د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتانه، طالبان، حزبیان او سیاست

ډاکتر عبدالواسع قانع 22.04.2014 16:01

پدې لیکنه کې داسې ترخه حقایق لیکم چې لوستونکي به یې په آسانه هضم نکړای شي، خوددې حقایقو بیان ځکه لازمي بولم چې دې قوم ته ترڅو داسې په ډانګ پییلې، سپینې او ترخې خبرې ونشي، نو په شف،شف ددوی سر نه خلاصیږي. ددې لیکنې لوستل ټولو لوستوپښتنومخصوصا هغو ته چې کوم وخت یې د پښتونولی احساس اظهار کړی وي، ښاغلي حکمتیار اوپلویانوته يې او د طالبانو چارواکواو ملګرو ته حتمي بولم.

لومړی: پښتانه اوسیاست

پښتنو ته د پخوا نه په هیواد کې د یو شمیر نورو قومونو لخوا د "غول" کلمه کارول کیده. هغه وخت به ما فکر کاوه چې ددې کلمې کارول د توهین په مقصد استعمالیږي، خو اوس فکرکوم چې دا کلمه د واقعیت له مخې کارول کیږي او د اثبات لپاره یې لاندې دلایل شته:
    •    دا قوم په افغانستان کې اکثریت دی، خو ددې پرځای چې خپل ځان وپيژني، یو موټی او یو قوت شي او د اکثریت رول ترسره کړي، د پردیو ددسیسو په لومو کې په ډیره آسانی نښتی، نښلي او ټوټې ټوټې دي. ځینې پښتانه ځانونه مجاهدین بولي خو د طالبانوسرسخت دښمنان دي پداسې حال کې چې هغوی هم ځانونه مجاهدین ګڼي. برعکس طالبان هم همداسې دي. ځینوپښتنو د کمونیسټۍ ټاپه خوړلې ده او هغه خو بیا نه دمجاهد په منځ کې ځای لري نه د طالب. ځینې دیموکراتان دي، چې په دا دریو واړو انتقاد کوي، ځینې بې پلوه دي خو دریو واړو ته حیران دي چې دا څه روان دي او ولې. ځینې بیا نه په طالب کار لري نه په مجاهد، نه په کمونیست نه په ماویست، نه په پرچمي نه په ستمي، نه په حکومت او نه په سیاست، بس یو د انزوا ژوند یې غوره کړیدی، بس دوی دي، د کلي پیتاوی دی او نصوار، قیتې یا ورقې، سپښتیې، مردکۍ،  دوولس پچی، د خره غوږ، کتار، خوسۍ، توپ ډنډه او...
که د افغانستان نورو قومونو ته وګورو، ځانونه یې یوڅه جوړ کړيدي، پخواني کمونیستان، شعله یان، ماویستان، دیموکراتان، مجاهدین او نورټول سره یوځای دي او په ګډه د خپلو ګټو لپاره کارکوي. همدا علت دی چې نن یو قوت دي، پرځای ددې چې په اکثریت پسې ولاړشي، اکثریت په دوی پسې ځي او دوی دي چې فیصلې کوي او د افغانستان برخلیک ټاکي. پښتانه باید پدې باورپیدا کړي چې ددوی دښمنان تل هڅه کوي څو پښتانه د بیلابیلو توطیو په وسیله ټوټې، ټوټې کړي او د یو موټي کیدو او قوت کیدو مخه یې ونیسي. نو ترڅو چې پښتانه سترګې او غوږونه خلاص نکړي، یو بل ونه زغمي اوخپل عزت د پښتنو په وحدت کې ونه ویني، بلکې هریویې ځان ځاني وکړي، نوتل به محکوم وي.
