د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چیری به ځو

حفیظ الله خالد 22.07.2014 17:46

  (۱) یادونه : څو ورځې مخکې مې د هیواد د وتلي شاعر او لیکوال جهانی صیب د" چیری به ځو " تر سرخط لاندې یو ښکلی نظم ولوست څرنګه چې شعرزما خوښ سو نو ما هم د جهاني صیب د شعر په ځمکه یونظمي لیکنه کړې چې ګران لوستونکي ته یی ډالئ کوم٬ د جهاني صیب شعر داسې پیل سوئ وو            

ساقي پر خپل قول پښیمان سو وایه چیري به ځو
له میو تش خُم د مغان سو وایه چیري به ځو


چیری به ځو؟ (۱)

کابل که بیا راکټ باران سو وایه چیری به ځو
که بیا نرخونه په آســمان سو وایه چیری به ځو

د بی امنیو نــه موږ راغلو په کابـــل میشته شو
د ټوپــکوالو کــه دوران سو وایه چـــیرې به ځو

دا دوه نوماند دی د وطـــن پخاطر جوړه وکړي
که چیرې دواړه سره وران سو وایه چیری به ځو

راځئ چې ټول ددی زخمي وطن درمان شو سره
که دا ټپونه  بې درمان سو وایه چیری به ځو

زه بـــه دا خپل د خټو کــــور په بنګلو ورنکړم
مګر که کور راته زندان شو وایه چیری به ځو

 دوعا کوئ چې دی وطن کی سوله اوامن راشي
د تنظیموجنګ که اعلان سو وایه چیری بـه ځــو

زه د جانان لپـاره دلـــته ورځـــی شپــې تیروم
که بی وفا راتــه جانان سو وایه چیری به ځو

خالد په تمه چې د یار د وصال شــــپه وګوري
که د وصال شپه د هجران سو وایه چیری به ځو

*   *   *
۲۰۱۴ د جولای شلمه ویانا