د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دظاهرشاه دواکمني پرمهال دموکراسي

نجيب الله عادل 14.07.2014 12:58

انساني ټولنه فطرتاّ دازادي اوهوسايني هيله لري هر نظام چي دموکراتيکه بڼه لرلي ده نودټولني دمنلووړګرځيدلي ده پدي وروستيوکي دوخت چارواکوهم ديته پام اړولي اودولس دهوسايني لپاره ددوي دخوښي نطام پلي کولو لپاره هلي ځلي کړي چي يوددي نه دمحمد ظاهرشاه دوخت واکمني ده چه تري يادونه کوم .
پيژندنه :محمد ظاهر شاه د محمد نادر شاه ځوې په 1914 م کال کې زېږدلي دي دحبېبې لېسه او اماني لېسه کې درس ويلي پلاريي محمد نادر خان په پاريس کې د وزېر مختارپه توګه مقرر شو نودا ورسره فرانسې ته لاړ اوهلته په تحصيل بوخت شو،فرانسوي ژبه يي زده کړه ، کله چې محمد نادر خان په کابل کې بادشاه شو نو ځوي محمد ظاهر شاه يې کابل ته راوغوښته په کابل کې په نظامي زده کړو بوخت شو د پلي زده کړوفراغت نه وروسته ددفاع وزارت کفالت ورته دپلار له لورې وسپارل شو ، څه موده يې دپوهنې په وزارت کې کار وکړه دپلارد وژلو وروسته دنولسو کالو په عمر و چې دافغانستان دپادشاه په توګه وټاکل شو اوڅلوېښت کاله پادشاهي يی وکړه خارج ته ديو سفر په ترڅ کې دکاکا ځوې محمد داود خان له لورې لر ې شو.
(( عثماني) 1390 (ه ش ص ( 212 ))
دمحمدظاهرشاه دواکمنۍ پر مهال صدارتي نظامونه:
• محمد هاشم خان صدارت : محمد ظاهر شاه خپل کاکا محمد هاشم خان يې د نوي کابينې په جوړولو وګماره نوموړي په دولت دارۍ کې دمرکزي دولت په پياوړتيا باوري او جدي سړي و . دويم نړيوال جنګ پا ې ته رسېدوسره ژور بدلونونه رامينځته شو افغانستان هم دا اېجابوله چې دهيواد په اداره کې کلي بدلون مينځته راوړي دمحمدهاشم خان حکومت ديوطرفوالي او سختگېرۍ نه خلک ستړي شوي اوبدلونونه يې غوښتل دنوي شراېطوپه درک کولوسره محمد ظاهر شاه تصمېم ونيوچې د صدارت مقام د شراېطوسره هم غږۍ لرونکي سړي ته وسپاري نو دفاع وزيرشاه محمود خان چې ډير معتدل سړي ودصدارت په مقام وګماره .
شاه محمود خان صدارت : شاه محمود خان هڅه وکړه چې خلک دروښانه راتلونکي ته امېد وار کړي . لومړي ددولت نه خفه خلکو خوشحالولولپاره، يواندازه سياسي زندانېان ازاد، دموکراسي، انتخاباتو اوازادو مطبوعاتوخبرې مينځته راوړې. دظاهرشاه په وخت کي دموکراسي د شاه محمودخان په ټاکلوسره پيل کيږي بصيراحمد دولت ابادي په وينا شاه محمودته ددموکراسي دپلارلقب ورکړي شو :((ددموکراسي دپلارلقب ګټل دزړوروخلکوطرخه وه چي شاه محمودخان دداسي لقبونوسره علاقه درلودله محصلينووغوښتل چي اتحادي جوړولواجازه واخلي هغوي به په خپلونشريوکي شاه محمودخان ته ددموکراسي پلارلقب يادونه کوله.
((دولت ابادي، 1386 ه ش،ص 436 ))
دې دوره کې خلکو لومړي ځل لپاره دځينو مدني او سېاسي ازاديو خوند وڅکه ،د انجونو ښوونځي پرانستل شو، کليوال ښوونځي په کلوکې تاسېس شو،.غيردولتي جرېدو بيا فعالېت پيل کړه ، کابل پوهنتون کې پوهنځي زيات شو،سياسي ډلې اونوي سازمانونه جوړا وپه اداري سېستم کې بدلون راغي. چه ميرغلام محمد غبار يي په اړه داسي ويلي دي دنوموړي دموکراتيکومبارزونه دسياسي احزابوتشکيل اوپارلماني مبارزي وي لکه دويښوزلميانوګوند،ملي دموکرات ګوند،حزب وطن ،خلق ،حزب سري اتحاد،دکابل دمحصلينواتحاديه اوپارالماني مبارزاتو پيل .