    •    د جمهوري ریاستو پدې ټولټاکنو کې پښتنو دا تشخیص ونشو کړای چې ددوی لپاره ترټولو مفید کاندید څوک دی. زیات شمیرشملور، ږیرور، نیکټايي لرونکي او حتی روشنفکران نه یوازې خپله خطا وتلي وو، ورسره ورسره یې هڅه کوله چې نور خلک هم خطا باسي. د مثال په توګه، یوشمیر خلکو زلمي رسول ته کمپاین کاوه او د هغه ملاتړ یې کاوه او نور خلک یې دهغه ملاتړ ته رابلل په داسې حال کې چې زلمی رسول په هیڅ لحاظ دپښتنو په ګټه نه و. د زلمي رسول پښتو قطعا نده زده او نه به یې پدې ۷۰ کلنئ کې زده کړي اوددې معنی داده چې د زلمي رسول جمهوري ریاست به پښتو ته هیڅ علاقه نه درلوده، پښتو ژبه به په مطبوعاتي کنفرانسونو کې قطعا نه ویل کیده او طبعا د زلمي رسول خوا او شا به هم هغه خلک زیات را ټولیدل او وده به یې کوله چې پښتو ورته ارزښت نه درلود. ورسره ورسره به د کرزي او نظار شورا واکمني تمدید شوې وای او پښتنو چې په تیرو دیارلسو کلونو کې څه تجربه کړل، هغه تجربې به تکرار شوې وای. خو دې قوم خپله ګټه تشخیص نشوای کړای او په لوی لاس یې د خپلې تباهۍ لپاره قبر کیندلو، خو خدای پاک د نورو هغو هڅو ته وکتل چې دا تشخیص یې درلود او د تغیر لپاره یې عزم او بزم کاوه. ځینې وايي پښتو ژبه مهمه نده، خو برعکس د پښتنو تشخیص په پښتو سره کیږي، که پښتو نه وي، نو ددوی او نورو آسیايي نژادو انسانانو ترمنځ به هیڅ توپير نه وي. که دا هویت نه وي، نو هیواد به دې هم نه وي، بیا به یا د ایران برخه یې، یا د تاجکستان، یا د ازبکستان او یا د پاکستان.
يو شمیرپښتانه په ډاکټرعبدالله عبدالله پسې ولاړل، ځینوبه استدلال کاوه چې ډاکټرعبدالله پښتون دي. آیا ډاکټرعبدالله عبدالله پخپله نه وايي چې زه تاجک یم؟ که دی پښتون وي، نو بیا یې محمد خان څه کاوه چې په ټکټ کې یې ورسره راوست؟ یعنې چې یو قوم تردې حده بې خبره شي چې خپل پیژندل شوی دښمن ورته دوست او معلوم الحاله تاجک ورته پښتون ښکاره شي، نوهغه ته چې همدا ډاکټرعبدالله د غول لقب ورنکړي، نوچاته به یې ورکوي؟!.
یوشمیرنوروپښتنو به ویل چې ډاکټرعبدالله مجاهد دی. د خدای په خاطر، کوم مجاهد؟ یوه لحظه پښتانه فکر نه کوي چې عبدالله چیرته او څرنګه جهاد وکړ؟ د مجاهد اوصاف او اهداف څه وي؟ آیا د ډاکټرعبدالله او مجاهد مقایسه کول دومره ګران دي چې څوک دا تشخیص نشي کولای؟ هغه ډاکټرعبدالله چې له روسانو سره یې  اوربند او ددوستی معاهده وکړه پداسې حال کې چې نور ټول افغانستان د جهاد او د روسانو د سخت جنګ له امله په سره اورکې سوځیده ؟ هغه مجاهد چې له روسانو څخه یې نظامي او استخباراتي مرستې ترلاسه کولې، ترڅو خپل حریفان پرې له منځه یوسي او قدرت ته ورسیږي؟ هغه مجاهد چې د وخت د کمونیستي رژیم سره یې پټ پټ تړونونه لاسلیک کړي وو؟ هغه مجاهد چې مشهور کمونیستان او پرچمیان یې په څنګ کې دي او رشد ورکوي؟ د مثال په توګه جنرال بابه جان، نورالحق علومی، حسام الدین حسام،...
