د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زغم او تدبر د «ملي وحدت حکومت» د بریا ضامن

عبدالغني (هاشمي) 23.07.2014 14:30

فکر کوم اوس به په دې خبرو بحث کول، چې په افغانستان کې د ملي وحدت تر نامه لاندې د لومړي ځل لپاره پر قومي، ژبنیو، مذهبي او نورو بنسټونو ولاړ د یوه ائتلافي حکومت جوړول قانوني بڼه لري که نه، دا به له ګټې خالي وي، ځکه دا توافق شوی او که کومه جدي ستونزه یا خنډ یا هم کورني او بهرني لاملونه رامنځته نه شي، نو دا حکومت جوړېدونکی دی، خو دا خبره د بحث او شننې وړ ده، چې دا حکومت به د یوې نوې تجربي په توګه په راتلونکي کې له کومو ستونزو، خنډونو او ننګونو سره مخ شي او د مخنیوي لپاره یې په لومړي ګام کې په حکومت کې شاملې ډلې او بیا په ټولیز ډول ټول ملت څه وکړي، ترڅو په دې توګه د حکومت د ننه د مخالفتونو په راولاړېدو زموږ هېواد بیا د جګړو ، بېلابېلو ناخوالو، پردیو لاسوهنو او نورو ستونزو او ننګونو سره مخ نه شي.
۱ – زغم: اوس نو له دې واقعیته انکار نه شي کېدای، چې زموږ هېواد د وروستیو څو لسیزو د جګړه ییزو بهیرونو او بېلابېلو دښمنو ډلو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنو له کبله له سیاسي، قومي، ژبنیو، مذهبي، سمتي او نورو بېلابېلو تعصبونو او مخالفتونو سره مخ دی، چې په ترڅ کې یې د همدغو لاملونو له کبله زموږ زرګونه هېوادوال قرباني شوي دي او په دې توګه زموږ د هېوادوالو ترمنځ د نفاق او دښمنیو ریښې ځلېدلې او پیاوړې شوې دي، ځکه نو دا هم ساده خبره نه ده، چې په راتلونکي حکومت کې په اسانۍ او چټکۍ سره ددغو مخالفتونو او تعصبونو مخه ونیول شي. له بله پلوه وخت هم ډېر لنډ او تنګ دی، چې ددغو مخالفتونو او تعصبونو د له منځه وړلو یا د هغوی د کچې راټیټولو او یا هم لږ ترلږه په راتلونکي حکومت کې ددغو لاملونو له کبله د راولاړېدونکو ستونزو د مخنیوي لپاره به بېلابېلو لارو کار وشي، ځکه نوی ولسمشر په ډېر نږدي راتلونکي ان د ګوتو په شمار ورځو کې اعلانېږي او د لوړې مراسمو دتر پرځای کولو وروسته د نوي حکومت پر جوړولو پیل کوي.
دا هغه ننګونه ده، چې که ورته اړین تدابیر ونه نیول شي، نو بې له کوم شکه به راتلونکی حکومت له ډېرو ستونزو او ناخوالو سره مخ کړي او د هېواد پرمختګ، سمون او رغون پرځای به یې ددغو لاملونو له کبله د راولاړو شوو ناندریو د هواري په چارو کې راښکېل کړي.
موږ په دې باور یو، چې په لومړي ګام کې باید په نوي حکومت کې ګټونکی او بایلونکی دواړه مشران په ځان کې دا زغم وروزي او پیاوړی یې کړي او په حکومت کې له دې کبله د راولاړېدونکو ستونزو د مخنیوي لپاره د کره او کارنده تدابیرو پر لرلو چمتو اوسي.
له بل لوري که په حکومت کې شامل اړخونه نه شي کولای په دومره لنډ او تنګ وخت کې د خپلو اړوندو پلویانو نظرونه بدل کړي، نو لږ ترلږه دې په دې برخه کې په راتلونکي حکومت کې داسې میکانیزم جوړ او خپل پلویان د هغه رعایت ته اړ کړي، چې د بېلابېلو لوریو د بېلابېلو نظرونو او افکارو لرونکو پلویانو ترمنځ د مخالفتونو، ناندریو ان نښتو لامل نه شي، پرته له دې به راتلونکي حکومت ته داسې ستونزې راولا ړې شي، چې ان د پاشل کېدو وېره به هم له امکانه لرې نه وي.