(( شاه محمودخان په 1968م سيري اوازادي ټاکني په اومه دوره کي اعلان کړي. ((غبار،1390 ه ش،ص1 114 ))
دنوي تمدن پدېدې دافغاني ټولنې کلتوري فضا کې مينځته راغلي اما دولت ټولوبدلونونو ته هوډ نه درلود ځکه دهغوۍ د منافعو سره په ټکر کې وې د مخې نيولو په موخه يې دولت دساحې نه بهر مطبوعات بند کړه داسي څرګنده کړه چې يو مهاله پوري انتظار وباسي ترڅوځانونه دهغه شراېطو سره برابر کړي.ځنې درباريانو شاه محمود داصلاحاتو سره مخالفت درلود او هغه يې استعفا ته اړ کړه ، په عوض يې محمد داود خان صدارت ته ورسېد.
• محمد داود خان صدارت : سردار محمد داود خان په 1953 م کال کې صدراعظم شو هغې دکابينې په جوړخت کې په بې ساري ډول بدلون رامينځته کړه ، مسوي په وينا ( داود خان څلور عمده ځانګړنې لرلې :تند سياست ،پوښتونستان غوښتل اقتصادي پراختيا او حکومتي استبداد.او ديکتاتوري ) (مسوي ۵۸)د افغانستادسيد علځوان او تحصيل يافته عناصريې وګمارل دحقوقوپوهنځي فارغان دکابل ښاراطرافو مدېرېتونوته دمديرانوپه توګه او ولسواليوکي دولسوالانوپه توګه مقررکړه . اقتصادي بدلونونه څرګندشو نوي بانکونه لکه (کرهڼېزي پراختيا او پښتني بانکونو) په فعالېت پيل وکړه دبهرنۍ سرمايې قانون تدوين او دهغې مطابق سرماېه دارۍ امرېکائي، جاپاني، برتانوي، آلماني اونورو شرکتونو افغانستان کې سرماېه گذارۍ ته حاضر شو .
سيدعلي (1390)ه ش صفحه( )
ټولنيز امورو د اصلاحاتوپه لړکې ښځوته دهيواد په ټولوکارونو کي ونډه ورکول دنوموړي دکارونوڅخه وچې دامفکوره يې په قلاره تطبېق کړه ، لومړي ښځو دکابل په راډېوکې فعالېت پيل کړه ورپسې څو غيردولتي شرکتونو کې دښځېنه کارمندانوګمارلو ته اقدام وشو استقلال جشن په مراسموکې د محمد داود خان ښځې دنورولوړرتبه دولتي مامورينو دښځوپه ګډون يې ونډه واخسته .
محمد داود خان داستعفا نه وروسته محمد ظاهر شاه صدارت مقام ډاکټر عبدالظاهرته پېشنهاد کړه اما هغې ونه مانه ورو سته ېې ډاکټر محمد ېوسف وګماره د کابينې دمعرفي نه وروسته فوراً داساسي قانون په تدوين پيل وکړه . چه مير محمد صديق فرهنګ يي په اړه داسي ويلي دي .
داساسي فانون د ترتيب مراحل هم دظاهر شاه ددموکراتيک فعاليتونو څخه وچې يوه کمېټۀ يي ورته وټاکله (( سيدشمس الدين مجروح عدلي وزيردکميټي مشر،سيدقاسم اشيت دمطبوعاتووزير، ميرنجم الدين انصاري اوميرمحمد صديق فرهنګ يي ورله وګمارل .
( ( فرهنګ ، 1371 ه ش ،ص 717))
ددې کمېټې لومړۍ غونډه په 28 مارچ 1963 م عدلې وزارت کې داېره شوه .دنوي اساسي قانون دتسويد دورې ديوکال نه لږ وخت ونيودقانون اونيزه کار ګذارش به دکمېټې رئېس له لورې به صدر اعظم ته ورکول کېده. کله چې داساسي قانون مسوده بشپړه شوه حکومت ته وسپارل شوه اودبادشاه له نظره تېره شوه. بيا هم دلوې جرګې ددايرېدلو نه وړاندې يو مشورتي کمېسېون چې30 نفره غړي د مرکز او ولاېتونوڅخه درلودل دبيا غور لپاره ورته وسپارل شوه چې ددې مشورتي کمېسون رياست دشاه له لورې ډاکټر عبدالظاهردملي شوري رئېس ته وسپارل شو.
