د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هفه زمونږ شین څراغ دی

سمع الله سپرلی 21.07.2014 19:09

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د ستر واکمن په سپیڅلی نامه چی ډیر محربانه او رحم لرونکی دی
د لیکني سریزه
هفه زمونږ شین څراغ دی
د ژوند شپی او ورځي په سخته تیریدلي خو بیا هم په ژوند کښی خوند وه خوشحالي وه مینه وه محبت وه یو له بله لاس نیول وه یوڅه ځمکه مو لرله چی د هغی په کرلو سره به دومره وکړل چی دژمی تر نیمای به مو غله ایله بس شوه او په څنګ کښی مو ورسره یو د انګورو باغ وه چی د هفه د انګورو په خرځولو به مو د کور د ضرورت وړ سودا برابروله لکه غوړي،چای،بوره ،شیرنی او داسی نور شیرني خو به مولا تر مخ یو ځنګ ته پټه کړی وه هفه هم په داسی حال کی چی که به مو له ادي جاني نه د صدق کولپ له یاده وتلی وه چی کولپ یی کړی او بوره به هم د کاچوغو په شمیر دوه کاچوغي وه چایو ته به یی را اچوله او ورسره به مو ډوډۍ په ډیره مینه خوړله یو ورځ ما خپل پلار ته وویل چی پلاره زمونږ او تاسو باروماما به دی ګیلاس ته تر نیمای ډیره بوره وراچوي ځومره خوندور به وی ځنګه ښه به خوږ وي د فکر لوړ توان مو نه لرل چی باروماما دومره بوره ځه کوي هفه ته خو داهر څه پریمانه دي خو دا زما فکراونظر وه . د ورځي به سهار په اتوبجو ښونځي ته تلم د کتابونو بکس مي هم نه وه ادی جاني مي دکتابونو لپاره یوه د چیري کڅوړه راته جوړه کړي وه او په هفي کی به مي هم کتابونه او هم یوه څکۍ او د شومبړي پتګ اچولی وه چی بیا به مي په ښونڅي که د تفریح په محال وچه ډوډۍ له شومبړي سره خوړله چي پریکړي ځای ته به تله . وروسته به په دولسو بجو د ښونځي د رخصتۍ زنګ ووهل شو او رارخصت به شوم چي یو څه به د لاري ستوماني وه او یو څه به د لمر زور وه ستړی ستومانه به وم چی کور ته به راغلم نو ادي جاني به راته ګاڼه ساتلي وه چي په ډیره ښه اشتها سره به مي وخوړه او ادي جاني به راته وویل چي زویه ویده شه چی بیا به ماسپیښین ځي او خاشي به راوړي ماسپیښین به په خاشو کي تیر شواو سهاربه د ښونځي په تګ کي وخت به وه چی خپل درسونه را مطالعه کړم شپه به شوه زمونږ شیطان څراغ به روشانه شو او دهفه رڼا ته به مي خپل درسونه مطالعه کول. کله خوبه پلار راته وویل چي زویه لیږ رڼا خو راپریږده چي خپل بچیان ووینم خو سهار به بیا وختي ځم چي بیا دوی په وښه نشم لیدلای پلار مي په سرک کار کاوه او هفه هم په پنځو کیلو غنمو چی سهار به وخته د ملا په اذان ووتل بیا به د شپي ناوخته کور ته راتلل . د شیطان څراغ دود به دومره ډیر وه چی ناړي به مو تو کړي له یوي مخي به تاویل چی د بخارۍ نل دي را پاک کړی او توري دوړي به وي چي له ناړو سره به ګډي وي . دوخت په تیریدلو سره زما پلار یوه د پنچرمیني غورفه وپیرله چي هلته به یی کار کاوه ورځي او شپي وی تیریدلي یو ورځ می پلار له ځان سره یو شین څراغ د میري له بازاره راوړ او راته یی وویل چی زویه اوس نو خپل درسونه ورته مطالعه کوه چي دا ماته د اختر دورځي نه هم ډیره د خوشحالۍ ورځ وه زه ډیر خوشحاله شوم ما به ورته د شپي له خوا خپله مطالعه کوله . یو ورځ له خپل همزولي سره ناست وم چي د څراغ بحث را منځ ته شو هفه ویل چي زما پلار شیطان څراغ لري غورځار کړل او په ځای یی یو نوی څراغ راوړل ډیره ښه رڼا لري ما ورته وویل چي زما پلار هم یو شین څراغ را نیول د هفه هم ښه رڼا ده هفه راته وویل چي نه زمونږ د څراغ رڼا ستاسو د څراغ تررڼا ډیره ده نو ما ورته وویل چي نو راځه چی شرط وتړو چي ستاسو د څراغ رڼا ډیره ده که زمونږ هغه راته وویل چی شرط ده خو په څه شي ما ورته وویل چی په لسو لسو رنګول شوي بیڼیو یا بجلو هفه وویل سمه ده شپي ته په تمه وه چی کله به تیاره شي ماښام شو چی کله د ماښام له جمعي نه خلاص شو نو د شاهد په توګه مویو بل کس هم راسره ملګری کړل او هفه ته مادا وویل چی ته به قضاوت کوي چی د چا د څراغ رڼا ډیره ده د هفه کورته لاړو او د هفه دڅراغ رڼا مو ولیدله بیا وروسته زمونږ کورته د راتګ په حال کي وه چی قضاوت کونګی وویل چي تاسو په کور کي بجلي لګولي دی ما ورته وویل چی نه هفه زمونږ شین څراغ دی
1393/04/30
کابل افغانستان