 تدبر: دا خو حقیقت دی او په بېلابېلو رسنیو، ملي او نړیوالو ټولنو او محافلو کې هم پرې په زغرده بحث کېږي، چې ملي وحدت حکومت د مصلحت، اړتیا او مجبوریت له مخې رامنځه کېدونکی دی او پخپله د ولسمشرۍ دواړه نوماندان او مطرح شخصیتونه یې هم پوهېږي، چې په دې برخه کې ډېرې ننګونې او خنډونه پرمخ لري. دلته ده چې که ټولې ننګونې نه شي په نښه کېدای او له امله یې د راولاړېدونکو ستونزو د مخنیوي لپاره اړین تدابیر نه شي سنجول کېدای او نیول کېدای، نو لږترلږه دې هغه سترې احتمالي ستونزې او ننګونې دې په نښه او د مخنیوي لپاره یې اړین او پلي کېدونکي تدابیر ترلاس لاندې ونیول شي، چې ژر ترژره د حکومت له جوړېدو سره جوخت به راولاړېږي او حکومت له ستونزو سره مخ کوي.
کېدای شي دا ننګونې او په اړه یې نیول کېدونکي تدابیر به ډېر وي، خو دلته یې په لنډه توګه یو څو غټې بېلګې یادوو، چې راتلونکی حکومت باید ورته مخکې له مخکې چمتو اوسي په اړه یې اړین تدابیر ترلاس لاندې ولري.
لومړی: که څه هم اوسمهال دواړه ولسمشریز نوماندان د رایو د شمېرنې او تفتیش په پایله کې د ګټونکي د منلو ژمنې کوي او کړې یې دي، خو ملي او نړیوالو تجربو ښودلې ده، چې ډېری وخت بیا هم بایلونکی لوري په بېلابېلو بهانو یا هم واقعیتونو دا پایلې نه مني او پر مخالفت لاس پورې کوي، ځکه نو راتلونکی حکومت، په ځانګړي ډول راتلونکی ګټونکی ولسمشر او اړوند ټیم یې باید په لومړی ګام کې هغو غبرګونونو، پلمو او نورو راولاړېدونکو احتمالي مخالفتونو او ستونزو ته بشپړ چمتووالی ولري، چې د ګټونکي ولسمشر له اعلانېدو وروسته یې ښايي بایلونکی نوماند یا هم د هغه پلویان ورته لمن ووهي او په دې توګه پردیو لاسوهنو ته زمینه برابره او دا ستونزه لاپسې پراخه او سخته شي.
دویم: دواړه نوماندان پخپله او په بهرني ملاتړ باید سر له اوسه پر خپلو پلویانو بشپړ اغېز او واک ولري، ترڅو د ګټونکي ولسمشر تر اعلانېدو او راتلونکي حکومت تر جوړېدو وروسته ټاکلو نورمونو، ضوابطو، معیارونو او میکانیزمونو ته بشپړ احترام ولري او کلک رعایت کړي، پرته له دې به که د حکومت د لوړ پوړیو او لومړۍ قدمې چارواکو ترمنځ تفاهم او زغم هم شتون ولري، د ټیټ پوړیو چارواکو او صفوفو ترمنځ مخالفتونه به راتلونکي حکومت ته د ډېرو سرخوږیو او ستونزو لامل شي.
درېیم: ترټولو ستره ننګونه چې د راتلونکي حکومت پرمخ پرته ده، هغه پرخپلو پلویانو د چوکیو د وېش مسئله او ننګونه ده، ځکه نو راتلونکی ولسمشر او اجرايي رییس باید پر خپلو پلویانو د چوکیو د وېش په چارو کې ډېر محتاط اوسي، که په دې برخه کې د ځينو مجبوریتونو له کبله ملي مصلحت او انډول په پام کې نه شي نیولی، نو لږ ترلږه دې په دې اړه داسې کره او معیاري میکانیزم جوړ کړي، چې ټولې خواوې پرې راضي وي، پرته له دې به بیا هم حکومت ددې ناانډولۍ له اغېزو له ډېرو کړاوونو سره مخ شي.
څلورم.ملي مصلحتونه: راتلونکی حکومت باید هڅه وکړي، چې په ټولو چارو، په ځانګړي ډول د چوکیو د وېش په برخه کې ملي مصلحتونه، ارزښتونه او ګټې په پام کې ونیسي، که حکومت د ځينو مجبوریتونو له کبله یوازې د دواړو لوریو د پلویانو غوښتنو ته ځیر شي او پکې ښکېل پاتې شي، نو کېدای شي ملی مخالفتونه یې پروړاندې راولاړې شي، حکومت باید هڅه وکړي، چې سربېره ددواړو لوریو پر پلویانو، په ملي کچه هم د وړتیا او مهارت پر بنسټ پر دندو ګمارلو اصل ته پام او درناوی ولري، پرته له دي به د ملت له پراخو نیوکو او مخالفتونو سره مخ شي.
کېدای شي نورې ننګونې او ستونزې هم وي، خو اوس په همدې بسنه کوو.