اول خو د جهاد ټیکه داران باید دوی نه وي، ځکه چې په جهاد کې ترټولو زیاته ونډه پښتنو اخیستې ده، دویم جهاد باید د مادي امتیاز د ترلاسه کولو دلیل نه وي او دریم د جهاد امتیاز باید یوازې د نظار شورا په انحصار کې نه وي. په جهاد کې تر ډاکټرعبدالله د یوه عادي قومندان ونډه هم زیاته وه، خو د حکمتیار، جلال الدین حقاني، مولوی محمد نبي محمدي، پیرصاحب، حضرت صاحب، سیاف صاحب او نورو ونډه خو یقینا چې زیاته وه. نن حکمتیار ددوی له نظره جنایت کار، جاسوس او ملي خاین دی، حقاني ترورست دی، د محمد نبي د ډلې محمد موسی هوتک  هیڅ څوک ندی، د مولوی خالص بابا د تنظیم ورثه هیڅ څوک ندي، پیرصاحب، حضرت صاحب او سیاف د جهاد ټیکه نشي وهلای، خو ډاکټرعبدالله ترټولو سترمجاهد دی او پښتانه باید همدې ستر مجاهد ته رایه ورکړي. ډیر د افسوس ځای دی چې یوشمیر پښتانه یې پدې هم خطا ایستلي دي.
    •    یوشمیرپښتانه یې پدې تیرایستل چې اشرف غني له غربه راغلی دی، زمونږ مفکر ندی بلکې د غرب مفکر دی. یعنې د غربه راتلل یا په غرب کې تحصیلات کول عیب دی، خوغرب ته تلل، له غربه د مرستې ترلاسه کول، د غرب په څنګ کې ودریدل او د غرب ددوستی تمدید عیب ندي؟ د ټولو به په یاد وي چې د غرب یعنې امریکا، ناټو او متحدینو د یرغل په لومړیو کې رباني له بي بي سي سره په مرکه کې وویل چې: دا بمونه وړې وړې دي، لیګ غت غت بمونه په طالبانو واچوۍ. تاسې به فرانسې ته د احمدشاه مسعود سفر هم لیدلي وي، تاسې به امریکا ته د ډاکټرعبدالله او ملګرو سفرونه هم لیدلي وي، خو ډیرافسوس او صد افسوس د هغو پښتنو پرحال دی چې ددښمن په تبلیغاتو ډیرآسانه تیروزي او تیروتلي دي. اشرف غني په غرب کې تحصیل کړی او هلته یې تدریس کړي. د پیغمبر حدیث دادی چې په تعلیم پسې حتی ترچینه پورې ولاړشۍ. نوپدې کې څه ممانعت دی؟! بلکه ترغیب دی. خو د پښتنو دښمنان نه غواړي پښتانه یوسم رهبر پیدا کړي چې هغه پښتانه ددوی له دسیسو را ایستلی شي او ددوی نارواوو ته د پای ټکی ایښودلای شي. ځینې یې په اشرف غني او نورو له اروپا او غرب څخه راغلو پښتنو پسې وایي چې دا سګ شویان دي. یعنې هلته یې سپي مینځل. اول خو دا باید واضحه وي چې اشرف غني همیشه په امریکا کې هم استاد پاتې شویدی او یو نړیوال تبعه ګڼل شویدی. یعنې د نړی هرهیواد حاضر دی چې هغه د خپل هیواد د یوه محترم وګړي په توګه ومني. هرهیواد حاضر دی چې د نوموړي له پوهې څخه د خپل هیواد د حکومتدارۍ او اقتصاد د ښه والي لپاره ګټه واخلي، خو دلته یې د قوم په سترګو کې ارزښت ورکموي او دښمنان یې هڅه کوي چې شخصیت یې له منځه یوسي. که د نړۍ ددویم ستر مفکر لقب ډاکټرعبدالله وړی وای، ټول شملور، ږیرور او نیکټايي لرونکي به د مبارکئ لپاره ورتلل، خو نن چې ددوی د سترګو اغزی خداي پاک پدې مقام نازولی، دوی يې نه یوازې تبریکئ ته نه ورځي، بلکې تخریب یې تردې کچې رسیږي چې وایي دا د غربیانو لخوا مفکر نومول شویدی. که غرب هرڅوک مفکر نومولای شوای، نو اول به یې ستاسو غوندې معلوم الحاله جواسیس خپل مفکرین نومولي وای.
