د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غني خپله بریا په لوی لاس عبدالله ته ورکړه

اتل خان 18.07.2014 18:44


له اوږدې پړپاړې تیریږو ځکه دهیواد خلک ناخوالو ځپلي او د اوږدې لیکنې د لوستلو حوصله نه لري لکه څرنګه چې ګران لوستونکي خبر دي چې د تېرو ټاکنو پر سر  د کیري په منځګړیتوب  یو غټ جوړجاړی

رامنځ ته شو هر څوک دغې جوجاړي ته د خپلې ګټې له لیدلوري ګوري هغه اشرف غني چې په تتوني ژبه به یې ویل چې ؛مونږه د ستاسو په پاکو رایو معامله نه کوو؛ خو په رڼا ورځ یې د سیال کاندید سره پرې لویه معامله وکړه

د شرم او خندا وړ خبره خو دالته ده چې خپله غني او همدارنګه ویاندویان او کمپینران یې په ډیره بې شرمۍ د خلکو په سترګو کې خاورې ور دوړوي او وایي چې هېڅکله به ایتلافي حکومت جوړ نه کړي. د چوکیو لیوني دومره نشه شوي چې یو پلو د خارجي مطبوعاتو سره مرکې کوي چې دې تړون ته اړتیا وه تر څو هیواد وژغورل شي او بل پلوه په سپینو سترګو وایي چې معامله نه کوي دا په خپله په تکراري بڼه د افغانانو توهین دی  

خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا ریښتیا هم  دوي سره د هیواد د ژغورلو غم وو او که نه چوکیو او ډالرو ته یې تدي او بیړه وکړه. زما په اند ډاکټر غني افغانان په ځانګړي ډول پښتانه همدومره په کار وو چې ددوي په سرونو یې پښه کیښوده او خپل ځان یې د ډالرو تر بوجۍ ور ورساوه. د چوکۍ او ډالرو په نشه کې یې د سیال سره پر داسې یو تړون هوکړه وکړه چې خپلې پښې او لاسونه یې کلک وتړل شول او وبه نه شي کولی  چې د خپل جمهوري ریاست په جریان کې کومه  ازادانه پریکړه وکړي بلکې هره پریکړه به د اپوزیسیون سره په مشوره کوي  د اپوزیسیون په مشوره به د حکومت لوړپوړي کارکوونکي ټاکل کیږي او همدارنګه اپوزیسیون به هم اپوزیسیون پاتې کیږي او هم به یې غړي په حکومت کې پوره برخه اخلي د تړون مطابق ورو ورو به پارلماني نظام ته لاره هواریږي چې دا د کالونو راهیسې د عبدالله او شمالي ټلوالې د ایران او روسیې په لمسون غوښتنه کوله او کرزی رد کړي وه دا په داسې حال کې ده چې د هیواد اوسنۍ وضع دپارلماني نظام لپاره هېڅ مساعده نه ده او ددې خطر شته چې د معلم عطا په څیر زورور والیان هیواد د ویشلو خوا ته بوزي.

نوی ایتلافي حکومت کوم ته چې د نړۍ لومړی معامله ګر ملا وتړله ان  د کرزي حکومت سره چې هم یو ایتلافي حکومت  وود مقایسه کولو نه دی په دې مانا چې کرزي د ایتلافي حکومت لپاره  هیڅکله د چا سره  تړونونه امضا نه کړل خو دا غني وو چې تر کرزي یې ور واړوله او د افغانانو ارمانونه یې د خاورو سره خاورې کړل.

