د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په نرخ کې بې نرخي

پوهندوی آصف بهاند 15.07.2014 19:55

په تاند ویبپاڼه کې د ۲۰۱۴ کال د جولای په څوارلسمه  نیټه د « دا د نرخ جګړه د چا ده – چی بلا یی پرته په ما ده » تر سرلیک لاندې د ښاغلي «تابع  » په قلم یوه مقاله خپره شوې ده.(۱) په دې مقاله کې  طرح شوې ستونزې، ګیلې او دردونه  د ځانګړې پاملرنې وړ دي، چې زه په دې مقاله کې ورباندې تم کیږم.
دا دی په «نرخ» کې هم  یو څوک پیدا شو چې د نرخ غږ جګ کړي. هغه څه چې نن پر «نرخ» او«نرخیانو» باندې تیریږي، یوازې خدای ته او هغو خلکو ته مالوم دي چې هلته اوسیږي. حتی زه چې نرخی یم نه یې شم درکولای. شاو درویشت کاله کیږي چې زه نرخ ته نه یم تللي چې څومره خپلو او څومره پردیو اړولی کړولی ،یوازې له لرې ورنه خبر یم او د دې ځوان د مقالې په لوستلو یو ځل بیا لاړم د نرخ کلو بانډو ته، هغه سهارنی «شیرام» مې پرمخ ولګید، لکه د «دادل» د سهار د لمانځه  پر مهال به چې لګیده، خو دا وار ته د غم څه خونړۍ منګلولې هم ورسره وې چې ستونی یې را ته ومروړه.
ښاغلي «تابع» د خپل زړه درد، د خپل ځان، پلرني کلي او محل «نرخ» په باب، د لوستونکو مخ کې ایښی دی. د ده دا غمونه او ستونزې زه په عام ډول د یوه انسان په توګه او په خاص ډول د یوه افغان او بیخي په ځانګړي ډول د یوه نرخوال په توګه لکه د ده په شان اوښايي تر ده هم ډیر درک کړم؛ خو زه داسې فکر کوم چې دا ستونزه او دا پیښ غم یوازې په میدان او نرخ پورې اړه نه لري، دا ستونزه او دا غم افغانستان شموله دی.
په ټولو هغو سیمو کې چې سواد نه شته، ښوونځی نه شته، پوهنځی نه شته، پوهه نه شته، میډیا ته لاسرسی نه شته، په هغو ځایونو کې ټوپکوال بیسواده نسل،بیسواده زلمیان په بیلابیلو نومونو ډیر ښه د جګړې دایرې ته ور ننه ایستلای شي، د قلم او کمپیوتر په ځای په لاس کې ټوپک ورکوي او په بیلابیلو نومونو یې یو د بل په مقابل کې جنګوي، چې یوه سیمه په کې د میدان د نرخ ولسوالي ده.
نرخ د افغانستان په پخواني تشکیل کې علاقه داري وه، خواوسني ادراري تشکیل کې میدان وردګو ولایت پورې اړوند یوه ولسوالي ده. میدان ښار له پلازمینې (کابل) سره دیرش کیلومتره او د میدان ښار د نرخ ولسوالۍ تر ټولو وروستۍ سیمه چې د «دادل» درې د زیارت کلا ده، څه باندې شپیته کیلومتره واټن لري.دا سیمه چې د یوه هیواد له پایتخت سره دومره نږدې پرته وي باید له ډیرو امکاناتو برخمنه سیمه وي، په داسې حال کې چې له دغو امکاناتونه دوه سلنه هم د نرخیانو په برخه نه وو او نه دي. دا ولې ؟
په داسې حال کې چې ټول میدان وردګ ولایت د امیر شیر علي خان له واکدارۍ نه بیا تر ۱۳۴۳  کال پورې د کابل په اداري تشکیل کې شمیرل کیده. له ۱۳۴۳ کال نه وروسته د افغانستان په اداري چوکاټ کې د یوه ځانګړي ولایت په توګه داخل کړای شو...(افغانستان پیژندنه،ص ۱۱۸)، (۲)
په هغې لنډه موده کې چې زه په نرخ کې استوګن وم، د خپل مور، پلار او نیکونو د کور کلي او ځای ځایګي د ښې پیژندنې په سلسله کې زه ټولو هغو سیمو ته لاړم او له نږدې مې ولیدې چې ما د خپلو خپلوانو او هم صنفیانو په مرسته کولای شول.
