د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دردونه او یادونه

پوهندوی آصف بهاند 18.06.2014 14:37

او ورسره څو خبرې

«دردونه او یادونه» د شاه ولي آرین د لنډو کیسو ټولګه ده چې ډیره تازه(۲۰۱۴ــ ۱۳۹۳) له چاپه راوتلې ده. په ټولګه کې لومړی د «دسریزې په توګه څو خبرې» د لیکوال لنډ یاد داشت راغلی دی، بیا د «تقریظ او ارزونه» تر سرلیک لاندې دټولګې او د کتاب د لیکوال په باب،
دپوهنمل حاجي محمد نوزادي خبرې راوړل شوې دي.
 د آرین د لنډو کیسو دا ټولګه په داسې وخت کې له چاپه راوتلې ده چې لیکوال یې د مهاجرت په دایره کې، په پردي چاپیریال کې لکه بل هر مهاجر افغان له رنګارنګ ستونزو سره لاس ګریوان دی، خو له دغو ټولو ستونزو او نا خوالو سره سره لیکوال وتوانیده چې د خپل فکراو قلم ثمر په خپل مصرف او خپل همت چاپ کړي او په مینې سره یې د لوستونکو مخکې د یوې هنري ډالۍ په ډول کیږدي.
زه نه غواړم چې د شاه ولي آرین دلنډو کیسو د چاپ په خاطر دلته د پښتو لنډې کیسې تاریخچه له راحت زاخیلي نه تر نن پورې په مفصل ډول وڅیړم، خو دومره ویل اړین بولم چې راحت په واوره کې «څیر» ویست، د معاصرو داستاني ادبیاتو لار یې په نښه کړه، نورو لارویانو ته یې ډیوه بله کړه او نورو بیا د ده پل پسې واخست. دا «څیر» پسې پراخ شو، د لمر په ځلیدوسره واورې پسې ویلې شوې، په «څیر» کې خټې پیدا شوې او بیا پسرلنیو بارانونو شین طبیعت وزیږاوه، پښتولنډه کیسه نوره هم شنه اوښیرازه شوه،خوداسې وخت هم راغی چې زموږ په شنه بڼ باندې داور باران را وورید، داور تاو زموږ هرڅه وسوځول، ټپي یې کړل اوله هغې ډلې لنډه کیسه هم.
 دلنډو کیسو خاوندانو اودلنډو کیسو لوستونکو په رڼو ورته کتل چې زموږ لنډې کیسې هم لکه دادب او هنر نور صنفونه ټپي شوې، دجګړې لوګواو وینویې سترګې او دماغ ورزهرجن کړ او...،
خو د داستاني ادبیاتو لیکوالو،لارویانو او بڼوالو په هر حالت کې لنډه کیسه  یوازې پرې نه ښوده، په هر ډول چې وه، دوی ورسره مل و او هر کله به چې یې لږ سا اخیسته ،نو نازوله به یې او نوره سا به یې هم ورکوله.
په دې لاره کې یې ناخوالې ګاللې، خو لنډه کیسه به له لاسه نیولې وه، ترڅویې چې دجګړې په اورونو او دودونو کې نوې بڼه ورکړه او نوې سا یې ورکړه. نوې کیسې ولیکل شوې او نوې داستاني ټولګې د چاپ ډګر ته راووتې، چې یوه  هم د شاه ولي آرین «دردونه او یادونه» نومې ټولګه ده.
د اوسني وخت دلنډو کیسو لیکوال باید داوسنۍ ټولنې او په هغې کې دشته ښکلاوو، رنخونو او واقعیتونو ریښتینی انځورګر وي. د اوسنۍ زمانې کیسه لیکونکی باید د خپلو تجربو په رڼا کې اوسني واقعیتونه په هنرمندانه ډول عکاسي کړي، د خپلو تجربو مالګه، مرچ و مساله ورباندې ودوړوي اوبیا یې دنوي زمانې نوي خاوند، یعنې نوي نسل ځوان لوستونکي ته له نویوطرحو، نویو وړاندیزونو او د حل لارښودلو له کونجي سره یو ځای په مخ کې ورته کیږدي.