 

ځینې چوکي مست کسان استدلال کوي چې د هیواد د ژغورنې په خاطر دا ډول معاملې ته اړتیا وه  او د هیواد د نجات لپاره یې تر سره کړي یا خودا ډول کسان دې ته متوجې نه دي او یا خو ښه پوهیږي خو د چوکی نشې په سر اخیستي چې پنځه کال وروسته به بیا څه کیږي. دوي پر دې نه پوهیږي  چې د پنځه کالو په جریان کې به د عبدالله لنډغر څو چنده قوي او نور هم با نفوسه شي؟ د دوي لنډغرو چې د ناټو ځواکونو په موجودیت کې د ارګ د نیولو تیاریانې کولې نو پنځه کاله وروسته چې خارجې عسکر به هم موجود نه وي او عبدالله د ورکړل شوي قوت څخه نوره هم استفاده کړي وي او لکه څرنګه چې په تړون کې دي د غني سره په مشوره یې وزیران مقرر کړي وي نو معلومه خبره ده چې پنځه کاله بعد به عبدالله بې انتخاباتو ارګ ته ننوځي.

غنی که په ریښتیا سره د ارګ او د ډالرو تږی نه وای په داسې حال کې چې د غوڅ بري او اکثرو خلکو د ملاتړ څخه برخمن وو باید نړی ته ثابته کړي وای چې څوک لنډغر او څو جنګ سلار او ټوپک سلار دی. په دې کې هېڅ شک نه وو چې لنډغرو به یو څه لاس او پښې اچولی وای خو په هېڅ صورت د دوي ټیم چې د غڼې په جال سره وصل شوی وو تر ۲۰ ورځو زیات مقاومت نه شو کولای.

خو اوس چې کوم بې ځایه تړون تر سره شو دا تړون تر بل هر چا د عبدالله په ګټه دی او عبدالله کولی شي چې د خپل اوسني نفوس څخه په استفادې له دې تړون څخه اعظمي استفاده وکړي او تر راتلونکو پنځو کالونو پورې ځان داسې محکم کړي چې بیا څوک د انتخاباتو نوم هم وانخلي.

داسې انګیرل کیږي چې له انتخاباتو مخکې امریکایانو او متحدینو یې غوښتل چې په افغانستان کې یو ویشل شوي حکومت رامنځ ته کړي تر څو قوي مرکزي اداره ونه لري او په اسانه سره دوي پرې خپلې غوښتنې ومني.

همدا دوي او د دوي میډیا وه چې د عبدالله غورې او ګوتڅنډنه یې دومره غټه معرفي کړه چې ګنې هیواد به اور واخلي.

امریکایانو او غربیانو چې د کال تر پایه خپلې کمپلې ټولوي نه غوښتل چې په افغانستان کې انارشي او موازي حکومت رامنځ ته شي ځکه دې کار د دوي خلکو ته د خپلومشرانو هغه ژمنې بې اساسه ثابتولای شوې چې ګنې د دوي د عسکرو د پاتې کیدو اړتیا نوره په افغانستان کې نشته او افغانستان د دوي د قربانیو په نتیجه کې ګل ګلزار شو خو په عین حال کې لکه څنګه چې وړاندې وویل شول د یو مرکزي قوي حکومت سره جوړ نه وو

که غني د ارګ لپاره لږ صبر کړی وای بې له شکه چې بری د ده وو امریکایانو هیڅکله موازي حکومت جوړول نه غوښتل او عبدالله ته به یې اجازه وړکړي نه وای چې په داسې عمل لاس پورې کړي نو بنا غني کولای شول چې له دې موقع څخه استفاده وکړي او یو قوي مرکزي حکومت رامنځ ته کړي د کوم ارمان لپاره چې میلیونونه افغانان د سر په بیه راووتل او رایې یې وکارولې

ډیری افغانان د خپلو رایو په ورکولو پښیمانه دي او ډېرو یې خپلو د رایو کارتونو ته اورونه واچول د غني اود هغه د ټیم د چوکیو او ډالرو مینه  چې د چا په زړه وي بیا به د رایو د صندوقونو په لور څوک تګ ته زړه ښه نه کړي.


بیا به دې نوم په خوله وانخلم «««««  که د شیدو په سر پیروی شې مینه