د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کتاب،مطالعه اوزموږ دریځ

پوهندوی آصف بهاند 23.04.2014 13:26

( دکتاب دنړیوالې ورځې په مناسبت )

دمطالعې اوکتاب لوستنې په باره کې زما دوې مقالې پخوانشرشوي دي.(۱ــ۲)په یادو مقالوکې ما پردې ټکي باندې ټینګارکړی دی چې دپوهې او وړاندې تګ اصلي لارپرله پسې مطالعه اوله کتاب سره مینه ده.کتاب دتمدنونوترمنځ دپلونوحیثیت لري،که موږ په دې پله باندې ګذرونه کړو،نه شوکولای چې په بیلابیلوبرخوکې دنورې دنیا له پرمختګونواولاسته راوړنونه خبرشو،یوازې کتاب اومطالعه ده چې دې پاک اومقدس هدف ته مورسولای شي.
په تیرو دوو مقالوکې ما دا هم ویلي وو چې دمطالعې موضوع نه زړه ده اونه هم زړیږي.دمطالعې دفرهنګ درواجیدوپه خاطردا موضوع چې هرڅومره تبلیغ اویاده شي،هغومره ښه اوګټوره ده.
هرکتاب چې موږلولو،په حقیقت کې دهغه لیکوال سره ځان مخامخ دروو،یایې خبرې منواویا دهغه دافکارود رد له پاره زموږ په ذهن کې دلایل پیدا کیږي اودهغه په نه شتون کې له هغه سره مناظره کوو.
په حقیقت کې هرانسان یوکتاب دی اوهرکتاب یوانسان.په دې حساب په نړۍ کې اوه میلیارده نالوستي کتابونه شتون لري.لیکوال دخپل اوږده ژوندتجربې دیوه کتاب په بڼه زموږپه مخ کې په ډیرې مهربانۍ سره ږدي اوموږکولای شودهغه دکلونوکلونوزحمت یوازې په څوساعتونویا څو ورځوکې په وړیا ډول ترلاسه کړو.
همدا کتابونه دي چې موږلاس نیولي دخوشال وخت ته بیايي،له حمید اورحمان بابا سره موکینوي،دپیر روښان له فلسفي اودیني افکارونه موخبروي،دبیټ نیکه ددعايې په لیکه کې مودروي اودښکارندوی دقصیدې له لارې مودپسرلیوله مستوڅپوسره آشنا کوي او...
همدا کتابونه دي چې موږدخوشال دقصایدو،غزلیاتو اومثنوي په بحرکې لمبوي،دحمیدموشګافیانې راته مخکې ږدي اودرحمان بابا دتصوف پروزرونوموآسمان ته خیژوي.
هغه تجارب چې خوشال دخپل سراو وینواوزندانونودتیرولوپه بیه په اوږدوکلونوکې ترلاسه کړي وو،موږدکتاب اومطالعې په برکت کولای شو په څوورځو کې په وړیا ډول په خپل کورکې ترلاسه کړو؛خوپه دې شرط چې دمطالعې کلتور په موږکې عام شي،تبلیغ او رواجولوته یې کاروشي،ځوان نسل وهڅول شي چې خپل فارغ وخت دګټورو آثاروپه لوستلوډک کړي.
دنوبل جایزې ګټونکی لیکوال کولمبیايي ګابریل ګارسیا همدا څو ورځې مخکې داوه اتیا (۸۷ ) کلونوپه عمر له نړۍ نه سترګې پټې کړې.یوازې « سل کاله یوازېتوب » نومی اثر یې دیرش (۳۰) میلیونه نسخې خرڅ شوی دی( ۳ ) دا په دې چې خلک یې دمطالعې کلتورلري،اخلي یې،لولي یې،دخپل لیکوال اودهغه دآثاروقدرکوي؛خوزما په مورنۍ ژبه اوزما په وطن کې یوکتاب دپنځه سوه(۵۰۰)،زر(۱۰۰۰)،یا دوزره(۲۰۰۰) نسخوپه شمیر چاپیږي،خودوه سوه نسخې هم نه خرڅیږي،داځکه چې تراوسه په موږکې دمطالعې کلتور عام شوی نه دی،کتاب دومره چې ښايي لوستونکي اولیوال نه لري.
په ۱۹۹۲کال دپسرلي په پای او داوړي په پیل کې مې لیکوال اوژورنالست عبیدالله محک په پیښورکې په داسې حال کې ولید چې دکابل دجنګونو له وحشت نه دواړه روغ رمټ راوتلي وو،دلیدلو داستان مې په خپله سفرنامه(لار ورکي لارویان) کې په مفصل ډول لیکلی دی.بیا هم موږلکه وچې پاڼې بادونوپسې واخیستواوچیرته لرې یې په کوم پردي اوبیا بل پردي وطن کې سره وغورځولو.دی بیا دیوې آزموینې له تیرولو وروسته په لندن کې دبي بي سي په دفترکې کار پیدا کړاوهلته لاړ،زه هم ولویدم په ډنمارک نومي وطن کې.په دوزره دولسم کال دنومبرپه اولسمه نیټه موچې په کوپنهاګن کې په یوه فرهنګي محفل کې وروسته له شلوکلونوبیا دیدن سره وشو.له جوړتازه نه وروسته کومې څنډې ته شوو،زما لومړنۍ پوښتنه له محک نه دا وه:
په څه لګیا یې؟
ده ناببره راته وویل:
یوناول مې مخامخ په کمپوترکې لیکی و،څه پرې وشول ټول وتوګل شویعنې له لاسه مې ووت اواوس مې یوبل ناول راپیل کړی دی،خو... ما سمدلاسه وغبرګه کړه نوخویې په څه کې ده؟ده وویل:
هغسې چې ستا تمه ده هغسې به نه کیږي.
ما ورته وویل ولې دا خودخوشالۍ خبره ده چې پښتوکې یوبل ناول زموږپه داستاني ادبیاتوکې وراضافه شي.ده وویل چې دا کار ځکه نه کیږي چې زه دا ناول په پښتونه،بلکې په انګریزي ژبه لیکم.زما پرزړه دنا امیدۍ څپې را روانې شوې په یآس مې ورته وویل ولې په انګریزي ولې په پښتونه؟
ده په ټیټ غږ راته وویل:
پښتانه یې نه لولي.
ما دځواب اواستدلال له پاره نور څه نه درلودل،ځکه چې له دې خبرې څو موده مخکې ما د مطالعې په باب په خپله یوه مقاله کې دې موضوع ته په ټینګارسره اشاره کړې وه چې په موږ کې یا دمطالعې کلتورهیڅ نه شته اوکه وي هم ډیر ضعیف اوپه ټیټه سطحه کې دی.
دمطالعې دنه کولوبله خاطره به هم تاسودرنولوستونکو سره شریکه کړم.دا تیرکال دسیاست پوه اوفرهنګي شخصیت عبدالرحیم هاطف په ځنازه کې دګډون له پاره هالند ته تللی وم.دجنازې او فاتحې له مراسمونه وروسته دلراوبرځوان اوپرکاره چلوونکي ښاغلي عبدالله احسان په بلنه له بیلابیلوهیوادونه نه راغلي ګڼ شمرفرهنګیان دده په استوګنځي کې دیوه فرهنګي بنډارله پاره سره راټول شول.زما په څنګ کې ډاکتر واحدنظري ناست وخبرې ډیرې سریې یو ما په همدې مطالعې او دنوي نسل په روزنه باندې ټینګار کاوه اوډاکتر صاحب واحد نظري ته مې وویل چې دا اوس زموږاوتاسو دنده ده چې خپل زدکړي علمي تجارب دنوي زمان له غوښتنوسره یوځای کړواودنوي نسل دسالمې روزنې له پاره یې ددوی مخکې کیږدو.
ډاکتر صاحب دیوې جملې په ویلوسره زما داحساساتو په بل کړي اورباندې اوبه وشیندلې:
« چا ته یې لیکې،هسې یې هم څوک لولي نه،کله چې سړی مخاطب ونه لري،نوچاته یې ولیکي اوچا ته یې ووايي.»
اودا هغه تریخ واقعیت دی چې په موږافغانانوپه تیره په پښتنوکې شته؛خوباید مایوسه نه شو،په نیمه لارکې پاتې نه شو،دمطالعې دکلتوردعامولوله پاره باید نور هم کار وشي.لکه په تیره برخه کې مې چې په ننګرهارکې دننګرهارمیدیوتیک کتابتون اوپه لغمان کې دنعیمي فرهنګي مرکزکتابتون نمونه وړاندې کړې وه دا دمطالعې دکلتوردعامولوله پاره موثراوباوري ګامونه دي  او په هغه پسې دا دی دکتاب دنړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې دکتابونودنندارتون پرانستل کیدل(۴) یوځل بیا په دې لاره کې یوبل ډیر ستر اوموثر ګام بلل کیږي،هیله ده چې دا دود اودستور نورهم عام شي ،وغځول شي،دسیاسي ،قومي سیمه ایزواوژبنیو تضادونوپرځای بایدځوانان مطالعې اودپوهې ترلاسه کولو ته وهڅول شي.اودا کارورو ورو په عامیدودی.
څو ورځې مخکې مې په تاند ویبپاڼه کې دکتاب اومطالعې په باب دډاکترصاحب محب زغم پرمقاله سترګې روښانه شوې ،چې دمطالعې او له کتاب سره دمینې پراړتیا ټینګار شوی وو،ډاکترصاحب زغم دخپلې مقالې په پیل کې ددې کار اړتیاته داسې اشاره کړې ده:
« په انټرنټ کې مې د کتاب په اړه مقولې لټولې. په پارسي کې سلګونه مقولې راغلې خو په پښتو کې یوه هم نه وه. له یوه انګریزي سایټ مې دا وجیزې وژباړلې، کیدای شي د نورو هم په کار شي.»(۵)
وروسته له دې نه یې دکتاب په باب دسترولیکوالودوه شپیته مقولې را اخیستې دي،چې رښتیا دکتاب ارزښت په کې ښودل شوی دی اومطالعې دعامیدو له پاره یوه ښه اومناسبه لار یې ګڼلای شو.
موږباید مطالعه وکړو،نوي نسل ته یوڅه ورزده کړو،یوښه اومثبت شی.نوي نسل ته باید دنویوعلومودزدکړې لاروښیو،موږباید نوي نسل ته دنفرت پرځای دمینې لاروښیواودا کارد دوامدارې مطالعې له لارې ښه کیدای شي.
بې ځایه به نه وي چې دکتاب اومطالعې پرارزښت باندې دټینګار له پاره دلته هم دستروپوهانواومفکرینو یوڅوخبرې را واخستل شي:
ــ مطالعه پرذهن باندې داسې مثبت اثرلري لکه ورزش یې چې پربدن لري.(ریشارد ستیل)
ــ دکتاب پاڼې هغو وزرونوته پاتې کیږي چې دانسان روح درڼا پر لوري الوزوي.(ولتر)
ــ نیکمرغه هغه څوک دی چې له دې دووڅیزونوڅخه یوه ته لاسرسی لري:کتاب یا دکتاب له اهل سره دوستي.(ویکتورهوګو)
ــ اصلي پوهنتون هغه ځای ته ویل کیږي چې دکتابونویوه ټولګه په کې راټوله شوې وي.(توماس کارلایل)
ــ که یوه ورځ کتاب ونه لرم،لیونی به شم.(پلو تارک )
ــ دا کتاب وچې زه یې له خوسا ډنډ نه راویستلم،که نه نومړبه وم.(ګورکي)
ــ کله چې ښه کتاب پرانیزئ،فکروکړئ چې خپل کوم ډیرښه دوست ته ورغلي یاست.(...)
ــ که مورنه وي،دانسان جسم نه شي جوړیدای؛که کتاب نه وي روح نه روزل کیږي.(پلوتارک)
ــ دانسانانودنیکمرغۍ اساسي رکن کتاب دی.(فریدریک شیلر)
ــ دشلمې پیړۍ دتمدن اصلي ستن کتاب دی.(روزولت)
ــ داسې غم به نه وي چې په مطالعې سره لرې نه شي.(مونتسکیو)

مآخذونه:
1_http://tolafghan.com/posts/26938

 2_http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_nawy_nasel_motala.pdf

3_http://www.bbc.co.uk/persian/arts/2014/04/140405_l41_marquez_obituary.shtml

4_http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2014/04/140421_hh-kabul-book-show-pg.shtml
5_ http://www.taand.com/archives/23559