ويرونه دي

فضلي (پکتياوال) 25.07.2014 14:56

اختره مه راځه دلته ويرونه دي
فضلي (پکتياوال)
لکه څرنګه چې د اختر ورځ د خدای تعالی له لوري مسلمانانو ته د ملمستيا ورځ ده نو له همدې امله په همدغه ورځ د روژې نيول هم حرام ګڼل شوي، او دا هم منل شوی حقيقت دی چې د اختر ورځ د لويو خوشحاليو ورځ ده، همدغه ورځ د خوشحاليو، ميلو، له خپلو خپلوانو، يارانو او دوستانو سره د تلو راتلو ورځ ده، خو دا هر څه په هغه ځای کې خوند کوي چيرته چې خولې له خندا ګانو ډکې وي، مخونه له خوشحاليو پړقيږي، ياران سره غاړې ووځي، سيلونه او ميلې وي، له خپلو خپلوانو سره تګ راتګ وي، امن وي، سوله وي، او چيرته چې د ټانګونو غربا وي، د توپونو او راکټ لانچرو درزا وي، د مشين ګڼو ګرهار وي، د ډرون طيارو بنګا وي، د زنو تړل، پټۍ او ملهمونه وي، جنازې او کريغې وي، آهونه او ارمانونه وي، کونډې او يتيمان وي، سپور اوربلونه او خيرنې جامې وي، خالي (تش) مړوندونه او سپين لاسونه وي، هلته څوک اختر نه پيژني، په يوه کور کې مورکی سر په دواړو لاسو نيولې آخ زما ځوانيمرګه زويه ! په تا لګيدونکې مرمۍ دې په ما لګيدلې وای، هغه پرون مې چې د کلي په انجونو کې چناريزه او د څوارلسمې سپوږمۍ په څير سپين مخی انجلۍ تا ته په نامه کړه هغه په ورځ کې څو ځلې د هديرې لور ته ستا په قبر ولاړو جنډو ته درګوري، د کلي له خلکو مې اوريدلي چې هغه لاسونه نه سره کوي، اوربل نه چوټي کوي او جامې نه بدلوي، همديته ورته حال مې په خپل کور کې هم دی، په هغه بل کور کې يوه بله تور سری دومره غريو نيولې که د غريو کريغه يې له خولې راووځي نو ډير ګريوانونه به په اوښکو لامده کړي، د ژوند ملګری، د هيلو او ارمانونو برج يې نړيدلی، له چا سره يې چې له مينې ډک زړګي تڼاکې ماتولې، او چا ته يې چې ډول سينګار کاوه هغه نن د تورو خاورو ميلمه دی، د هغه بل کور له دروازه يو څو ماشومان راګوري، سرونه يې ببر دي، مخونه يې تک زيړ دي، جامې او پيزار يې نشته، ځکه چې بابا جان يې هم نشته، د کلي ټول خلک نشه غوندې دي، ځوانان خفه دي، د مدرسې او مکتب ياران يې ولاړل، د ليندې او مچنوغزې اشنا يې نشته، په واوره د ښوييدو (لخچک وهلو) سيالي به له چا سره کوي؟ سپين ږيري هم لاس تر زنې غمجن ناست دي، څکه چې د چا لختې جګر ځوانيمرګ شوی، د چا په وراره او د چا په لمسي شناختې ولاړې او د بارودو په لوګيو ککړ بادونه يې جنډې رپوي، او د کلي په هغه بر سر کې ګودر خو دومره ناهيلی او سپيره شوی چې ټولې انجونې په مهر شويو خولو منګي ترې را ډکوي او هره يوه خپله لار وهي، دلته اوس هغه مست او مغرور سره شالونه نشته، هغه له زنې او اننګو را تاو شوي شنه خالونه نشته، ځکه چې دلته اوس هغه ځوانان هم نشته د کومو په صفت به چې ګودرونه ګرم او هر يو به د کوم مغرور اوربل ګل ګڼل کيده، همدا له غمونو، آهونو او ارمانونو ډک کلی د پکتيا په سيد کرم کې د طوطاخيلو کلی دی، ځکه دلته څو ورځې مخکې د همدغه کلي (۱۶) په دين او وطن مين تنکي ګلان د وحشي بمبار له امله په يوه وار وريژيدل چې ټول کلي ته يې ښه درانده غمونه او ارمانونه پاتې شول، صبر جميل يې په نصيب شه.