په عامو خلکو کې «نرخ» د ولسي قانون په مانا استعمالیږي. دا خبره د خواصو اوعوامو له خوا کارول کیږي چې:« له ښاره ووزه، له نرخه مه وزه»
په قاموسونوکې د نرخ مانا داسې ثبت شوې ده:
نرخ: (narx) نر.م. بیعه، قیمت، ولسي قانون(پښتو پښتو سیند،مشواڼی،۱۰۰۹ مخ)، (۳)
د نرخ کومه نقشه چې زه دلته لوستونکو ته په لیکنۍ بڼه وړاندې کوم ، دا زما خپل شخصي مالومات دی چې په ۱۳۵۴ کال پورې اړه لري. حتماً به اوس نوي کلي آباد شوي وي،جګړې به ډیر کلي وران او سوځولي وي.
نرخ د میدان وردګو په ولایت پورې اړوند یوه علاقه داري وه چې د میدان ښاره له «ده افغانان » نومي کلي نه په تیریدو سره لویه دښته پیل کیده او د دښتې په منځ کې یوه زړه ودانۍ وه چې د علاقدارۍ دفتر په کې و، له همدې ځای نه د نرخ سیمه پیل کیده. د لارې په شاوخوا کې لوی او واړه کلي پراته وو چې لومړی کلی یې د مړو کلا نومیده. وروسته کریم داد نومی کلی و، له کریم دادو نه په تیریدو سره ښي لاس ته سرک ګرځیدلی و،چې د دادل درې ته یې لار ایستله. له هغه وروسته د لارې پر سر  نور واړه او لوی کلي پراته وو چې تر ټولو لوی یې د ښاغلي ډاکتر وکیل کلی، عمر خیل و. د نرخ لیسې هم همدلته موقعیت درلود، ځکه چې د تولو کلو او درو په منخوۍ برخه کې یې موقعیت درلود.
بیا د نرخ څلور لویې درې وې په دې ډول:
۱ــ دادل،
ــ صد مرده،
ــ توکرک،
ــ اخچی،
 دا چې نرخ یو وخت بیخي د مرکز یعنې پلازمینې یوه برخه وه اوبیا یې د بل ولایت په چوکاټ کې کابل ته نږدې موقعیت درلود او بیا نرخ ولسوالي خو کابل ته نږدې او بیا د کابل کندهار یا کابل هرات د لويې لارې پر سر پرته سیمه وه او له دې سره سره دومره وروسته پاتې ده چې د وګړو دسواد او پوهې او دژوند سطحه یې ډیره ټیټه ده چې د قلم په ځای ټوپک ته لاس کوي. دا ځانته دلایل او عوامل لري،چې تر ټولو لوی دلیل یې بې سوادي او د ښوونځی نه شتون دی. داسې دلایل هم په کې شته دي چې د خود سانسورئ په وجه سړی د اوس له پاره هغه نه شي یادولای خو اصلي لامل به دا وي چې یو څه دبیلابیلو حکومتونو دنه پاملرنې په وجه او یو څه د دودیزو اوقبیلوي قوانینو په دایره کې د خلکو پاتې کیدل دي.
د ښاغلي «تابع» مقاله کې مطرح شوې ستونزې نیغ په نیغه د خلکو د سواد له نشتوالي او کموالي سره اړیکې لري، او ما ته د یو ښوونکي په ډول د ټول افغانستان د وګړو د سواد، ښوونځي، پوهنځي او زدکړو مساله  مهمه ده او د هغو تر څنګه د نرخ د سیمې.