د اوسني وخت د کیسه لیکوالو کیسې باید په کومو تورو او په کومو جملو سره، کومه منځپانګه او کوم پیغام او کوم فکر سره د لوستونکو دسترګو نندارې ته وړاندې شي.او دا دلیکوال دنده ده چې دا کار څه ډول تر سره کړي.دا دی ښاغلي شاه ولي آرین په خپلو لنډو کیسو کې توانیدلی دی چې په مهارت سره دا دنده تر سره کړي او د دې ټولګې په خپرولو سره لوستونکي ته خپل پیغام په هنرمندانه ډول ولیږدوي.
ده په دې ټولګه(دردونه او یادونه) کې د اوس له پاره دغورچاڼ په ډول لس کیسې غوره کړي دي. ټول هغه شیان چې په دې کیسو کې راغلي دي، هغه لیکوال په خپل چاپیریال کې لیدلي دي ،احساس کړي یې دي، بیا یې په خپل هنري احساس او ذوق رنګولي دي، وروسته له هغه یې لوستونکو ته وړاندې کړې دي.
په افغانستان کې د بدلونونو او ورسره د رامنځ ته شوو نا خوالو په اثر ټول خلک متاثره شوي دي او له هغې ډلې نه قلموال هم. د قلموالو له پاره د مرګ ژوبلې او بې ځایه کیدو تر څنګه یو ستره ستونزه د دوی د یاد داشتونو، څیړنیزو کارونو، شعرونو، لیکل شوو لنډوکیسو او... له منځه تلل، غلا کیدل، سوځیدل، په عمدي یا غیر عمدي ډول له منځه وړل او پو پنا کیدل دي.
د شاه ولي آرین د ژوند پاڼې په لوستلو سره هر څوک پوهیږي چې ده به د شپیتمې لسیزه په دویمه نیمايي کې په کابل کې ډیر څه لیکلي او خپاره کړي وي، خو په وطن کې درنګارنګ حالاتو د راتګ په وجه به یې ځینې برخې له لاسه وتلې وي. اوس یې کوم څه چې په اختیار کې وو، د هغو له ډلې نه یې دا غور چاڼ برابر کړی دی. څوک چې آرین له نږدې پیژني هغه په دې پوهیږي چې دی په داسې سیاسي، ټولنیز، فرهنګي چاپیریال کې پاتې شوی دی چې هره شیبه یې د ده له پاره یوه سوژه وه. دی د کلی بچی دی او دښار ژڼی، لوړې زدکړې لري، په ادبیاتو، اداره او سیاست باندې ښه پوهیږي او له ټولو نه مهمه دا چې خپله ټولنه ښه پیژني او درکولای یې شي. او دا هر څه په دقیقه توګه د ده په همدې کیسو کې لیدل کیږي.
که د آرین کیسې په انتقادي سترګه ولوستل شي، پرته له شکه چې نیمګړتیاوې به لري، خو دی د کلي سوژې او د کلي کیسې، د کلي په ژبه په هنرمندانه ډول انځوروي. آرین په «برګه غوا» کې داسې پیام لیږدوی چې د ټول عمر له پاره ځان له نابللو میلمنو نه خلاصوي او دنابللو میلمنو ناوړه دود داسې رټي چې باید نور نو ټولنه او خلک ورنه خلاص شي.
دغه راز په «وال» نومې لنډه کیسه کې د اداري فساد جرړې په ماهرانه، خو په ساده ژبه داسې بیانوي چې هر لوستونکی ښه ورباندې پوهیږي. دغسې یې نورې کیسې هم د ټولنیزو دردونو او واقعیتونو د ښکاره کولو ښه هنداره ګڼلای شو.
د آرین د لنډو کیسو منځپانګه هماغه تکراري منځپانګه ده، خو ځانګړتیا یې دا ده چې کله، کله لوستونکو ته داسې پیغامونه په کې ایښودل شوي دي چې په هغو کې انساني مینه له ورایه ښکاري. له بیوزلي انسان سره خوا خوږي او د هغه له حقوقو نه دفاع، په ماهرانه ډول په کې انځور شوې ده، چې ښه مثال یې «عُشر» نومې لنډه کیسه ګڼلای شو.