ځینې بیا اشرف غني فاشیست یعنې قوم پرست معرفي کوي، ځینې یې نکټايي لرونکي طالب معرفي کوي خو دا ټول ځکه ورته وايي چې اشرف غني د حق آواز پورته کوي اودحق په دفاع کې دریږي. تاسې ته په یقین سره وایم  چې که اشرف غني د خپل ولس او افغانستان له ګټو تیرشي او ددوی ګټو ته وفاداره شي، نو بیا به دوی همدا اشرف غني ستایي چې البته ددوی ځیرکي پدې کې ده چې په هیڅ صورت خودکش بیګانه پرور ندي او خپل شغال زمری کولای شي، خو ستا فیلسوف او مفکر نه مني.
    •    زیات شمیر پښتنو په تیرو انتخاباتو کې برخه وانخیسته. ځینو سره ددې چې د اشرف غني ملګري وو، تغییریې غوښت، مګر یا یې کارت نه درلود او پوره یو کال د کارت د اخیستلو موده وه، خو دوی دا کوښښ ونه کړ، یا یې کارت درلود خو رایه یې ونه کاروله. ځینو دخپلې رایې ارزښت نه پیژانده، ځینو فکر کاوه چې په انتخاباتو کې ګډون کول به ایمان ته تاوان ورسوي حال داچې لاندې آیت او قول ورته کافي وو:
ان الله لا یغیرما بقوم حتی یغیرو ما بانفسهم. الله پاک د هغه قوم حالت ته تغییر نه ورکوي کوم قوم چې خپله د تغییر اراده نه کوي یا ځان ته تغییرنه ورکوي. پښتون که په اوسني حالت خوشحاله نه واي، نو باید د تغییر لپاره یې کار کړی وای. دا هم د پښتنو مسولیت وو چې ځان یې پوه کړی وای چې تغییردچا په وجود کې راتلای شي. له ډاکټرعبدالله نه د څه تغییر تمه لرۍ؟ د هغه لومړی کارنامه خو داوه چې په ۲۰۰۱ کې یې امریکا او متحدینو ته وویل چې هرپښتون چې د تروریست او طالب په نامه وژنۍ صرفه مه کوۍ. نن به بیا د ناټو او امریکا سوټی په لاس واخلي اوپښتون به په څټ څټ کې پرې وهي، او پښتون به ورته خوشحاله وی. همدا تغییر غواړۍ؟ که همدا مو نه غوښت نو باید اشرف غني ته مو رایه ورکړې واي چې لږ ترلږه یې له جنګه را ایستلې، د سولې وعده یې پخه وه، ته یې خپل عزیز او قوم بللې، نه ترروریست او د مرګ لایق. دویمه خبره د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه قول دی چې فرمايي: لیس العاقل من عرف الخیر من الشر، بل العاقل من عرف خیر الشرین. هوښیار هغه ندی چې د ښه او بد ترمنځ توپير وکړي، بلکې هوښیار هغه دی چې د ددوو بدو ترمنځ هغه انتخاب کړي چې یوڅه خیر پکې وي. یعنې د بدترین په نسبت بدتر او د بدتر په نسبت بد غوره کړي. نو بیا وایم چې سل افسوسه د هغه قوم په حال چې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ يې عبدالله او د اشرف غني او زلمي رسول ترمنځ يې زلمی رسول انتخاب کړ.
