د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسيمه ائيزاقتصادي پیوستون پړاونه

فضل ربي شیرزاد 02.06.2014 21:21

سیمه اییز اقتصادي پیوستونونه بیلابیلې بڼې لري او له بیلابیلو پړاونو څخه تیریږي چې هر پړاو او هره بڼه یې خپلې ځانګړنې لري. د سیمه اییز پیوستون عمده پړاونه عبارت دي له :

۱. دامتيازي تجارت تړون Preferred Trade Agreement

۲.دازادتجارت سيمه Free Trade Area

۳.ګمركي اتحاديه Customs Union

۴.ګډبازار Common Market

۵.اقتصادي اتحاديه Economic Union

۶.سياسي اتحاديه Political Union

۱ . امتيازي تجارت تړون Preferred Trade Agreement
د سیمه اییز اقتصادي پیوستون ترټولوكمزورى شكل د امتیازي تجارت تړون نومیږي. ددغه تړون پر بنسټ په یوه سیمه کې دغړوهيوادونوترمنځ په يوياڅوكټګورۍ اجناسوباندې تعرفې كميږي خوپه پوره ډول سره تعرفې له منځه نه ځي په داسې حال كې چې په نورواجناسوباندې لوړې تعرفې پخپل ځای پاتې كيږي.
يانې دځينوهيوادونوپه نسبت دځينونوروسره امتيازي اوتبعيضي چلندكيږي.
بايدپه يادولروچې دغه ډول تړون دنړيوال سوداګريزسازمان (WTO) دغړوترمنځ مجازنه دى ځكه د WTO هرغړى مكلف دى چې دنوموړي سازمان بل هر غړى سره د((ترټولودوست هيواد))ياMost Favored Nation په توګه چلند وكړي .
دMSFN تراصل لاندې هيوادونوپه دې مكلف دي چې دWTO دنوروغړوپروړاندې به له تبعيض څخه كارنه اخلي .دبيلګې په توګه كه دبايسكل په وارداتوديوهيوادټيټه تعرفه ۵% وي نونوموړى هيوادبايددWTO دټولوغړوهيوادونوڅخه دبايسكل په واردولو۵% تعرفه وضع كړي .دځينې هيوادونو په وړاندې تبعيضي ياترجيحي رويه مجازنده .خويوهيوادحق لري چې دهغوهيوادونوڅخه پروارداتوچې دWTO غړي ندي لوړې تعرفې وضع كړي .

دويم پړاو : دازاد تجارت سيمه Free Trade Area (FTA)
كه چيرې دوه ياڅوهيوادونه پداسې ډول سره تړون وكړي چې پخپل منځ كې تعرفې په بشپړ ډول سره لغوه كړي خوهرهيواد داحق دځان لپاره خوندي وساتي چې دنورې نړۍ څخه پروارداتوبه دتعرفې په لگولوكې ازادلاس ولري نوويل كيږي چې دازادتجارت سيمه رامنځته شوې ده .
ددغه تړون غوره بيلگه دشمالي امريكادازادتجارت سيمه (NAFTA) ده .
د(NAFTA) دتړون پر بنسټ دامريكادمتحده ايالاتو اومكسيكوترمنځ دبيلګې په توګه دموټروپرواردولوتعرفې صفرته رسيدلي خومكسيكوكولاى شي چې ددريم هيوادلكه جاپان څخه دموټرپرواردولولوړې تعرفې وضع كړي .

ددې پخاطرچې دازادتجارت په سيمه كې تجارت په منظم ډول سره پرمخ ولاړشي نوغړي هيوادونه بايد دټولوهغه اجناسولپاره چې دنورې نړۍ څخه نوموړې سيمې ته داخليږي دمنشا قوانين يا Rules of origin وضع كړي .
هغه اجناس چې دازادتجارت په سيمه كې توليديږي اوپه تړون كې ورڅخه يادونه شوې وي بايدپه ازادانه ډول اوپرته له تعرفې څخه له سرحداتوڅخه تيرشي .
خودمنشا دقوانينوپه اساس بايدثابته شي چې نوموړي اجناس په صادرونكې هيوادكې توليد شوي اوله يوه دريمې هيوادڅخه چې دنوموړي تړون غړى ندى،ندي صادرشوي .
دمنشا دقوانينودنه موجوديت په صورت كې هغه هيوادونه چې دنوموړي تجارتي سيمې غړي ندي كولاى شي چې دهغه هيوادله لارې چې ترټولوكمه تعرفه لري دازادتجارت دسيمې ماركيټ ته په مؤثرډول سره داخل اودنوموړې سيمې له امتيازاتوڅخه برخمن شي نوپه همدې بنسټ دازادتجارت سيمه عموما دوه لويې ستونزې لري چې يوه يې دډيروزياتواصولواوقوانينوجوړول اوبله يې هم دسرحداتوټينگه ساتنه ده چې دلوړو لګښتونو ايجاب كوي .