د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیمه اییز اقتصادي انضمام

فضل ربي شیرزاد 29.04.2014 13:26

 سریزه
په نړۍ كې دتجارت دازادۍ لپاره دوه ډوله هلې ځلې روانې دي كه له يوې خوادسوداگرۍ دنړيوال سازمان له لارې هڅه كيږي ترڅودهيوادونوترمنځ تجارتي خنډونه لكه تعرفې اومقداري محدوديت له مينځه ولاړشي نوله بلې خوادسيموپه كچه سوداگريزبلاكونه رامينځته كيږي  چې دسيمه ائيزوتړونونو له لارې دتجارت دازادۍ لپاره زيارباسي اوهلې ځلې كوي.
كه څه هم دسيمې په كچه دسوداگريزو تړونونو له لارې دتجارت ازادي اودسوداگرۍ نړيوال سازمان له لارې  د سوداګرۍ ازادي سره ډېر توپير لري.سيمه ائيزتړونونه په دې تركيزكوي چې يوهيواد ديوكوچنۍ ډلې هيوادونوپروړاندې تجارتي خنډونه له مينځه يوسي چې په همدې اساس دنورې نړۍ سره دتبعيضي چلندڅخه كاراخلي .ولې ددې پرخلاف دسوداگرۍ نړيوال سازمان WTO هڅه كوي ترڅودټولونږدې ۱۴۸ غړوهيوادونوترمنځ تجارت په غيرتبعيضي توگه سره ازادكړي اودنړۍ په كچه دتجارت په وړاندې هرډول خنډله منځه يوسي.
دسوداگرۍ په برخه كې دسيمه ائيزوتړونونوشمېرمخ په زياتيدودى دنړۍ هرهيوادلږترلږه ديوسوداگريزبلاك غړى دى .
اوسمهال په نړۍ كې نږدې ۲۰۰ سوداگريزبلاكونه فعاليت كوي خوله بده مرغه په وروستيوڅولسيزوكې ډيرشمېرسوداګريزبلاكونه له ناكامۍ سره مخ شول چې زياترويې په پرمختيايي هيوادونوكې فعاليت كاوه .
 د یادونې وړ ده چې ما دغه موضوع د لیسانس د درجې د اخیستلو لپاره لیکلی چې غواړم ځینې برخه یې له لوستونکو سره دلته شریکې کړم.
دسیمه اییز اقتصادي انضمام مفهوم او پیژندنه :
داقتصادپه علم كې دډيرواصطلاحاتوپه اړه دتعريف نه شتون ستونزه نه ده مگردهغې پرځاى دپريمانه خويوله بل سره دمتناقضو تعريفونوشتون يوه ستره ستونزه گڼل كيږي .
ددې عمده لامل كيداى شي داوي چې اقتصاديوټولنيزعلم دى اوهربرخه يې دبې شميره ټولنيزو،محيطي،طبيعي اوكلتوري فكتورونوتراغيزې لاندې قرارلري چې پريووخت ددغوټولوفكتورونوتشخيصول اودهغوى داغيزوپېژندل يوستونزمن خوديوې موضوع دتعريفولولپاره اړين كاردى آن تردې چې پخپله داقتصاددعلم لپاره يوداسې تعريف نه دې وړاندې شوې چې ټول پوهان دهغې په اړه په یوه خوله وي.
داچې انضمام هم يوه اقتصادي موضوع ده نوداقتصاد دنوروموضوعگانوپه څېردعين ستونزې سره مخ ده دانضمام لپاره بيلابيل تعريفونه وړاندې شوي چې ځينې يې ډيرپراخه اوځينې نوريې بیا ډیر محدود مفهوم افاده کوي.
دداسې یوتعریف پیداکول چې ټولو پوهانو ته دمنلووړوي خورا ستونزمن اوآن داچې ناشونې دې.  نو په همدې اساس زمونږ هڅه داده ترڅو دانضمام په اړه دبیلابیلوڅيړونكوتعریفونه ذکراودهغې څخه مهم ټکي راوباسو:
د سیمه اییز اقتصادي انضمام تعریف :
 په یوه جغرافیایي سیمه کې د یو ګروپ هیوادونو ترمینځ هغه تړون ته ویل کیږي چې موخه یې داجناسو، خدماتو او دتولید دعواملو دآزادانه انتقال په لاره کې دتعرفوي او غیر تعرفوي خنډونو راکمول او په پای کې دهغوی له مینځه وړل وي.
یا په بل عبارت
 سیمه اییز اقتصادي انضمام هغو ترتیباتو ته ویل کیږي چې دهغې په ترڅ کې دیوې سیمې هیوادونه هوکړه کوي ترڅو خپله سوداګري، مالي او/یا پولي پالیسۍ سره همغږې کړي .
اویا په پراخه مفهوم سره:
سيمه ائيزانضمام دموقعيت په اساس په يوه معلومه جغرافيوي سیمه كې ددولتونوداتحاديې څخه عبارت دي چې موخه يې دغړي هيوادونوخونديتوب اوترقي وي داسې يوه اتحاديه چې مناسبات يې ديوتړون په اساس تنظيم شوي وي .
Professor André Sapir وایی:
انضمام یوه تدریجي او وازه پروسه ده چې دښکاره او واضحو موخو  په تعقیبولو سره  د غړو هیوادونو ترمینځ تبعیضي پالیسۍ او دسوداګرۍ پر وړاندې نور خنډونه په بشپړه توګه له مینځه ځي.
دسیمه اییزانضمام په اړه ځینې مهم ټکي:
دانضمام اصطلاح کیدای شي د پروسې اوياهم دحالت(State) مفهوم افاده كړي چې دنوموړي پروسې په پایله كې رامنځته شوی خو دانه څرګندوي آياانضمام  دپروسې وروستۍ نقطې(Terminal Point)  اوكه كومې منځنۍ نقطې ته اشاره كوي خو كيداى شي لومړي ته دلوړې كچې او وروستي حالت ته دټيټې كچې انضمام وویل شي.
دانضمام موخې كيداى شي داقتصادي څخه نيولي ترسياسي پورې وي خوپه وروستيوكې دغه موضوع دسياسي اقتصادپه چوكاټ كې داخله شوې كوم ځاى كې چې سوداګريزې موخې دلوړوسوشيوپوليټكي اهدافودلاسته راوړلولپاره يوه وسیله گڼل كيږي .
كه وغواړو دانضمام لپاره يوښه تعريف ولرونوبهتره به داوي چې دغه اسم سره ځنې صفتونه ذكركړو ترڅو مشخص شي دبيلګې په توگه ملي انضمام (ديوهيواددولايتونوترمنځ) نړيوال انضمام (دنړۍ دټولو هيوادونو ترمنځ) سيمه ائيزانضمام (دڅوهيوادونو ترمنځ) سكتوري انضمام (ددوه ياڅوهيوادونودځانګړي سكتورونو لكه بريښنا،ترانسپورت ،مخابرات ،معادن اوداسې نوروترمنځ)
نور بیا ...