د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دغه دنیا د لــــــــه غمـــونو ډکه

عبدالصمد صمیم وردګ 24.04.2014 12:27

نن راته داســـــې یوه جمــــــــــله ولیکئ ..... د ژوند ترخه پریږدې خواږه ولیکئ
زه خو په ځان کې داسې توان نه وینه مه..... نه مې قلم کې داسې ځــواک وینه مه
زما پر شنډو مسکا نه ښــــــــــــکاریږي..... په دې هیواد کې نڅــاه نه ښـکاریږي
دغه دنیا د لــــــــه غمـــونو ډکه
دا د صمـــیم د آرمـــــــانونو ډکه
زما د امید سترګــې په تا خــــوږي وي..... ستا په دې مینه او وفـــا خــــوږي وي
اوس نو چې نشته يې ګـــریوان څیروم..... د لیونو په شـــــان مــې ځــــان څیروم
دلته خـــوښي او خندا نه ښــــکاریږي..... دلته مې ورور او آشنا نه ښکاریږي
دغه دنیا د لــــــــه غمـــونو ډکه
دا د صمـــیم د آرمـــــــانونو ډکه
ستا د بچو دې خداې ســـاتنه وکـــړي..... د ټپي زړو دې خداې ســـــاتنه وکـــړي
منم چې کلئ له ځــــــــوانانو ډک دې..... هم له تنکیو ماشــــــومـــــــــانو ډک دې
خو ستا ماشوم پکې سپیره ښکاریږي..... له هاغه نورو نه پیکه ښـــــــــــکاریږي
دغه دنیا د لــــــــه غمـــونو ډکه
دا د صمـــیم د آرمـــــــانونو ډکه