    •    د انتخاباتو په جریان کې د اشرف غني مخالفینو د هغه د شخصیت د وژنې لپاره بیلابیل تبلیغات وکړل. د اشرف غني دښمنان او مخالفین پدې پوهیدل چې دهغه په پروګرام نیوکه نشي کولای، خو داشرف غني قوم په داسې لومو کې راګیرکولای شي چې دوی پرې خپلې موخې ترلاسه کړي. د بلخ والي عطا محمد نور ته یوشمیر د بلخ پښتانه ورغلي وو او له هغه یې مشوره غوښتې وه چې په انتخاباتو کې چاته رایه ورکړو؟ والي عطا محمد نور په ځواب کې ورته ویلي وو چې اشرف غني خپله هم عیسوۍ دی، ښځه یې هم عیسوۍ ده او کورنۍ یې هم عیسوۍ ده. تاسې د خپلې رایې په واسطه هغه ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړۍ. سل ځله افسوس دداسې پښتنو پرحال چې اول د مشورې لپاره عطا محمد نور غوندې د پښتنو معلوم الحاله دښمن ته مراجعه کوي، بیا هغه په ډیرې ګستاخۍ سره په یوه مسلمان پښتانه د عیسوي فتوا ورکوي او بیا پښتانه نه یوازې یو عکس العمل نه ښيي بلکې په قوي احتمال دهغه منافقانه مشوره هم عملي کوي. تاسې او خدای، د اشرف غني او عطامحمد نور یا عبدالله غیرت او ایمان د مقایسې وړدی؟ ددوی کورنۍ د مقایسې وړدي؟ آیا تاجکستان د عبدالله عبدالله او عطا محمد نور د عفت اودیندارۍ سمبول دی که د اشرف غني احمدزي؟ د چا کورنۍ د چکراو ساعت تیري لپاره په تاجکستان او دوبی کې اوسیږي؟
دویم: طالبان او سیاست
طالبان فکر کوي چې غوره داده چې یو قوي پښتون مشرولسمشرۍ ته ونه رسیږي ترڅو پدې توګه دولت کمزوری وي او د کمزوري دولت په وړاندې به ددوی مبارزه ښه نتیجه ورکړي. دوی د همدې تحلیل پربنیاد فکر کوي چې که یو غیرپښتون یعنې عبدالله عبدالله واک ته ورسیږي دا به ددې سبب شي چې پښتانه ډیر د طالبانو خواته ورمات شي. زما په آند طالبان لاهم ویده دي، خیال پلوونه وهي او حتي د لیونتوب په ټال یې سرونه ایښي دي. طالبان باید پدې پوه شي چې که داځل ډاکټرعبدالله عبدالله ته د امریکا او ناټو سوټی په لاس ورغی، نو په راتلونکو لسو کلونو کې به په طالبانو او حزبیانو د پشۍ کانې وکړي او هرهغه آبرومندانه فرصت چې د سولې لپاره د اشرف غني په وجود کې رامنځ ته کیدای شي، هغه به هم درنه واخلي. طالبان باید پدې پوه شي چې نه یې ایران غواړي، نه یې هندوستان غواړي، نه تاجکستان، نه روسیه، نه امریکا او حتی پاکستان يې هم نه غواړي، ځکه چې طالبانو دې ټولو هیوادونو ته ځانونه د یوه ستراتیژیک خطر په توګه ثابت کړیدي. نو په نظامي زور به طالبانو ته ممکنه نه وي چې واک ترلاسه کړي خو که ترلاسه یې هم کړي، نو ساتل به یې ورته ممکن نه وي. نو طالبان او حزبیان باید د حضرت عمررضی الله تعالی برسیره قول یوځل بیا تحلیل او تجزیه کړي.
