د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالله عبدالله په پټو سترګو معاهدي لاسلیکوي

خان ولي کامران 27.05.2014 11:05

په افغانستان کې د طالبانو د واکمني له ړنګیدو وروسته نړیوالو او په ځانګړې توګه لودېځو زبر ځواکو هېوادونو چې په سر کې د امریکا متحده ایالات راځی افغانستان ته مخه کړه او په دغه هېواد کې د نړیوال تروریزم پر ضد جګړه پیل کړه چې د دوی په وینا ځالي یې په افغانستان کې وي، که څه هم په لومړی سر کې هم ددغه نړیوالو زبرځواکونو سره د شمال ایتلاف مخکښو هریو محمد قسیم فهیم، یونس قانوني او عبدالله عبدالله معاهدی او تړونونه وکړل چې له امله یې په افغاني ټولنه باندې د کوچنیو بمونو ترڅنګ د لویو لویو بمونو د را پریوتو غوښتنه وکړه خو ډېر ژر حالاتو بدلون وکړ او د طالبانو واکمني نسکوره او پر ځای یې د ولسمشر حامد کرزی په مشرۍ یوه موقته اداره رامنځ ته شوه چې اصلی واک د شمال ایتلاف د همدغو یادو څېرو سره په انحصار کې پاتې شوو یو یې دفاع وزارت ونیوه، بل یې داخله وزارت ونیوه او دریم یې د بهرنیو چارو وزارت ونیوه چې اوس مهال له خلکو څخه د رایو غوښتوونکي هم دی، دغو ښاغلو له هماغه وخت راهیسی هم په افغان ولس ترحم ندی کړی بلکی څومره یې چې وس بر شوی پر افغان ولس یې خپلي د زور میچني چلولی دي د بیلګي په توګه عبدالله عبدالله چې کله د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دنده پرغاړه لرله په دغه وزارت کې ټول د یوې سېمي خلک پردندو وګومارل حتي عادي موټر چلوونکې هم پکې د سفارت دنده ترسره کړه او له نړیوالو ځواکونو سره د شپني عملیاتو تړون لاسلیک کړ چې له کبله یې نړیوال ځواکونه کولای شي د شپی لخوا په ناببره توګه د خلکو پر کورونو ور وخیژی او په درانه خوب ویده افغانان چې ښځي او ماشومان پکې هم شامل دي شهیدان کړي چې ددغو پېښو ټول افغانان شاهدان هم دي.
که څه هم عبدالله ددغه تړون د لاسلیک پړه پر ولسمشر حامد کرزی اچوله چې هغه د ادارې په راز کې وو خو که لږ یې هم په زړونو کې د ترحم فکر درلوده نو داسی تړون به یې نه لاسلیک کولو، که څه هم ولسمشر حامد کرزي ددغو خلکو په انحصار کې راګیر وو او ددوي له مشورې پرته هیڅ کار نشو کولای خو بیا هم ډېرې تېروتنې ترسره کړي چې تاریخ به یې راتلوونکو نسلونو ته په ډاګه کړي او د کرزي په اړه ویل کېږي چې زیاتره معاهدي او تړونونه یې هم له لوستو پرته لاسلیک کړي دي چې هيڅ یې د خپل ولس ښیګڼي په نظر کې نه دې نیولی چې زه نه غواړم د کرزی په فساد ککړه اداره باندې تمرکز وکړم بلکی غواړم د هېواد په اوسنیو تاریخي شرایطو کې چې هېواد مو یو بل تاریخي پړاو ته داخليږي نظر ورکړم ځکه نظر ورکول مې حق دي ترڅو ولس ته وښیو چې څوک د افغانستان او خلکو په ګټه دی ځکه د ډاکټر عبدالله او د ډاکټر اشرف غني له منځه به یو تن د افغانستان راتلوونکي سرنوشت د پنځو کلونو لپاره په غاړه اخلي چې افغان ولس باید په دغو حساسو شرایطو کې د رایو د کارولو پرمهال ډېر له دقت څخه کار واخلي ترڅو خپل وجدان ته ملامته نه اوسي او داسي کس ته رایه ورکړي چې هغه د افغانستان د پرمختګ سبب وګرځي.
ډاکټرعبدالله: ډاکټر عبدالله په نویمو لسیزو کې په تنظیمي جنګونو کې برخه اخېستي چې له امله یې د کابل ښار وران شو او تر اوسه پورې موږ د ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرو کړنو او دندو پرمهال داسی کوم کار نه دي لیدلی چې هغه د یو موټي افغانستان د یوالی سبب وګرځی، بلکی عبدالله عبدالله تل په افغانستان کې د داسی نظامونو ننګه کړی چې هغه ددې پر ځای چې افغانستان د یوالی خواته بوځي بلکی د ټوټه کیدو خواته وړي نو همدا اوس هم دده د ټاکنیزو مبارزو پرمهال خپله دې او پلویان یې داسی خبری کوي چې افغانستان د بربادۍ خواته په لوی لاس ټیل وهي، له تیرو دوه درې ورځو راهېسي په ټولنیزه میډیا کې داسي خبرونه هم خپاره شول چې ګواکي عبدالله له پاکستان سره د افغانستان پر اوبو د یو داسی بند هرکلی کړي چې له امله یې پاکستان کولای شي د افغانستان په اوبو کې ځانونه شریک وبولي او افغانستان به په راتلوونکي کې ونشی کړای چې ددغو اوبو څخه د افغانستان په بډاینه او پرمختګ کې کار واخلي، همدا ډول د ایران سره هم ورته هوکړو ته شاید رسیدلي او یا ورسېږي چې له کبله به یې افغان ولس په ویر کې وي او ګټي به ایران او پاکستان ته رسي او دې به یوازې په دې خوشاله وې چې د افغانستان د ریس جمهور نوم ورپورې تړلي دی نو خدای مکړه که عبدالله عبدالله د افغانستان راتلوونکي سرنوشت په غاړه واخلي نو ددې ویره شته چې له بهرنیانو سره د تېر په څېر په پټو سترګو داسي نور تړونونه هم لاسلیک کړي چې له کبله به یې افغانان په کلونو کلونو نور هم وزورېږي.
ډاکټر اشرف غني: ډاکټر اشرف غني که څه هم خپله یو عالم او یو ایډیال شخصیت لري خو د شااوخوا ټیم څخه دومره تمه یې نه کېږي لکه څومره چې موږ ورته هیلي لرو خو بیا هم دده په وجود کې په افغانستان کې د قومونو ترمنځ شاید د یووالي هڅه ترسره شي او هم له نړیوالو او ګاونډیو سره د تړونونو د لاسلیک پرمهال شاید یو څه دقت او له پاملرنې څخه کار واخلي ځکه نوموړی تل په خپلو خبرو او برنامو کې د هېواد د پرمختګ او ښې راتلوونکې په اړه نظرونه وړاندي کړي او تر یو بریده پورې شاید عملي هم کړي خو که خدای مکړه دغه چانس موږ له لاسه ورکړو نو هغه د پښتو متل دی چې له باران څخه به مو شپه ناوي ته وړي وي خو که موږ لږ وېښ شو او په ټاکنو کې ګډون ته خپله او هم خلک وهڅوو نو افغانستان به له بحرانه وژغورل شي ګني لس کاله به نور هم په جنګونو ، کړاونو کې شپی ورځي تېروو چې ګناه به یې زموږ او تاسو وي ځکه په لوی لاس به مو د افغانستان د بربادۍ زمینه ورته برابره کړي وي.