د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لنډه پیژنه

انجنیر سیدمحمد روحاني 22.07.2014 17:44

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا = د مسلمانانو د تباه کولو شورا
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یواځې ددي لپاره په کال ۱۹۴۶ کې د امریکا، بریتانیا، فرانسه، چین او روسیې له خوا ایجاد شوېده ترڅو د کفارو، مشرکینو،منافقینو، ملحدینو او فاسقینو د عمومي ګټو نه په سر او مال دفاع وکړي او مسلمانان د ټولې نړۍ د خپل ځان لپاره د تل لپاره غلامان، خادمان، جاسوسان او چاپړوسان جوړ کړي او بس. په حدیث شریف کې راځې: الکفر ملت واحدة) ژباړه: کفار یو ملت دی.
پس په ريښتیا چې د نړۍ ټول کفار یو ملت دی چې د تل د مسلمانو په مقابل کې جنګیږي، مګر متاسفانه د نړۍ مسلمانان کفارو داسې سره بې اتفاقه کړي دي چې یو ورور بل ورور نه مني او یوه خور بله خور نه مني. تاسو نن سبا ښه ځیر شئ چې د نړۍ ټولو کفارو په افغانستان، عراق، سوریه، فلسطین او داسې نورو اسلامي هیوادونو کې څه قسم اورونه بل کړي دي؟ مسلمانان څنګه په یو نوم او بل نوم وژني...یو مسلمان څنګه بل مسلمان وژني؟ انتحاري حملې څوک کوي؟ پس دغه مقاله به تاسو ته ځواب درکړي.

د مقالې علمي او سیاسي تحلیل:

دغه د امنیت شورا نده بلکه د لعنت(جنګ) شورا ده چې په کال ۱۹۴۶ م کې تاسیس شویده البته د ظالمانو او کفارو(امریکا، بریتانیا، فرانسه، روسیه، او چین) له خوا ترڅو هغوی وکولای شي مسلمانان په ټوله نړۍ کې مستعمره، بدنام، ناکام او له منځ څخه یوسي او یایې د کفارو، ملحدینو، مشرکینو، منافقینو په ځانګړې توګه د امریکا او اروپا غلامان، خادمان او چاپلوسان کړي او بس. که څه هم ددغې لعینې شورا موخې لاندې تش د کاغذ پرمخ لیکل شوېدي چې په لاندې ډول سره بیانیږي:
د نړیوالې سولې او امنیت خوندي ساتل
د ملتونو ترمنځ ښې اړېکې ایجادول
نړیوالې ستونزې حل کول او د بشري حقوقو ساتنه کول
په حیث د یو مرکز د ټولو ملتونو لپاره برقراریدل ترڅو په نړۍ کې تل پاته سوله، عدالت او امنیت تامین شي.
فعلآ تاسو ګورئ چې اسرائیلو په فلسطین بې رحمانه هوايي او زمیني بریدونه کوي او په دغه پاکه او مبارکه میاشت کې فلسطینان بیچاره ګان بې ګناه قتلیږي، مګر دغه د ملګرو ملتونو د لعنت، فساد او ظلم شورا چپ خوله پاته ده ترڅو مسلمانان په فلسطین کې په قتل عام وره سیږي او بس.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مهمې دندې(تش د کاغذ پرمخ) په لاندې ډول دي البته باید وویل شي چې هر کله د کفارو په ځانګړې توګه د یهودیانو او عیسویانو ګټې تر پښو لاندې کیږي نو دغه لعینه شورا لاندې دندې لري او بس:

د نړیوالې سولې او امنیت خوندي ساتل مطابق د ملګرو ملتونو د اصولو او موخو
د هرې نړیوالې ستونزې یا قضیې یا پیښې څیړل کوم چې کیدای شي د نړۍ (د کفارو، مشرکینو، ملحدینو،منافقینو او فاسقینو) لپاره یو مهم مقاومت یا خنډ شي
د نړۍ د درنو او سپکو وسلو لپاره د کترول پلان جوړه ول
د تجاوز او خطر له منځ نه وړل او دهغوی د مخنيوي لپاره لازمي وړاندیز وړاندې کول
مالي بندیزونه لګول پر هغو هیوادونو چې د امنیت شورا وړاندیزونه نه مني
له فوځي مداخلي(جنګ) کار اخیستل کوم هیوادونه چې د امنیت شورا وړاندیزونه نه مني
نوي غړي د امنیت شورا ته د وړاندیز په شکل معرفي کول
د ملګرو ملتونو لپاره یو منشي پیشنهادول
د عدالت نړیوالې محکمې ته قاضیان پیشنهادول

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه قسمه غړي لري: دایمي غړي(چې ټول قدرت او صلاحیت د هغوی په لاس کې دی) او موقتي غړي(چې هیڅ قدرت او صلاحیت نلري مګر مسؤلیتونه لري) چې د ټولو غړو هیوادونه شمیر یې ۱۵ دی چې په لاندې ډول سره تشریح کیږي:
د ملګري ملتونو د امنیت شور پنځه(۵) ا دایمي غړي عبارت دي له چین،فرانسه، روسیه، بریتانیا او امریکا نه دي او دا هغو هیوادونه دي چې څنګه یې خوښه شي نو همغه شان پلان په نړۍ کې عملي کوي د نوموړو هیوادونو نومونه په انګریزي ژبه کې په لاندې ډول دي:



Permanent members
Country
People's Republic of China

France

Russian Federation

United Kingdom

United States



د ملګرو ملتونو د امنیت شورا موقتي غړي هیوادونه(چې هیڅ قدرت او صلاحیت نلري) عبارت دي له ارجنټینا،استرالیا، چاد، چیلي، اردن، لیتوانیا، لکسمبورګ، ناجیریا، جمهوري کوریا او روندا چې د نوموړو هیوادونو نومونه په انګریزي کې په لاندې ډول ذکر کیږي:

Non-permanent members
Country
Argentina

Australia

Chad

Chile

Jordan

Lithuania

Luxembourg

Nigeria

Republic of Korea

Rwanda




پس امید دی چې د نړۍ ټول مسلمانان به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا چې د لعنت شورا ده بایکاټ(قطع تعمل) وکړي او یا د نړۍ ټول مسلمانان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي شي چې یو ټول غړي هیوادونه باید یو شان قدرت، صلاحیت او واک ولري ترڅو په نړۍ کې امن راشي او که د نړۍ ټول هیوادنه پکې غړيتوب ونلري او یو شان د خپلې رایې حق ونلري او یو شان صلاحیتونه او مسؤلیتونه، حساب ورکونه او دندې ونلري، نو دغه د کفارو شورا ده چې یواځې د کفارو، ملحدینو، فاسقینو، مشرکینو لپاره کارکوي ترڅو د نړۍ مسلمانان د خپل ځان لپار تل پاته غلامان، خادمان، جاسوسان او چاپړوسان کړي.