د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فکر او عمل جرګې مطبوعاتي اعلامیه

د فکر او عمل جرګه 06.07.2014 17:23

د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال د جوزا په ۲۴ نېټه د افغان ملت په ريښتیني بڼه حماسه و زېږوله او د ټولو ګواښونو سره سره یې درایو صندوقونو ته د میلیونونو انسانانو ښځو او نارینه وو را ووتل د ولسواکۍ بریالیتوب او د زورواکۍ شکست دی. موږ ددې سترې اتلوالی بریالیتوب د افغانستان مجاهد او مسلمان ملت ته تبریک وایو. په دې ټاکنو کې اصلي ګټونکی افغان ملت دي. موږ د افغانستان د ټولو امنیتي ارګانونو څخه مننه کوو چې د ټاکنو په ورځ یې امنیتي تدابیر نیولي وو. موږ به هیچا ته ددې اجازه ورنکړو چې د افغانستان ملت په برخلیک لوبې وکړي او یا د ټاکنو پایلې د معاملو او دسیسو قرباني کړي ؛په همدې موخه دفکراوعمل جرګه  په لاندنېو څو مادو کې خپله مطبوعاتي اعلامیه خپروي:

1.     موږ د ټاکنیزو خپلواکو کمیسیونونو څخه غواړو چې د  ۱۳۹۳ لمریز کال  د جوزا ۲۴  ټاکنو پایلې دې د سرطان په ۱۶ یعني د دوشنبي په ورځ پرته له ځنډ او خنډ څخه د قانون او د رفتارې اصولو مطابق چې دواړو محترمو نوماندانو پرې توافق کړیدی اعلان کړي.

2.     د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د درغلیو، تخطيو او اعتراضونو د اوریدلو، ثبتولو او حلولو قانوني افغاني مرجع ده کوم چې د افغانستان د ملي شورا لخوا تصویب شوي ده او له قانون څخه پورته طرحې او یا د کمیسیونونو نه پرته له نورو لارو څخه د انتخاباتي ستونزو حلولول له بحران او بې ثباتی څخه پرته نورې پایلې نلري.

3.     د ملګرو ملتونو او همدارنګه له نړیوالې ټولنې غواړو چې د انتقال د پروسې له بشپړېدو او همدارنګه د بهرني ځواکونو له وتلو سره سره د افغاني بنسټونو غښتلتیا او ملاتړډير زیات اړین دی. په مستقیم او غیر مستقیم ډول د افغاني ټاکنیزو بنسټونو او نورو بنسټونو کمزوري کول او د پرېکړو احترام نه کول د ولسواکۍ او هغو لاسته راوړنو چې د نړیوالې ټولنې او افغان ملت په ګډو قربانيو لاسته راغلي دي، په زیان ګڼو. نړیوال بنسټونه او ارګانونه نظر ورکولای شي، اما نهايي پرېکړه باید د افغانستان قانوني مراجع چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنو د شکایتونو خپلواک کمیسیون دی، د قانون مطابق ترسره کړي.

4.     موږ تکراراً د ټاکنو له خپلواک کمیسیون له مشرتابه او ټولو غړو څخه په درنښت او جدیت غوښتنه کوو چې د ټاکنو له پایلو سره سلیقوي او سیاسي چلند ونکړي، بلکې د ټاکنو د قانون او مهال ویش سره سم پایلې اعلان کړي ترڅو د ولسواکۍ پروسه پر مخ ولاړه او دولس تشویش ته د پای ټکی کېږدي. که پایلې ځنډېږي، بیا د ولس مخه نشو نیولای او د ټولو عواقبو مسوولیت به د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر غاړه وي.هر ډول ځنډ زورواکونو او مغرضو قوتونو ته فرصت ورکوي ترڅو ملي ګټې او د ټاکنو د ملي پروسه له ستونزو سره مخ کړي، ناامني زیاته او د قدرت خلا  رامنځته کړي.