زه خپله میدانی یم،نرخی یم، او له ټولو نه مهمه دا چې په نرخ کې له یوې لیسې نه چې د نرخ لیسه نومیږي فارغ شوی یم.
بله مهمه موضوع دا ده چې په هغې موده کې (۱۳۵۴) چې ما په نرخ لیسه کې دولسم ټولګي کې زدکړې کولې، په هغې موده کې د سواد او ښوونځي پورې اړوند څو خوږې او ترخې خاطرې لرم چې زه فکر کوم چې له لوستونکو سره یې د شریکولو ښه موقع همدا ده، چې د ښاغلي تابع د ګیلو او دردونو پر عرایضو باندې د تایید ښه ټاپه هم کیدای شي.
لا په هغه وخت(۱۳۵۴) کې چې ما(آصف بهاند) د نرخ په لیسه کې د دولسم ټولګي زدکړې کولې، په ټول کې د نرخ په سیمه کې په تیره «دادل» دره کې د سواد مساله یا نه وه یا داسې وه چې په نشت حساب وه. د «دادل» په دره کې د دولتي تشکیل له مخې یو لومړنی ښوونځي منل شوی و، هغه هم داسې چې ښوونځي  ودانۍ نه درلوده او چا ماشومان نه ورلیږل او ډیر ځلې به ښونکي هم نه وو. دعسې یې در واخله د نرخ په ټولو کلو او درو کې.
د ښاغلي «تابع» د مقالې په لوستلو سره ما ته د نرخ د «دادل» د کلي هغه ماشومان را په یاد شول چې ما(آصف بهاند) به د سین له غاړې د نرخ په «معصوم خیلو» کلي کې د صوفي صاحب زیارت ته نږدې د سیند پر غاړه د چنار په سیوري کې، په پسته شګه کینولي وو او د ښوونځي د نه شتون په وجه به مې پر یوې تخته ډوله تورې تیږې باندې یوازې «الف» او «ب» ورزده کوله.
ما ته د «معصوم خیلو» د کلي هغه ماشومان را په یاد شول چې په ۵۴ ۱۳کال کې ښوونځي ته دشاملیدو په خاطر ښوونکي راغلي وو، کلي په کلي ګرځیدل، ډیری خلکو خپل ماشومان ورنه پټول، نه یې غوښتل چې واړه یې ښوونځي ته ولاړ شي. لکه د افغانستان د نورو سیمو، له یوې خوا ورته ویل شوي وو چې په ښوونځي کې ګمراه کیږي، خپله عقیده له لاسه ورکوي عقیده یې متزلزله کیږي، له بلې خوا میندو پلرونو سره د روزي د پیدا کولو غم هم و. هر ماشوم باید له مشرانو سره په پوله پټي او یا نوره خوارۍ غریبۍ کې اوږه ورکړې وای. که نور هیڅ نه وو،  ماشوم به د کلي «لیربه» کیده، چې هماغه ماشوم به بیا په ځوانۍ کې یا شپني کوله او یا به یې نورې خوارۍ مزدورۍ ته مخه کوله.