ملک، ملا، ټوپکوال، زمیندار، حاکم، قومندان او... ظالم ښودل، دا کومه نوې خبره نه ده چې د آرین په کیسوکې لکه د نورو کیسه لیکوالو انځور شوي دي، خو دآرین کیسې نوې خبرې هم له ځانه سره لري. د ده په کیسو کې له طبیعت سره مینه، انسان او نورو ژوندیو موجوداتو ته ضرر نه رسول او داسې نور، چې غوره نمونه یې په «نه هیریدونکي یادونه» نومې لنډه کیسه کې تر سترګو کیدای شي.
د آرین د لنډوکیسو ټول کرکترونه له عیني ژوندانه نه خوښ شوي، عیني موجودیت لري او له هغو سره یې اړوند ټولنیزې ستونزې بیان کړې دي.
جګړې زموږ د ژوند پر هر اړخ باندې سیوری غوړولی دی. لیکوال دننه په وطن کې یا د باندې له وطن څخه، غواړي یو څه ولیکي، یوه ستونزه باندې خبرې وکړي، یوه غوټه پرانیزي ،حقیقت بیان کړي او ... خو زموږ دغه ګډ وډ فکرونه، له جګړې رازیږیدلی حالت او پرټولنه او خلکو باندې پرته خپسه د دې سبب شوې چې کیسه لیکوال خپل لوستونکی سم نه پیژني او د هغو غوښتنې هم نه شي درکولای، چې دا خپله د کیسه لیکنې په کار کې لویه ستونزه ده. ددغو دلایلو پربنا موږ لیکوال ته نه شو ویلای چې دا وکړه دا مه کړه.
 ښايي خپله آرین هم له ما سره په دې کې همغږی وي چې که دغه ټولګه د لنډو کیسو د اصولو په تله کې وتلل شي، په تول کې به پوره نه وي؛ خو دا یو عیني واقعیت دی چې دا کیسې د آرین د طرز تفکر او احساس ښه ترجماني کولای شي.
اوس په عام ډول په پښتو داستاني ادبیاتوکې او په ځانګړي ډول په پردي چاپیریال کې د کیسه لیکوالو ټولنیز موقعیت، خصوصاً رواني حالت بیخي بل ډول دی او هغه هیلې چې په خپله ټولنه او خپل چاپیریال کې له لیکوال څخه کیږي، په پردي چاپیریال کې نه شي ورنه کیدای. ځکه چې د دوی امکانات، اړیکې، له ټولنې، پيښو او خلکو نه د دوی اخیستنه او بیا هغه د لنډې کیسې په چوکاټ کې ځایول، دا هر څه په افغانستان کې د ننه شرایطو سره مغایرت لري.
زه د اوس له پاره په همدې بسنه کوم چې لیکوال ته باید مثبته لارښوونه وشي، ښه مصلحت ورسره وشي، داسې څه ورته ونه ویل شي چې هغه دې د فرهنګ په خزان وهلي بڼ کې نور هم ژیړ کړي او ويې رژوي.
ښاغلي آرین ما هرکله هڅولی دی چې په لومړي ګام کې خپل تخلیقي آثر راټول او چاپ ته وسپاري. دا دی له نیکه مرغه په لومړي ګام کې د ده د لنډو کیسو دا غور چاڼ(دردونه او یادونه) له چاپه راووت چې زه یې په پښتو داستاني ادب کې یوه ښه اضافه ګڼم.
زه په لومړي ګام کې ده ته بیا دپښتو ادب ټولو مینه والو ته د دې ارزښتمن اثر د چاپ مبارکي وایم، د لوستلو سپارښتنه یې کوم اوهیله لرم چې ښاغلی آرین قلم را واخلي، نوي کیسې تخلیق کړي او د خپلو نورو تخلیق کړو آثارواوتحقیقي – سیاسي مقالو چاپ باندې هم فکر وکړي.
دا هم دلیکوال لنډه پیژندنه چې دکتاب په پشتۍ کې راوړل شوې ده: