د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کلتوری یرغل یا نوی استعمار

الحاج دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمی ) 18.07.2014 12:09

کلتور:

په پښتوکی کلتور په دری کی فرهنګ اوپه انګلیسی کی culture ،

تعریف :په مادی اومعنوی برخه کی دبشریت لاس ته راوړنوته کلتور وایی .

دهری ټولنی لاس ته راوړنی ځانګړی دی نوکلتوری غناوی هم ځانګړی وی په یوه ټولنه کی به مادی اومعنوی ښیرازی وی چی په بله ټولنه کی به نه وی دمختلفوټولنودافکارو،علمی اوصنعتی ځانګړنو برتری پر نورو کیدای شی چی دعلمی ،صنعتی اومعارف په هکله دافکارو ،نظریاتو او عملی کړنوتبادله اویاداشتونه وی .

 هغه څه چی نن په ټولنه کی ستونزی رامنځ ته کولی شی یوه هم کلتوری یرغل اویا هم فرهنګی تهاجم پر نورو کلتورونو دی .

کلتوری یرغل :

دکلتوری یرغل اوکلتورونو تبادله ترمنځ توپیر په دی کی دی چی په کلتوری یر غل کی انتخاب موجود نه وی .

کلتوری یرغل کیدای شی په دو برخووویشو:ددین اومذهب لپاره تلاش ،اوبل یی دنورو دافکاروترویج دی چی دفقر، اقتصاد ،غفلت ،وروسته والی له امله دعلمی اوصنعتی پرمختګ په بی ساری حرکت سره ولسونه او خلک ځان ته جلب وی .

نن په نړی کی دملتونو دفکری پرمختګ سره پخوانی نظامی سلطی زوړاستعمار اودمستعمراتولاس ته راوړنه دپخواپه شان په اسانه امکان پذیر نه دی چی ډیری مادی اومعنوی زیانونه لری قوی نظامی سوقیات ډیرلوړ مادی مصرف چی ملتونه ترلاسه کړی دملت خرید اسانه نه دی خو دشخص خرید اسانه اوارزانه دی .اوس نړیوال استعمار ی بڼه د پخوا په شان نه ده اوبدله شویده اوس استعمارګران اواستعماری حلقی نوی میتود اونوی استعماربڼه پر مخ بیایی چی ازاد ،خپلواک ملتونه دنوی استعمار سره دکلتوری یرغل استعمارسره کولی شی دپخوا نه ښه اوبهتر کارونه وکړی په ټولنه کی یو کس انتخابوی اوهغه دخپلوموخودپاره مادی اومعنوی تقویه کوی یعنی دسرمایداری شکل ته اړوی که څه هم ټولنه نیمه فیودالی اویاهم فیودالی وی . په زاړه نظامی مستعمراتوکی لوړ اقتصادی سرمایه ګذاری اوکم عاید لاس ته راوړنه ده  خوپه نوی شکل استعماری بڼه کی لږه سرمایه اوزیاد عاید دی چی نظامیان هم نه استعمالیږی داستعمار ګرا نو دانوی روش اوطریقه دنفوذپذیری زیاد امکانات برابروی یرغل ګران په خپلو موخوکی بریالی هم دی .

مذهبی تبلیغ ، دتکنالوژی رواج کول ،دخیریه موسسو NGOایجاد ، دسواد زده کړی امکانات برابرول دکلتوری یا فرهنګی عناوینو دسیاست تر عنوان لاندی دنوی کلتور زده کړه ،امکانات جوړول چی په دی ترتیب خپلواهدافو اوموخوته ضروراولازمی رسیږی .

که څه هم نه شوکولی پورته عناوین دانسانیت اودوستی له نظره ردکړو خو داړیکو دی تاریخچه ښودلی چی داډول پلان جوړونه ډیره دقیقه اوپر ځای ده اودکاملااسارت دوامداره زمینه جوړوی اوپه ټولوبرخوکی لکه : کلتوری اسارت ، اقتصادی اسارت ،اوسیاسی اسارت لاره جوړه ده .

نړیوال استعمار اوس په دی نتیجه رسیدلی دی چی بهترین اوښه کار دملتونو دراګیرولو دپاره دفرهنګونو راګیرول دی .

استعماری قوتونه خپلوکارونو ته دترقی نوم ورکوی اودملتونو زاړه فطری معیارونه دبیارغونی تر سیوری لاندی ځای ورکوی اوخپلی ټولی خبری اوموخی په ټولنه منی چی بی له کومی دغدغه په اینده کی مطمین اوسی .

دغه سازمانی کړنه خصوصاپه دی اخروکی دغربی نړی دتمدن معرفی ،ترویج اوتوسعه دملتونو په کلتوری اقداماتوکی تعبیرونه جوړول دادی چی دایو کلتوری ستر یرغل اونوی استعماردی .

داهوښیار عمل کولی شی یوملت اوټولنه نسبت خپل کلتورته بیګانه کړی اودنوروکلتورومطیع اوهغه ته محسوب شی .

همدااوس په هیوادکی دنوروژبو کلیمات ، خارجی لباس ، په خبروکی حرکات ،مذهبی ناتاړونه هغه څه دی چی مونږ په دی نتیجه رسوی چی دکلتوری اوفرهنګی شدید اوسخت یرغل لاندی یو دبیلګه په توګه په ځینو تلویزونی خپرونو کی غیر مروج کلیمات لکه : برګه ، دادستانی ، دانشګاه  اونور...

همدااوس مذهبی ناتاړونوته زیادلمن وهل کیږی ،لوڅ فلمونه ،لوڅ لباس دنوی لباس معرفی هغه څه دی  چی مونږیی یادونه کولی شو.

ټول هیوادونه کوښښ کوی چی رسانه یی ټول ګټی خپرونی هدایت کړی اودغربی نړی دتیزپروخپریدونکو کلتور مخه ونیسی خو په واقعت کی داکار اسانه هم نه دی ځکه مونږ نه شو کولی دیوالونه راتاوکړو اوپه دی ترتیب دنورو درسم اورواج ،ژبو ،حرکاتو ،اعمالو په مخ کی خنډ وګرځو که دهیوادتلویزونونه احیانا بند کړو دسپوږمکی پواسطه اودانترنت تکنالوژی پواسطه پروګرامونه شته ؟

زه په دی عقیده یم چی اصیل افغانی کلتور ،اسلامی منل شوی کلتور ،غیر مذهبی تعصبات،به وکړی شی دنورو کلتورونودیرغل په مخ کی خنډ وګرځی داطوفان په ډیر قوت راروان دی دهیواد منورین دژبی اوقلم خاوندان لیکوالان اوملاامامان دی غافل نه وی دخپل اصیل هویت کلتوری رغنده باید کاملا سالمه اوژوندی وساتو .

دکلتوری یرغل دمخنیوی لپاره یوه مهمه اواساسی مبارزه دکلتوری یرغل پیژندنه ده هله ددی یرغل په مقابله کی دریدلی شو ترڅو هغه وپیژنو اوپوره اطلاعات اومعلومات ولرو چی دهغی په مقابله کی نوی سلاح داستعمال په باره کی فکر وکړو اوهغه استعمال کړو صرف دایو ه نسخه ده خوکامل علاج نه دی .

داسلامی ارزښتونو په کارول په ادب اورسوم کی یوه بله نسخه ده چی وبه کړی شی دکلتوری یرغل په مخ کی یو خنډوی .

په هیواد کی دصنعتی پرمختیا سره دمصرفی کالیو تولید ،په اقتصادی اوعلمی پرمختګونو کی دتحصیل کافی امکانات ،مناسب شغل اودکارزمینه ،دکورنیو دتشکیل اسانه شرایط ، جسمی اوروحی پیاوړتیا ،دځوان نسل روزل په ملی ارزښتونوسره اقلاددی یرغل په مقابل کی به مصونیت وی .

دټولنی داصلاح جمعی تاثیر په رسانه وی خپرونو کی واضح دی دولت دی درسانو مخه ونیسی چی کلتوری ارزښتونه لکه دار نه شی ،تبلیغ اودافکاروپیژنده مهم دی .

دهنری فعالیتونو کیفی ارتقاءنه کمی ارتقا ء،دعلمی سطح رشداوارتقاء ،داسلامی ارزښتونو ساتنه دبی دینی دارزښتون دله منځه وړل ،دصوتی اوتصویری مراکزو هدایت به اقلا ددی لوی نا هنجاره تریخ کلتوری یر غل په مخ کی سد وی. انشاءالله