زما داسې یادیږي لکه دا پرون، چې په ۵۴ ۱۳کال کې د «دادل» درې ته ښوونکي مکتب ته دماشومانو د شاملولو له پاره راغلي وو. زه په هغې ورځې له ښوونځي نه قصدآ وختي راغلم او غوښتل مې چې زما د اوښي وراره چې محمد اکبرنومیده ،اوه که اته کلن و، ښوونځي ته شامل کړم. پلار یې دومره زړه نه ورته ښه کاوه، خو ما چې د ښوونکو د راتګ واوریدل، پلار ته مې یې قناعت ورکړ او په دې مې پوه کړ چې دا هلک ډیر اوږد ژوند په مخ کې لري. پرته سواد او ښوونځی نه کیږي، باید ښوونځي ته ولاړ شي، په دې کلي کې چې د ښوونځي، اوزدکړو څومره امکانات شته، دا خو به وکړي، باقي خدای مهربانه دی. په هغه وخت کې ما ورته وویل چې د سواد زدکړه ژوند دی، سترګې یې غړیږي، ژوند به يې سم شي له مزدورۍ او مجبوریت نه به خلاص شي، له خپلې کورنۍ، له خپل کلی کور قام ولس او په پای کې له خپل وطن سره به مرسته وکړي، په ښه او بد به پوه شي. که خدای کول ډاکتر،انجینیر،... به شي که هیڅ نه و یو عادي سواد خوبه ولري چې د لیک د لوستلو جوګه وي. ګوره اوس چې څوک کوم لیک راوړي یا له بل کلي دواده یا ختم رقعه راشي، تا سو په ملا پسې منډې وهئ چې وې لولي چې څوک او څوک یې غوښتي دي او ...
چې له ښوونځي راغلم د هلک پلار په کور کې نه و، د هلک له مور نه مې وپوښتل چې ښوونکي کلي ته راغلي وو؟ هغې وویل چې و. محمد اکبر مو شامل کړ؟ ویل یې چې نه او ...
ما هلک په بیړه له لاسه ونیو او د اوله کوز کلي سره نږدې مې ښوونکي ګیر کړل او د هلک نوم مو په لست کې ولیکه. بیا چې څو شاکردان پیدا شول د ښوونځی د ودانۍ د جوړولو له پاره ، د «دادل» په ټوله دره کې څوک نه حاضریدل چې ښوونځي ته مځکه ورکړي، یعنې ورباندې خرڅه یې کړي.
د هغه وخت د مقاماتو له خوا د «دادل» درې په منځوۍ برخه کې د ښوونځی له پاره مځکه خوښه شوې وه او دا مځکه په دولسم ټولګي کې زما د یو همصنفي ملکیت وه چې ظریف نومیده.
ظریف نومی د دادل د درې د « سه قلا» نومي کلي اوسیدونکی و. په ۱۳۵۴ کال کې د نرخ په لیسه کې په دولسم ټولګي کې یې زما سره په یوه صنف کې درس وایه. د هغه وخت سر کاري هیآت ځکه د ده مځکه د ښوونځي له پاره خوښه کړې وه چې د درې په منځوۍ برخه کې یې موقعیت درلود او ده له جرګو مرکو سره سره همدا ویل چې: «زه د پلار هډوکي نه خرڅوم» ، خو د پلار د هډوکو د احترام او ساتلو تر څنګ، ځینو خلکو د ګناه په نامه نور څه هم په غوږونو کې ورته پو کول. زه او ظریف به  هره ورځ په ګډه له «دادل» نه تر عمر خیلو پورې لیسې تلو.  ښه راسره صمیمي هم و.ما به چې هر څومره د ښوونځي په باب، د وطن د اولادونو دروزلو په باب او د نوي نسل د با سواده کیدو په باب ورته وویل، مه دې سه.
دهمداسې ښوونځیو نه شتونه او د څو نسلونو د بې سواده پاتې کیدو او یو شمیر نور لاملونه دي چې د نرخ اوسیدونکي له اوسنیو ستونزو سره لاس ګریوان دي، په دښمنیو لړلي دي او د تضادونو په سوځنده ډنډ کې لاس او پښې وهي.
