د خــــواړو نـــــــورم او د انـــــرژۍ لګښت
24.04.2014 15:37لیکونکی ژباړن : ډاکتر محمدنواب ویساند
( د عمر ، وزن ، ونې ( قـد) ، جنس او کار له مخې ) !
یو څو مخکنۍ خبرې :
په نننۍ متمدنه نړۍ کې هڅه کیږي ، چې د کار د شرایطو ، د ټولنې د وګړو د جوړښت ، د هغوی د غوښتنو او د آب وهوا په پام کې نیولو سره داسې خوراکي توکي ، چې د پوره ګټورو غذایي موادو ( پروتئین ، ویټامین ، منرال او کاربوهایدراید ) درلودونکي وي تولید ، او د سالمې ودې ، روغتیا او د کار وړتیا د لوړېدو په موخه یې د خپلو وګړو په واک کې وي . دا کار د هغه ټولنو لپاره ،چې وګړي یې په واقعي توګه لکه څنګه چې ښایې ژوند کول غواړي ، د ورځې یوه عادي خبره ده . خو بې وزله افغانان په دغه ډول باارزښته غذایي کمپننټو فکر کول خو لا څه کوې ، چې د دا دومره بې کچې مرسته شوو ( ملیاردونو) ډالر سره سره ، یواځې په ژوندي پاته کېدو شکر باسي ، او ان د یوې وچې ګولۍ ډوډۍ د نشتوالي له کبله شپه تر سهاره په لوږې ( وږې خېټه ) تېروي . کېدای شي د خوړو د نورم په هکله دارنګه څرګندونې به ډېرو با احساسه وګړو لپاره خواشینونکي وي . خو بیا هم د څېړنو د یو برخې په توګه یې د مالوماتو لپاره د نورو سره شریکول بې ګټې نه بولم . اوس راځم د اصلي سکالو ژباړې ته :
« د خوړو نورم او دخوراکي توکو غذائي ارزښت ،
په بدن کې د خوراکي توکو د سوزېدو په پایله کې منځ ته راغلې انرژي ، په حرارت بدلیږي ، چې اندازه کېدای شي . د حرارت دمقیاس واحد لوړه کالوري منل شوې، یا یې کیلوکالوري نومولې ، یانې د حرارت هغه اندازه ، چې د یولیتر اوبو یوې درجې حرارت د لوړولو لپاره اړینه ده .
خوراکي شیان ــــ پروتئینونه ، غوړي او کاربوهایدرونونه ــ د انسان په بدن کې د هوا د اکسېجن د اغېزې له امله اوکسیدکیږي ( سوزي ) ، چې بدن ته د تنفس له لارې داخلیږي . د یو ګرام ( ۱ګرام ) پروتئین یا کاربوهایدرونو په سوزېدو سره څلور عشاریه یو ( ۴،۱ ) کیلوکالوري حرارت تولیدیږي ، په یو ګرام (۱ ګرام ) غوړیو سوزېدو سره نهه عشاریه درې (۹،۳ ) کیلو کالوري منځ ته راځي . بېلابېلو کالوري لرونکو خوړو ته د انسان اړتیا د هغه د ترسره شوي کار ، سن ، اب وهوا او داسې نورو پورې تړلې ده . څومره ، چې په شدت سره سړی کارکوي ، هومره یې د بدن په واسط زیاته انرژي مصرفیږي او ، طبعآ باید خوراکي توکي په همغه اندازه د زیات کالوري لرونکي وي (۱) . ژباړن : خو بیا بل ځای په همدې هکله دا ډول ویل شوي :
د خوړو کمي اړخ په انرژۍ سره مالومیږي ، چې د بیولوژیکي اکسدیشن په پروسس کې د خوراکي توکو څخه آزادیږي او په کیلو کالوري سره راڅرګندیږي . تر لاسه شوې انرژي ، چې د هضم شوې خوړو په وسیله تجزیه شوې ، د لاندې شمېرو سره مــعادل دي : 1 گرام پروتئین - ۴،۰ کیلو کالوري، 1 گرام غوړ - ۹،۰ کیلو کالوري ، 1 گرام کاربوهایدرات - ۴،۰ کیلو کالوري ، 1 گرام الکول -. ۷،۰ کیلو کالوري ، 1 گرام عضوي اسید ( تېزاب ) ــ ۳،۰ کیلو کالوري (۲) .
