زمانه
09.07.2014 12:13زمانه لــري رنګونه چاتـه ښکاري په یو رنګ
مــاتـــه پـه دې رنـــګ وتــاتــه پـه بــل رنګ
شیـن چـمـن ئې غـــوړولی نـنـداره دســــروګلـــونــو
کشـوي زړونـه دخـلــکـو بـیــا پـه دغـه رنـګ
سنبُـل، خـاټـول،ریـدی،یــاسمین ګلاب غوړیـږي
انــســان بـــه تــرې تــېــر نسي په هـیڅ رنګ
داسِحـّـري سنـــګار و ګــوره پــه څپــــوکي د زمــان
کــــشــوي ځـــان تــــه وګــــړي پــه هـــــر رنګ
پالــــونکي ئې وي ورک پـه نا پایــه سـمـنـــــدرکـي
نـــه ځــنـي را وُزي که هــر څــــو وي دی زرنګ
خـــوښه وي زمـــانه هغه چـــــي سـم نوي پخپل ځان
خـوند په آنـد کي ورکي لـوړوي ئې په دا رنګ