 ما خپله میرمن او ماشومان یو وار د ډاکتر نجیب د واکدارۍ پر مهال عمداً خپل کلي «نرخ» ته ولیږل. کله چې بیرته راغلل، ماته مې خپله میرمن وايي چې آصف جانه ستاسو خلک ولې دومره وروسته پاتې دي چې لا غوجل کې له څارویو سره شپې تیروي؟ ستاسو کلی کور خو   کابل ته نږدې هم دی، دا چې خلک په فکري لحاظ دومره ورسته پاتې دي، سواد او ښوونځی نه شته، خلک د ژوند په لومړنیواړتیاولا خبر نه دي، له ښځو سره د څارویو په شان چلن کیږي ... دا  او دا نه شته، د دې دلیل څه دی؟؟؟
 همدا پوښتنې نن زما خپل کلیوال نرخی تابع صاحب مطرح کوي چې نرخ په ویرکې ډوب دی، نرخي توب باندې خلک شرمیږي او ... د ده خپل شکایت دا دی:
«په نرخ کی ځوانان د بل چا له پاره مري، د بدیو څښتن کیږی او دا چی دا ((بل))څوک دی، دا هم نرخیان نه پیژني، خو دوی پری ځانونه ختم کړل ... نن نرخ له سیالانو وتلی، نن نرخ زخمی ،زخمی دی، کور په کور بدي ده. د نرخ له جګړې دینی علما، قومي مشران، تش په نوم جهادي مشران، پخواني حکومتي چارواکي، اوسني حکومتي چارواکي، ټول خبر دي، خو هیڅ څوک د نرخ په حال ځان نه خوا بدی کوي. ځکه نورو ته دا ویر پردی دی. زه پوهیږم چی په نرخی ټولنه کی د ریښتیا ویلو نارینه مور نه زیږوي، که کوم یو هم ناڅاپی وموندل شي، ډیر ژر یی له منځه وړي، خو زه په خټه، په وینه، په تذکره او په اصلیت کی نرخی یم. زه د خپل ولس په دې  بی ځایه وژلو، ټپي کیدلو، ورانیو، بدیو ځوریږم. زه له د باندینیو سوچه پښتنو غواړم چی د نرخ ویر د ځان وبولي او یوه داسې لاره ورته پیدا کړي چی نور زمونږ نرخیان هم وخاندی، سر اسکی وګرځي، نور د نرخ په نوم له چا څخه پرې ونه شرمیږي.» (۱)
زه چې عملا دومره له وطن نه لرې یم او کوم اجرايي ځواک هم په لاس کې نه لرم، څه نه شم کولای، که د کولو لافه ووهم، کومه عملي بڼه به نه لري، خو د قلم د ځواک په وسیله دا کولای شم چې تا سره او ستا په شان له نورو هغو سره چې د افغانستان په درد، د میدان او نرخ په درد، دردیږي، همغږی شم او دا ووایم چې: په همدې لار کې مو هڅې جاري وساتئ، ځوانان مو له جنګ جګړو راوګرځوئ، د پوهې، زدکړې او علم پر لار یې برابر کړئ او د نوي نسل روزلو ته کلکه ملا وتړئ.
زه یې په ټینګار سره بیا تکراروم: کومې بد مرغۍ او دردونه چې ښاغلي«تابع» یاد کړي دي، لومړنی لامل یې  لکه د افغانستان د نورو سیمو، په نرخ کې بیسوادي ده، دښونځيو یا نه شتون او یا کمی دی په تیره وروسته له دې چې ټوپکي مبارزې زور واخیست او اکثره نرخیان ،دښونځي په ځای د جګړې ډګرته ولیږل شول او د کتاب، قلم پر ځای په لاسونوکې بم او ټوپک ورکړل شول.
له سواد، زدکړې، ښوونځي او پوهنځي سره بې علاقه ګي یو څه په میراثي ډول له نورو نسلونو ورته پاتې ده او د دې سیمې پرخلکو د ژوند حالات داسې راغلي، یا راوړل شوي دي چې له سواد او ښوونځي نه زیات، د خیټې او د تن د جامو په فکر کې اوسي.  
له هر چا نه چې د نرخ او نرخیانو پوښتنه کوې، هماغه یوه خبره ده: جګړه، نا پوهي او مرګ ژوبله. په ۲۰۱۱ کال کې یو نرخی له اروپا نه ایران ته د خپلو خپلوانو لیدلو ته تللی و. بیرته چې راغی ورنه مې وپوښتل چې په ایران کې دې نرخیان ولیدل، ویل یې هو. د نرخ په باب یې څه ویل؟ هغه وویل چې:
«ولا څه به درته ووایم، د خولې مزه به دې بده شي. هماغه تربګلوۍ دي، وژل دي، تښتول نور هم ډیر شوي دي او...»
