د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وصال و پیژنۍ

اجمل درمان 19.07.2014 16:42

وصال و پیژنۍ/ اجمل درمان
وايي چې د ښه ملګري موندل تل یو ستونزمن کار دی او له دې خو ستونزمن کار دا دی چې موږ په دې پوه شو چې آیا دا می ښه ملګری دی که نه؟
له نن څخه پوره څلور کاله وړاندې له داسې یو شخص سره ملګری شوم چې واقعاً د ښه ملګري ځانګړتیاوې په کې وی، صداقت، وفاداري، هوښیارتیا چالاکي او د یو ښه همکار ځانګړتیاوې يي له ورایه په څهره معلومیدې. او د ده له اخلاقو، انسانیت او ښه فکر څخه دې پایلې ته ورسېدم چې په رښتیا د یو ښه ملګري او همکار څښتن شولم.
همدارنګه دا به مبالغه نه وي چې ووایم د بریا تر ټولو مهم جز له نورو خلکو سره یو ځاي په خوښۍ او خوشحالۍ کار کول دي.
په هر حال را به شم خپل اصلي هدف ته په 1389 کال کې مې په ننګرهار همیشه بهار کې په یوه سیمه یزه راډیو کې له محمد واصل وصال سره یو ځاي شوم.
وصال د خپل ځان اړه وایی نوم مې محمد واصل او تخلص مې وصال دی که څوک رانه وپوښتي چې واصل څه مانا ورته وایم وصال او که راته ووايي چې وصال څه مانا بیا ورته وایم واصل.
نوموړی خپله تر ټولو ښه اخلاقي ځانګړنه خپله زیاته حوصیله او قناعت ښي او د ضعف نقطه (خوش باوري) او خپل تکیه کلام (په هر صورت) په ګوته کوي.
لکه څنګه چې د شاعرۍ اساس او بنسټ په مینه ولاړ دی نو هغه د ځان په اړه داسې وایی:
د مات ګلدان په شان د ګل خاورې ساتلی نشم
د تن په خاورو مې د ګل په شان ټوکیږي مینه
نوموړی په ونه جګ له رنګه غنم رنګ او د سپیڅلي زړه خاوند دی او په کال 1364 هجري لمریز د ژمې په سوړ او واورین موسم کې د ښکلي کابل جان په قلع احمد خان کې ددې فاني نړۍ په ارماني فضا کې سترګې وغړولې.
وصال د اسلام الدین زوي د شهاب الدین لمسی او د محمدالدین کړوسی دی. د نوموړي په وینا په ټبر توخي پښتون دی او اصلي پلرنی ټاټوبی يې ښکلی کندهار ولایت دی چې سلګونه کلونه وړاندې یی نیکونه د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ ته کډن شوي دي.
وصال چې کله د ژوند اووه پسرلي پوره کړل نو پلار یې د قلع احمد خان په منځني ښوونځي کې شامل کړ. نوموړي لومړی ټولګی په بریا پای ته ورساوه خو په هغه وخت کې چې کابل کې کورنۍ جګړې او انقلاب زور واخیست، تقدیر ورته نوره اجازه ورنکړه چې په خپل هیواد کې تر دولسم ټولګې زده کړې وکړي نو وصال د خپلې كورنۍ سره یو ځاي ګاونډي هيواد پاكستان ته مهاجرشو.
یوه لنډۍ ده چې وایی:
څوک په رضا له ملکه نه ځي يا ډير غريب شي يا د يار له غمه ځينه.
وصال هم په خپله خوښه نه و مسافر شوی، هغه په هیواد کې روان ناورین مسافرۍ ته اړ کړی و.
نوموړی د مهاجرت تریخ ژوند دې ته اړ کړ چې د پښتو ژبې پر ځاي په اردو ژبې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي. خو اسعتداد چې د څښتن تعالې له لوري یوه لورینه ده او په هغه چا يې پیرزو کوي چې وړتیا يې په کې ووینې نو هماغه و چې وصال یې وړتیا درلوده او د څښتن تعالی له دې نعمته هم برخمن شو. نوموړی په ډیر کم وخت کې د ټولګي اول نمره شو او خپل دا مقام او درجه یې تر لسم ټولګي وساتله.
محمد واصل وصال د 11 کلونو مهاجرت کولو وروسته خپل ګران هیواد افغانستان ته راستون شو او یوولسم او دولسم ټولګي یې د محمدي صاحبزاده په عالي لیسه کي پاي ته ورسول.
وصال د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ادبیاتو له څانګې څخه په کال 1388 کې په لومړۍ درجه فارغ شو. نوموړی لا د پوهنتون څخه فارغ شوی نه و چې د خپل هیواد دردیدلي ولس ته یې د میډیا او ژورنالیزم برخه کې خدمت ته ملا و تړله او کابو اووه – اته کاله کیږي چې په دې ډګر کې لا هم روان دی.
نوموړي د میډیا په هر چوکاټ کې خپله وړتیا ښودلې او د دې تر څنګ چې د دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیزو او تعلیمي خپرونو او پروګرامونو په جوړولو او وړاندې کولو کې ساری نه لري، د ځینو دوستانو لخوا ورته د طلایی حنجرې لرونکې ویاند لقب هم ورکړل شوی.
نوموړی په رسنیز ژوند کې د ښه کار کردګۍ او چال چلند له وجې د یو شمیر ادارو لخوا ستایل شوی او تقدیر شوی هم دی او همدا وجه ده چې په یو شمیر ادارو کې يي د مدیر په صفت دندې سرته رسولي او همدا اوس هم د شمشاد نړیوال راډیو تلویزون د نشراتو د مدیر او مسول دنده پرمخ وړي.
وصال د هیواد د دواړو ملي ژبو (پښتو او دري) تر څنګ په انګلیسي او اردو ژبو هم پوره لاس رسی لري او پرې روانې خبرې کولاي شي.
وصال ددې تر څنګ چې یو ښه ویاند دی، د شعر او ادب په برخه کې یې هم خپل مینوال په ادبي پنځونو نازولي دي او په لیکوالۍ کې يې هم ښه تاند او خوځنده قلم کارولی دی.
لکه څرنګه چې وصال په خپله وایی: ژوند د خوږو او ترخو یادیزو یوه ټولګه ده. د چاپه ژوند کې د خوږو یادیزو او د چا په ژوند کې بیا د ترخو شېبو پله درنه وي. دژوندانه دردونه اومحرومیتونه انسان دې ته اړباسي چې قلم واخلي اود خپل زړه دردونه اویادونه چې په ژبه یې چاته نشي ویلي د قلم په ژبه نوروته وړاندې کړي اوپخپلودردونواویادونوکې نورپه داسې ډول شریک کړي چې لوستونکي د لیکوال په هینداره کې ځان وګوري اوهره پېښه ورته داسې ښکاره شي چې دی داسې فکروکړي چې دی هم له همدغسوپیښواو یادیزو سره مخ شوی دی.
نو په رښتیا هم د وصال او د شعر د ښاپیرۍ تر منځ د اړیکو پلمه هم همدغه د ژوندانه دردونه او ترخې شیبې دي چې هغه یی اوس لکه د مرغلرو په څیر د ژوندون د ورځو شپو په امیل کې پيي.
د نوموړي چاپ شوي اثار عبارت دي له :
1. ستا په نوم ------------------- د لنډو کیسو ټولګه
2. رنګینې لارې ---------------- د ادبي ټوټو ټولګه
3. د مینې خزان ----------------- ناول
4. میډیا ------------------------- ژباړل شوی ناول
5. حیاناکه------------------------ ژباړل شوی ناول
6. ګوره چې هیر مې نه کړې ----- د ټولګیوالو تذکره

