د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په روسیه کې غوڅ ډېرښت افغانان د ولسي مشر اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي

په روسیه کې د مېشتو افغان هېوادپالو شورا 03.07.2014 19:40

څو ورځې وړاندې د شمالي کرغېړنې ټلوالې ملاتړې رسنۍ ((افغانستان ټکي رو)) خبر خپور کړ، چې په مسکو کې ځېنو مېشتو افغانانو په ولسمشریزو ټولټاکنو کې ((د پراخو درغلیو)) په وړاندې اعتراض وکړ. که څه هم چې په ناسته کې د ګډونوالو شمېر نه و په ډاګه شوی، خو وروسته د راټول شوو معلوماتو له مخې په دغه راټولونه کې یوازې پینځو تنو لنډغرو برخه اخیستې وه.

بیا هم په روسیه کې د افغان هېوادپالو شورا دې پېښې ته ځانګړې پاملرنه وکړه او معلومات راټولولو ته یې ملا وتړله. د لومړیو معلوماتو له مخې، یاد شوې ناسته په مسکو کې د ایران د سفارت په لارښوونه په خټه تاجیکستاني رحیم لنګري، چې په مسکو کې په رحیم پنجکېري اوڅار دی او په خټه ایراني سید عباس قریشي، چې په عباس قزلباشي پېژندل شوی دی، پر لاره اچولې وه.

د ناستې تر ټولو لومړۍ موخه په روسیه کې په مېشتو افغانانو کې ټبریزو، سیمه ییزو، ژبنیو او ګوندي کرکو ته لمن وهل وو. مخکې رحیم لنګري د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي او ځېنو ملي خائنانو په لمسون او مالي مرسته په مسکو کې ((شورای پنجشیر)) او سید عباس قریشي ((شورای شمال)) جوړې کړې وې. دغو بانډګروپونو پښتانه ننګول او د وژلو ګواښ یې ور ته کاوه، ځېنو پېغلو ته يې آن د جنسي تېري ګواښونه لېږل.

د لنډغرو په ناسته کې د افغانستان په ولسمشریزو ټولټاکنو کې د مخکښ نوماند او ولسي مشر اشرف غني احمدزي پر ټاکنډلې بې بنسټه تورونو لګول کېدل، چې هغې ((پراخې درغلۍ کړې دي)). د دې تر څنګ هېوادپلورو او دین پلورو د روژې په سپېڅلې میاشت کې افغان ولس ته اخطار ورکړ، چې که د واک واګې نرس عبدلله عبدالله او شمالي ټلوالې ته ور نه کړل شي، نو (( افغانستان را در یک پرتگاه قرار می دهد که جنگ های قومی را به دنبال خواهد داشت)). افراطي شیعه او فاشیست عباس قریشي د ښاغلي احمدزي د لومړي مرستیال سترجنرال عبدالرشید دوستم کلکه نیوکه هم وکړه او هغه یې په ټبرپالنه تورن کړ.

هېره دې نه وي، چې مخکې ټولیزو رسنیو خبر ورکړ، چې رحیم لنګري او عباس قریشي د ایران د سفارت په مالي ملاتړ د ملي خائن د مردارېدو ورځ په مسکو کې لمانځي. له دې څخه پرته پر دوی ګڼ شمېر تورونه لګول شوو، چې په په مسکو کې قومي شخړو ته لمن وهي.

د ویلو وړ ده، چې د روسیې په پلازمېنه مسکو او په ټولیزه توګه په ټوله روسیه کې۹۰ سلنه مېشت افغانان د ولسي نوماند ښاغلي احمدزي غوڅ ملاټر کوي او چمتو دي، چې تر وروستۍ سلګۍ او د ویني تر وروستي څاڅکي د خپل هېواد خپلواکي، ملي واکمتوب او مځکنۍ بشپړتیا وساتي.


په روسیه کې د مېشتو افغان هېوادپالو شورا