ما وپوښت چې د نرخ د سرک مامله څنګه شوې وه؟ د نرخ سرک خو به اوس پوخ شوي وي؟ هغه په ځواب کې راته وویل چې تر مړو پورې پوخ دی وروسته له هغه سپین ږیري او نور خلک د سرک د پخولو مخه نیسي وايي چې که سرک پوخ شي بیا امریکايي قواوې راځي. ما ورته وویل: چې کور دې یې ګډ شي، ولې داسې نه وايي چې پاکستانی یې نه پریږدي چې سرک پوخ، ښوونځی جوړ او خلک پوه شي، امریکا یی قواوې که ورځي خو کولای شي چې له هیلیکوپتر سره د هر کور د بام پر سر ور ښکته شي. هغه ویل بس نو، څه زموږ د خلکو نا پوهي او څه دپردیو لاس چې نه غواړي دا خلک ښونځی، پوهنځی، قیر سرک، بریښنا او میډیا ولري، هغو ته چې هر څومره د ښیګڼې وویل شي، نه یې مني، مه یې کوه چې د عمر تر پایه همداسې ناپوه وي چې د تش په نامه ملایانو، پردیو او جګړه مارو خبرې مني، دغه به یې حال وي.
له ۱۹۹۲ م کال نه وروسته چې زه له افغانستان نه راوتلی یم، دلته په اروپا کې مې چې میدانی نرخی لیدلی، د کلي کور او د هغه وخت وړو هلکانو او زموږ د همځولو پوښتنه مې چې ورنه کړې ده، راته ویل شوي چې:
 یا قومندان دی، یا سرګروپ دی یا مړ دی. چې هیڅ نه وي نو په بیلابیلو نومونو د کومې  ټوپکي ډلې سلاح خو لکه طوق لعنت ورله غاړه وي. د یوه مې هم وا نه وریدل چې تر کوم لوی ښار پورې یې ځان کوم پوهنتون ته رسولی وي. چې ډیره توره یې کړي وي نو ایران ته د مزدورۍ له پاره تللي وي چې د هغو تللو هم ډیره سلنه له هغې خوا د ایراني مخدراتو طوق لعنت پرغاړه راروان وي.
که دې نسل، په تیره دې اوسنیو مسلح ځوانانو سواد درلودلای، د ښوونځی او پوهنځي په چاپیریال کې ګرځیدلي وای، د علم او پوهې په مزیت او راتلونکو باندې پوهیدلای، نو اوس به یې په اوږه کې د سلاح په ځای، په ککره کې علم او پوهه درلودلای او په غاړه کې د کلاشنیکوف پر ځای به یې په خپل لاسي بکس کې لپ ټاپ ګرځولای. د پردیو د ګټو د دفاع پر ځای به یې د خپل ځان، خپلې کورنۍ، خپل کلي ښار او وطن د خلکو په باب فکر کولای، خو اوس د بیسوادۍ او ناپوهۍ په وجه، سلاح ګرځوي او د نورو د اهدافو له پاره خپله وینه تویوي.
ټول هغه دردونه چې ښاغلي تابع یاد کړي دي، دا بې نرخي ده چې له نرخ سره او د نر خ له اوسیدونکو سر ه شوې او کیږي او د دې  بې نرخي لمن اوس ټول افغانستان داسې نیولی چې هیڅ سیمه هم ورنه خلاصه نه ده، خو له نر خیانو سره دا بې نرخي د فاجعې تر سرحده شوې او کیږي.