د ټولنې د بېلابېلو ډلو خلکو لپاره د هغوی د کاروکسب او سن د ځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره د خوړو ستندرد (نورم ) د پخواني شوروي اتحاد د روغتیایي علومو د اکاډمۍ د خوړو د انستیتوت له خوا برابر شوی دی . دا نورمونه (ستندرد ) انسان ته د مطلوبو خوړو (خواړه ) ، چې د روغتیا ساتلو ، د لویانو لپاره د کار وړتیا د لوړولو او د کوچنیانو سالمې ودې سره مرسته کوي ، لا زیات لازم شرایط تامینوي .
« په کار کې د فزیکي فشار له مخې کالوري لرونکو خوړو ته اړتیا لوړیږي . د بېلګې په توګه ، ډاکتر ان ، ښوونکي ، زده کړیالان ، په دولتي یا رسمې دفترونو کې بوخت کارکونکو لره ښایي ، چې په یوه شپه او ورځ کې په منځنۍ ډول ۳۰۰۰ ـــ ۳۲۰۰ کیلوکالوري تر لاسه کړي ؛ د فزیکي کار والا ، چې په نامیکانیزه تولید کارکوي ٫ ـــ خراد ٫ د اوسپنې ( فلز ) تراشوونکي ٫ د کار دو سایلو جوړونکي ٫ سامان جوړونکي او نور .۳۵۰۰ ـــ ۳۶۰۰ کیلوکالوري ؛ اهنګر ،د ولډینګ کارکونکي ٫ د نلونو ځای پر ځای کوونکي ٫ د ځمکې لاندې کان کیندونکي (سپړونکي ) ٫ د کرنې کارکوونکي او نور کسان ، چې په نا میکانیزه کار بوخت دي ، ۴۰۰۰ ـــ ۴۲۰۰ کیلو کالوري ؛ هغه کسان ،چې په غېر میکانیزه سخت کار کې مصروف وي ، لکه ٫ ــ ځنګل غوڅونکي ٫ ځمکې کیندونکي٫ باروړنکي او نور ۴۶۰۰ ـــ ۴۷۰۰ کیلو کالوري .
غذایي رژیم د هغه کسانو لپاره ، چې په سپورت کې لګیا وي باید د لوړ کالوري لرونکي وي . نو ، لکه ، د خفیف فیزیکي تمرین پر مهال بدن په منځنۍ توګه په هره ګړۍ کې تر ۱۷۰ کیلو کالوري لګوي ( مصرفوي ) ؛ د سکي سپورت په تمرین کې د ۹۰۰ تر ۱۲۰۰ کیلوکالوري پورې پکار ده . د لمبا او د سپورت د نورو ډولونو لپاره زیاتې انرژۍ ته اړتیا ده (۱) » .
« د انسان د انـــرژۍ لګـــــښت ، د لویانو لپاره د انرژۍ د استعمال نورم .
د انرژۍ ورځنۍ اړتیا د بدن د انرژۍ د لګښت پورې تړلې ده . د انسان د انرژۍ مصرف د فزیکي (بدني ) فعالیت ، جنس او سن پورې مربوط دی .
د ټولنې د کار وړ ځواک د انرژۍ د لګښت له مخې په پنځو ډلو ویشل کیږي . په ډلو باندې د ویشلو بنسټ تر یو حده پورې د ټاکلې وظیفې له مخې ایښودل شوی . په ډلو باندې درجه بندي د بدني فعالیت ضریب ته په کتو د اساسي تبادلې په مقدار سره تر سره کیږي .
د اساسي تبادلې مقدار ـــ دا د انرژۍ حد اقل مقدار دی ، چې د ژوند د پروسس د پر مخ بولو او بدن د سستم د فعالولو لپاره ضروري ، یانې په (۲۰ درجې سانتی ګرید) حرارت کې د بشپړ جسمي او رواني استراحت پر مهال د ټولو فزیولوژیکي ، بیوشیمي پروسو د تر سره کولو لپاره د انرژۍ لګښت دی . د اساسي تبادلې ( میتابولیسم ) انرژي ، د انرژۍ هغه مقدار ځلوی ، چې د بدن له خوا په میتابولیکو پروسو یانې د استراحت په حالت د وینې جریان او تنفس ساتلو کې لګول کیږی .
د انسان د ټاکلي جنس ، سن او د بدن وزن لپاره د بنسټیزې تبادلې ثابت شاخص (ضریب ) شته . او په دې کې د انسان قــــد کوم ځانګړی ارزښت نه لري .
د لویانو ( بالغو ) کسانو لپاره د تبادلې بنسټیز ارزښت ( کیلو کالوري / په ورځ کې )
۱ . لښتلیک :
د بدن وزن ( کیلوګرام ) |
|
ســـــــن ( کــــــــــال ) |
|
|
|
۱۸ ــ ۲۹ |
۳۰ ــ ۳۹ |
۴۰ ــ ۵۹ |
د ۶۰ نه لوړ |
|
|
نارینه ( د انرژۍ لګښت |
په کیلو کالوري سره ) |
|
۵۰ |
۱۴۵۰ |
۱۳۷۰ |
۱۲۸۰ |
۱۱۸۰ |
۵۵ |
۱۵۲۰ |
۱۴۳۰ |
۱۳۵۰ |
۱۲۴۰ |
۶۰ |
۱۵۹۰ |
۱۵۰۰ |
۱۴۱۰ |
۱۳۰۰ |
۶۵ |
۱۶۷۰ |
۱۵۷۰ |
۱۴۸۰ |
۱۳۶۰ |
۷۰ |
۱۷۵۰ |
۱۶۵۰ |
۱۵۵۰ |
۱۴۳۰ |
۷۵ |
۱۸۳۰ |
۱۷۲۰ |
۱۶۲۰ |
۱۵۰۰ |
۸۰ |
۱۹۲۰ |
۱۸۱۰ |
۱۷۰۰ |
۱۵۷۰ |
۸۵ |
۲۰۱۰ |
۱۹۰۰ |
۱۷۸۰ |
۱۶۴۰ |
۹۰ |
۲۰۱۰ |
۱۹۹۰ |
۱۸۷۰ |
۱۷۲۰ |
|
|
ښځینه (د انرژۍلګښت |
په کیلو کالوري سره ) |
|
۴۰ |
۱۰۸۰ |
۱۰۵۰ |
۱۰۲۰ |
۹۶۰ |
۴۵ |
۱۱۵۰ |
۱۱۲۰ |
۱۰۸۰ |
۱۰۳۰ |
۵۰ |
۱۲۳۰ |
۱۱۹۰ |
۱۱۶۰ |
۱۱۱۰ |
۵۵ |
۱۳۰۰ |
۱۲۶۰ |
۱۲۲۰ |
۱۱۶۰ |
۶۰ |
۱۳۸۰ |
۱۳۴۰ |
۱۳۰۰ |
۱۲۳۰ |
۶۵ |
۱۴۵۰ |
۱۴۱۰ |
۱۳۷۰ |
۱۲۹۰ |
۷۰ |
۱۵۳۰ |
۱۴۹۰ |
۱۴۴۰ |
۱۳۶۰ |
۷۵ |
۱۶۰۰ |
۱۵۵۰ |
۱۵۱۰ |
۱۴۳۰ |
۸۰ |
۱۶۸۰ |
۱۶۳۰ |
۱۵۸۰ |
۱۵۰۰ |
د انرژي لګښت د بنسټیزې انرژۍ په ارزښت باندې د بدني فعالیت په ضریب سره لاندې ښودل شوی دی :
د لمړۍ ډلې لپاره ـــ ۱،۴ ( د موسسو امرین ، انجینران ــ تخنیکي کارکوونکي ، ډاکتران ، ښوونکي ، روزونکي ، سکرټران ، علمي کارکوونکي ، مدیران ، اداره کونکي او نور ) ;
د دوهمې ډلې لپاره ــ ۱،۶ ( هغه کارکونکي ، چې په اتوماتیکو تجهیزاتو کې ، د برېښنا په صنایع کې په کاربوخت دي ، د کرنې کارپوهان ، نرسانې ، رنځور پال ( پرستار ) ، د صنعتي محصولاتو پلورونکي ، د اړېکو د ټینګولو ( مخابراتو ) د څانګې کارکونکي ، د ښاري ترانسپورت چلونکي ، د کانالیزېشن د اوبو کارکونکي ، د سپورت ښوونکي ، اوپه داسې نور کارونو کې ) .
د درېیمې ډلې لپاره ـــ ۱،۹ ( ماشین چلونکي ، میکانیکان ، جراحان ، دواخانې ، د اکسواتور او بلدوزر چلونکي ، د اوسپنې پټلیوکارکونکي ، د نساجیو کارکونکي ، برمه کاران ، د اوسپنې ویلېکولو د کورو اپراتوران ، د خوراکي صنایع کارکونکي ، ټولنیز خوړو ځایونه یانې ګسترونومي ، د خوراکي توکو پلورونکي او نور ) .
د څلورمې ډلې لپاره ـــ ۲،۲ ( ودانۍ جوړونکي ، بزګران ، د کرنې کارګران اود ماشینونو اپراتوران ، د نفتو او ګاذ صنایع کارکوني ، فلزکار ( میتالورژ ي ) ، ریخته ګري ، او نور ) .
د پنځمې ډلې لپاره ـــ ۲،۵ ( معدنچیان ، د پولادو کارکونکي، خټګر، بېل وهونکي ، د ځنګل کارګران ،باروړونکی، شپانه او نور ) .
ددې لپاره ، چې د انسان د ورځنۍ اړتیا دانرژي لګښت محاسبه کړو باید د میتابولیزم ( د یوه حالت نه بل حالت د مادې بدلون ) بنسټیز ارزښت ( اندازه ) د فزیکي ( بدني ) فعالیت د فکتور ( ضریب ) سره ضربوو .
څرنګه د خپلې انرژۍ ورځنی لګښت محاسبه کوو ،
مثال : یوه ښځه ۳۵ کاله عمر لري ، وزن یې ۵۸ کیلوګرام دی او په مسلک محاسبه ده . په پورتني لښتلیک د (۳۰ ــ ۳۹ ) عمر په عمودي کرښه ( ستون ) او ۵۵ کیلوګرام اړوند کرښه کې ځای لري ( شپېتو کیلو ګرام پورې یې دوه لیکوګرامه نه پو ره کیږي ، نو ځکه باید د کم عدد ونیول شي ) ، نو پدې توګه د هغې د بنسټیز بدلون کچه ۱۲۶۰ کیلوکالوري په یوه شپه او ورځ کې ده . د محاسبې مسلک د هر څه زیات په لمړۍ ډله کې تر سره کیږي ، یانې د هغې فزیکي یا بدني فعالیت ضریب ۱،۴ ښول شوی .
د انرژۍ ورځنی لګښت محاسبه کوو : ۱۲۶۰ x ۱،۴ = ۱۷۶۴ کیلو کالوري / شپه اوورځ کې (۲) » .
« د انسان لپاره د خوړو ورځنی نورم ( ګرام ) ،
۲ . لښتلیک :
تـــــــازه مــــــېــــــــوې او ســــــــابـــــــــه |
۶۶۰ |
شـــــېـــــــــدې او مـــــــاســـــــتــــــــــــــه |
۴۵۰ |
د غــــــــلــــــــو دانـــــــــــــــــــــــو ډوډۍ |
۳۳۰ |
کـــــــــــــچـــــــــــــالـــــــــــــــــــــــــــــــــــــو |
۲۶۵ |
غوښه او د غوښې محصولات ( ماهي او محصولات یې) |
۲۰۵ (۵۰) |
بــــــــوره او د قـــنــادي محصولات |
۱۰۰ |
هــــــــــګــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــۍ |
۴۰ |
پـــــــــنـــــــــــېـــــــــــر ( یـــــا چــــــکه ) |
۱۸ (۲۰) |
کـــــــــــــــــــوچ (مســـــــــــــــــــــــکه ) |
۱۵ |
(۳) » .
« د جول ( د انرژۍ واحد دی ) اړول په کالوري باندې ،
په یو کالوري سره سړی کولای شي یو ګرام اوبه یوه درجه سانتي ګرید ګرمې کړي ، پوره د ۱۴،۵ نه ۱۵،۵ درجو پورې . یو کیلو کالوري ۱۰۰۰ کالوري دي ، یانې ، په دې سره کېدای شي ۱۰۰۰ ګرامه اوبه ، یانې دا چې ۱ لیتر یوه درجه ګرمیږي . یوکالوري د ۴،۱۹ جول سره برابر دی .
د ژباړن یادونه : مونږ په لمړي لښتلیک کې د ښځو او نارینه وو لپاره د عمر ، وزن او جنس له مخې د اساسي تبادلې د انرژۍ د لګښت سره اشنا شول . خو په همدې اړه ( هاریس ـ بنېډکټ ـ فارمول ) قــد هم په پام کې نیولې دی .
بنسټیزه تبادله د ( هاریس ــ بنېډکټ ــ فارمول ) سره دا ډول سنجول شوې :
اساسي تبادله لکه څنګه ، چې د مخه مو وویل د انرژۍ هغه مقدار دی ، چې یو بدن هره ورځ د بشپړ راحت پر مهال ورته د خپل فعالیت په ټینګه ساتنه کې اړتیا لري . اساسي تبادله تقریبآ ( نژدې ) د بدن په هر کیلوګرام وزن د یو کیلوکالوري / ساعت سره په تطابق کې دی . د هاریس ــ بنېډکټ ــ فارمول د تغذیې په طبابت کې د بنسټیزې تبادلې د سنجولو لپاره په ټولیز ډول منل شوی دی . هغه د نارینه او ښځو لپاره توپیر لري . د نارینه او ښځو تر منځ توپیر ددې ښکارندوی دی ، چې بنسټیز تبادل ( میتابولېسم ) په نارینه وو کې د بدني قوي هېکل ( قدوقامت ) له وجه اود هغوی د عضلاتو د اندازې په متعلق زیات دی .
بنسټیزه تبادله د نارینه لپاره :
د ورځنۍ بنسټیزې تبادلې د سنجش فارمول په کیلوکالوري د نارینه لپاره دا شان دی :
➢ ۶۶،۴۷ + ( ۱۳،۷× د بــدن وزن په کیلوګرام ) + ( ۵ × د بـدن قـد په سانتي متر ) - ۶،۸ × عـــمر په کـلونــو .
بنسټیزه تبادله د ښځو لپاره :
د ورځنۍ بنسټیزې تبادلې د سنجش فارمول په کیلو کالوري د ښځو لپاره دارنګه دی :
➢ ۶۵،۵۱ + ( ۹، ۶ × د بدن وزن په کیلو ګرام ) + ( ۱،۸ × دبـدن قـد په سانتي متر ) - ۴،۷ × عمر په کلونو » (۴) .
اخـــــــــــځـــونه :
http://cookup.ru/catering/normi_pitaniya.htl ۱ .
http://zazdorovye.ru/normy-pitaniya-kolichestvennaya-storona-pitaniya-energozatraty-cheloveka/ ۲ .
http://picanal.narod.ru/man/pitanie.htm ۳ .
http://www.lebensmittellexikon.de/kalorienrechner/kalorie . ۴