منزل ته نه رسیږو
24.07.2014 02:02پردغه لار چي یو روان منزل ته نه رسیږو
ملګرو پریږدی دا کاروان منزل ته نه رسیږو
دلته تر دار پوري ګامونه په لمبو کي نه ځي
موږ د منصور او د جانان منزل ته نه رسیږو
یارانو پریږدی د ساحل او د امان خیالونه
په سترګو وینمه توپان منزل ته نه رسیږو
لکه اورنګ توره مو سره ده د خپل ورور په وینو
راته په قهر دی اسمان منزل ته نه رسیږو
راته شهید په خپلو وینو دی وصیت لیکلی
څو چي اغیار وي نګهبان منزل ته نه رسیږو
اوس خو واعظ او ملا دواړه بیګانه ښکاریږي
پردی منبر پردی آذان منزل ته نه رسیږو
د انصاف ونه مو په خپلو وینو وروزله
لا ملامت یو د جهان منزل ته نه رسیږو
چي ملالۍ مو په پردیو کي پلو ګرځوي
اوس به څه وايي شهیدان منزل ته نه رسیږو
جهاني تا چي اوربلونو ته غوټۍ روزلې
په باغ دي کښیوتل زاغان منزل ته نه رسیږو.