دا ټول د بیسوادۍ او ښوونځي نه شتون و چې له تیرو ورته په میراث پاتې و او دوی په کې ښکیل شول. نرخیان یا د تنظیمي ډلو لیکو ته ولاړل اوتنظمیانو هغوی د بهرنیانونیابتي جګړو ته سوق کړل خپل کلتور، خپل عقاید، خپل کلی کور، خپل خلک او هر څه یې بر باد کړل او حتی د همدغو اسلامي ضد او وطني ضد ټوپکوالو د کړنوپه وجه اوس د ځینو خلکوعقایدو ته  د سوالیې ټکی ایښودل شوی دی.
له دې بد مرغیو د خلاصون لار د نوي نسل روزل دي، په خلکو کې د سواد، زدکړې او پوهې عامول دي، او دا وخت او کار ته اړتیا لري.
موږه افغانان هرڅه په منډه او بیړه غواړو، دا په یاد ولرئ چې له پاسنیو بلاوو نه د افغانستان د ټولو ماشومانو او نوي نسل د خلاصون لار، د سواد زدکړه، ښوونځي او پوهنځي ته تګ، له نویو علومو او فنونو سره ځان آشنا کول دي او د تمدن کاروان ته ځان رسول اوله هغه  سره منډې وهل او سیالي کول دي، او دا کار په معجزه نه کیږي. داسې نه شي کیدای چې سړی د شپې څملي، سهار ته چې راجګ شي جګړه ختمه وي، بهرنیان ورک وي، لاس مو بل چا ته نه وي غځیدلی، ټول خلک باسواده، با تعلیمه پوهنتوني وي، سرکونه پاخه وي، لوړ منزله ودانۍ وي، کانالونه او د بریښنا بندونه او ... هرڅه جوړ تیار وي او موږ لکه جنتیان په کې خوشاله ژوند وکړو.
هر څه له صفر نه پیل کیږي. د نوي نسل روزنه، سواد، ښونځی، پوهنځی او له نوي ژوند سره ځان برابرول، دا هر څه زحمت او وخت ته اړتیا لري، کنه نه نو دغه حال چې د تیرو نسلونو و، اوس زموږ له هغو نه هم خراب دی او که موږ مثت څه ونه کړو، د راتلونکو نسلونو حال به له موږ نه هم پسې خراب وي. دا په دې چې زموږ پلرونو او کلیوالو له ښونځي او تمدن سره مخالفت ښوولای و، که موږ هم د هغوی د مخالفتونو په پله باندې قدم کیږدو، نو د راتلونکو نسلونو حال به مو له موږ نه هم بد تره وي.
د زړه خوالې د دې بحث په پای کې د یوه شعر یو څو بیتونه راوړم چې زما د پاسني بحث ټول مطلب منعکسولای شي. د شعر شاعر ماته نه دی مالوم، دا زما ګناه ده. اول دې ما ښاغلی شاعر او بیا لوستونکي وبښي چې زه یې ما خذ  نه شم ښوولای، هغه هم د دې له پاره چې ما دا شعر د کوم چا د مخکتاب په کومه پاڼه کې چیرې لیدلی و، پرته له دې چې لینک یې وساتم، یاد داشت کړی مې و.
 که موږ د نوي نسل روزنې ته پام ونه کړو، هغوی به هم همداسې وي لکه موږ. دا هم شعر:

خـوب وړي اوبـــو وړي، لــکــه مـوږه
بـې تـعـلـیمه خـلک مــړي، لــکـه موږه
خـدایه نـورمو دا واړه په علم پـوه کړې
ګنې دوی به هم وي ستړي لکه مــوږه
سوي، سوي به وي سوي په ګرمۍ کې
ور په غاړه بـه وي پـړي لـکـه مــوږه

مآخذونه:
1-http://www.taand.com/archives/28165        
    ۲ــ ارشاد،اورنګزیب، افغانستان پیژندنه،دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ ل / ۲۰۰۶ م کال،۱۱۸مخ
۳ــ زاهد،مشواڼی عبدالقیوم،پښتوــ پښتو سیند، دانش خپرندویه ټولنه، دریم چاپ، ۲۰۰۹ م کال،۱۰۰۹ مخ.