که څه هم زه دومره په شعر او شاعرۍ کې معلومات نه لرم خو د وصال شعرونه مې چې تر کومې لوستې دي د یو ښه شعر د ټولو ځانګړتیاوو څخه برخمن دي. په دې معنې چې خیال، انځور،تفکر،مینه، ښکلا او د پیغام رنګ یې د شاعرۍ په هر اړخ ( په غزل، څلوریزه، ټپيزه، ازاد نظم.....) کې له ورایه بریښي.
خپله ليکنه د ښاغلي وصال په يوې غزلې راټولم او هغه ته د څښتن تعالا له درباره، د لا ډیرو ادبي هلو ځلو او خدمتونو په خاطر د اوږد عمر غوښتنه کوم.



غزل
ســتا لــه درده تـــردرمـانــه کـوو ژونـد
لــه امــکانــه تــرامــکانــه کــوو ژونــد
بې جــانــانــه مـو د مینې فصل وچ شي
لـه بــارانــه تـــر بـارانــه کــوو ژونـــد
د اظـهار او د انــکـار پـــه تـمــه تــمــه
بــې منــزلـــه يــو روانــه کــوو ژونــد
ښارکې هسې هم دورځې سکون نه وي
څـومــره ګرانــه هـم اسـانـه کوو ژونـد
مونږ د دار په سر هم مینه ګڼــو ژونـد
له خپـل ځانه تـرخپل ځـانـه کـوو ژوند
دوی د زړه خبرې نه کوي وصـال تـه
مونږ له اوښـکو تر ګرېوانه کوو ژوند


په پوره پښتني مینه
اجمل درمان
کابل، دارالامان د اریانانیوز راډیو تلویزون
2014/5/13