لوېه جرگې د لږو تعدېلاتونه وروسته نوي متن تصوېب او امضا کړه .ذکرشوي قانون داکتوبرپه اول 1964م کال کې دشاه له لوري توشېح او تطبېق لاندې راغي .دا په افغانستان کې دريم نوي اساسي قانون و .
په 1965 م کې دنوي قانون مطابق انتخابات وشوچې دمخکني ټاکنو سره توپير درلود زکه دنوي ټاکنو قانون ددموکراسۍ په طريقه ترتيب شوي واو ډېرو خلکو ځانونه دملي شوري لپاره کانديد کړي و، دهيواد مقننه قوه چې دوه مجلسونو ېعني د ولسي جرگې ټول غړي انتخابي و اما د مشرانو جرگي يو ثلث دپادشاه له لورې تعېېن کېدل ستونزوچې دټاکنو په وړاندي شتون درلود بيا هم دافغانستان په تاريخ کې د آزاد و انتخاباتوڅخه و .
دغه مهال ددولت په ضد مظاهرو اومخالفتونو له کبله بادشاه تصمېم ونيوچې دډاکتر يوسف ځاې بل چاته ورکړي اعلان وشوچې ډاکټر محمد ېوسف دروغتياې عذرونو له امله استعفا کړې او دهغې په عوض محمد هاشم مېوندوال .دصدراعظم په توګه انتخاب شوي چې داساسي دغه قانون د لسيزې دوېم صدراعظم ګڼل کيږي .مېوندوال صدارت د دوران سياسي کشمکشونه زيات او د ازادو جراېدو غږونه پورته شو . مخالفانو د (سې. آې. اې) سره په همکارۍ متهم کړه . د دوه کالو صدارت دمودې نه وروسته استعفا وکړه او پرځاې نور احمد اعتمادې وګمارل شو چې اساسي قانون لسيزې دريم صدراعظم و دده دصدارت موده دتېرو صدر اعظمانودمودې په پرتله زياته وه اودري نېم کلونو وغزېده .
. دويم ځل صدر اعظم لپاره وګمارل شو دغه مهال زياتو ستونزوسره مخ شو ځکه مظاهرات له سره پيل شو، شوراې ملې او سترې محکمې د حکومت په چاروکې مداخله کوله ، چې بالاخره د شورا دفشار په اثر په(16 مې 1971 مېلادې) نېټه صدر اعظم دخپلې دندې نه استعفا ورکړه اوپه پرځاې يې ډاکټر عبدالظاهر د صدر اعظم په توګه تعېن شو. هغې هم ونکړي شوچې موجوده ستونزې لرې کړي اوپه وړاندي جدي ستونزه وچکالې رامينځته شوه چې دده حکومت ېې دډېرفشار لاندې راوسته دقحطۍ اووچ کالۍ په وجه شمال غربي او شمالي صفحاتو کې په زرګونو انسانان دمينځه لاړ يا دخپلو سيمو پرېخودو ته اړشو دغه پېښې زياتره دغور او بادغېس ولاېتونو ته متوجه وې، چې حتې خلک يې اړشو چې خپلې لوڼه د ناچېزه روپو په بدل کې وپلوري. د ډاکتر عبدالظاهراقدامات ددې ستونزې دحل په لړ کې اغېزمن واقع نشو کومه بودجه چې ددې مشکلاتو لپاره ځانګړې شوې وه دڅومحدودوتنو له خوا حېف او مېل شوه. دبل لورې دهيواد امنيتي وضعه غيرمطمئن شوې وه او ډېرحوادث واقع شو ددې ستونزوپه نظر کې نيولوسره صدر اعظم ونتوانېده خبلې دندې ته دوام ورکړي نو په دسمبرمياشت 1972 مېلادې کې استعفأ ورکړه پرځاې محمد موسې شفېق دکابينې جوړولو لپاره مؤظف شو.
عثماني ،) 1390 (ه ش مخ ( ) .
ددموکراسي تمثيل
 دسياسي بنديانوخوشي کول : دسردارمحمدهاشم خان په زندان کي داماني دوري روشن فکران بنديان وو،خوکله چي شاه محمودخان صدراعظم شوهغه دغه بنديان ازاد کړل پدي بنديانوکي داسي کسان هم وچي تر(۱۵) کاله زياته موده يي په زندان کي تيره کړي وه يوله دغه بنديانوڅخه عبدالهادي داوي وچي کله له بندي خاني راويستل شو نود شورادمجلس رياست اوبياپه سفارتونوکي مقررشو.
1. دمحصلينواتحاديه : په ۱۹۴۹ کال کي چي دصدراعظم ماموريت دريم کال ودپوهنتون اتحاديه دهغوله خوا جوړه شوه پدي اتحاديه کي مشهور کسان دکابل داشرافي اوسرداري کورنيوغړي ووخويونيم دعواموغړي ورسره هم وو .
2. دازادو مطبوعاتو منځته راتګ : مطبوعاتوچه په دموکراتيکو ټولنو کي دڅلورمي قوي نوم پيداکړي ود دموکراسي مهم عنصرشميرل کيږي په افغانستان کي داعنصردسپه سالارشاه محمودخان دصدارت په پنځم کال د مطبوعاتودنوي قانون دانفاذ سره منځته راغي .لومړني ازاد مطبوعات هغه وچه دحکومتي مطبوعاتوپه اړخ کي خپريدل اوپرورځني سياسي اقتصادي فرهنګي اوددولت پرچارو به يي انتقادونه کول دازادومطبوعاتوهري جريدي ديوي سياسي ډلي دژبي حيثيت درلوده دانګار جريده چي د فيض محمد انګار په مديريت خپريده ،دويښ زلميانودډلي نشراتي ارګان و.همدارنګه دوطن جريده چي دميرغلام محمد غبار په رهبري خپريده دوطن دډلي ارګان و.دنداي خلق جريده دتوندروه متقدينوله خوا د ډاکټر محمودي په رهبري خپريده ددي په اړخ کي يوه ادبي اودمعتدل انتقاد پالونکي يوه جريده داولس په نامه وه چي دهيواد مشهور ادبي اوعلمي شخصيت ګل پاچا الفت خپروله .
3. دښارواليودقانون سالم تطبيق : صدراعظم شاه محمودخان د صدارت په دوهم کال دښاروال داصولنامي د دموکراتيک تطبيق زمينه برابره کړه دحکومت دمداخلي پرته انتخاباتو کې صادق اوکارپوهه خلک وکيلان شواوهغوبيا اصلي ښاروالان وټاکل دهيواد په پايتخت کابل کي انجنيرغلام محمد فرهاد ښاروال شوچي په عين زمان کي د بريښنا ريس هم و په المان کي تحصيل کړي و اودومره باتقواسړي و چي وروسته خلکودبابا (پلار ) نوم پري کيښود دي ښاروال دکابل عمراني څيره وربدله کړه اود ميوند ستره جاده چي دبالاحصار څخه دابن سينا ترروغتون پوري غزيدلي وه جوړه کړه همدارنګه دنادرپښتون جاده يي هم دعمراني شهکار يوه نمونه وه .په کندهارکي مشهور مبارزسړي بابا عبدالعزيزخان الکوزي ښاروال وټاکه ،کارپوه خلک دښاروالانوپه توګه منځته راغلل اوهر څوک پدي پوه شول چي د سپه سالارحکومت کارواهل کارته سپاري .
4. دملي شوراداوومي دوري ماجرا: دملي شوری په ا ړه ښاغلي محمدابراهيم عطايي په 1949 کي دداسې وای (شورا داوومي دوري انتخابات وشول چي يوه ولوله يي وپاڅوله اود محافظه کار قشر اودځوان منورقشرترمنځ يوه سخته مبارزه وه چي د ملي شورا اوومه دوره يي د نړي دپارلمانونو په توګه واړوله اوښه پياوړي شخصتونه شوراته راغلل .
) عطايي ، (1383) ه ش



اخذليکونه
1 : ا عطايي ،محمدابراهيم. ) 1383 ( ه ش دافغانستان پرمعاصرتاريخ يوه لنډه کتنه ،صفحه246) (،ميوند خپرندويه ټولنه
2 : عثماني ،عبد الرحمن.) 1390 ( ه ش تاريخ معاصر ا فغانستان ، مخ ( 122 ) انتشارات ميوند خپرندويه ټولنه
3 : موسوي ،سيدعلي. (1390) ه ش تاريخ تحليلي افغانستان مخ ( ) انتشارات ميوند
4 : غبار،ميرغلام محمد افغانستان درمسير تاريخ، 1389) ( .ه ش جلد دوم. صفحه 1141) (، انتشارات جمهوري ايران
5 : دولت ابادي بصيراحمد شناسنامه افغانستان 1387) (ه ش صفحه) (436، کتابخانه ملي ايران