دریم: حزبیان او سیاست
په تیرو ۳۰ کلونو کې حزب اسلامي په خپل سیاسي ژوند کې دومره لویې لویې اشتباه ګانې وکړې چې جبیره کول یې ورته ممکن نه وو او له همدې امله دا حزب نن په ټوټو ویشل شویدی او په بیلابیلو اشخاصو او ډلو ټپلو پسې روان دي. په انتخاباتو کې یوه ډله حزبیان په ډاکټرعبدالله عبدالله پسې ولاړل چې نوموړی او ویاندویان یې په جاراوښکاره ښاغلي حکمتیار ته د خاین اوجنایت کار خطاب کوي. نو هغه ډله چې له عبدالله عبدالله سره دي او خپل پخوانی مشر ورته په ورځني ډول توهین کیږي، نو په دوی خوبحث کول خپله د بحث بې حرمتي ده. دویمه ډله یې هم زلمي رسول ته ورغله چې د هغه ټکټ دوه معاونین (احمدضیاء مسعود او حبیبه سرابي) هم حکمتیار ته د مسعود او عبدالله له زاويې ګوري او خپله زلمی رسول هم ځان د مقاومت برخه بولي. بیا هم صد افسوس د حزبیانو په تحلیل چې هیڅ درک او تحلیل یې نه درلود. خو ترټولو بده لا دا چې خپله حکمتیار صاحب هم دوې لویې اشتباه ګانې وکړې:
لومړی: د قطب الدین هلال رامخې ته کول او دهغه ملاتړ کول چې په نتیجه کې اوس هلال په پنځم نمبر کې راغلی پدې دلالت کوي چې حزبیان په افغانستان کې هیڅ نفوذ نه لري یا حکمتیار په هغوی نفوذ نلري او یا حزبیان قطعا انتخاباتو ته تیار نه وو. که هرحالت وي، دا د حکمتیار د غلط تحلیل ښکارندوی کوي. حکمتیار فکرکاوه چې یوڅوک به کابل ته دننه شي، خو دا محاسبه يې نه وه کړې چې ګټه به يې څه وي؟ ددې پرځای که حکمتیار پدې تمرکز کړی وای چې د کابل دننه ټوټې ټوټې حزبیان یې سره متحد کړي وای، دا به یې یوه لویه لاسته راوړنه وای.
دویم: حکمتیار فیصله کړیده چې که انتخابات دویم پړاو ته ولاړ شي نو د هیچا ملاتړ به نه کوي. دا ډیر غلط تحلیل دی، ځکه معنی یې داده چې حکمتیار ته اشرف غني احمدزی او ډاکټرعبدالله عبدالله یوه معنی لري. دا د شرم ځای دی چې حکمتیار خپل قسم خوړلی دښمن ډاکټرعبدالله او اشرف غني سره برابر بولي. حکمتیار که دا درک نلري چې اشرف غني هم د فکر له پلوه، هم د سابقې له پلوه، هم د برنامې له پلوه او هم د ټکټ له پلوه د حکمتیار په ګټه دی، نو معنی داده چې حکمتیار قطعا تحلیل ندی کړی او دا پریکړه یې یوازې او یوازې ددې په خاطر کړیده چې لومړی اشتباه پرې جبیره کړي. حکمتیار ته دا مشوره ورکوم چې یوه اشتباه په بله اشتباه مه جبیره کوه. خپل شخصي غرور دومره مه لوړوه چې د ملت او حتی خپلې ډلې ګټې د خپلو احساساتو او غرور قرباني کړې. لږ له رباني او دهغه له ملګرو  او همداراز له خپلو تیرو اشتباهاتو زده کړه وکړه. رباني دې چې لومړی ځل واک ته ورساوه هغه اشتباهات دې لا تراوسه ندي جبیره کړي چې اوس د خپلې بې توجهۍ اولااوبالئ له امله عبدالله عبدالله هم واک ته رسوې. رباني هم اخوانی وو او ترتا یې ځان کلک اخوانی او د جهاد ستررهبر، مبارز او بنسټ ایښودونکی باله، خو ترجهاد او اسلام ورته خپل قوم زیات ارزښت درلود او زه یې دا سیاست ستایم، ستا او نورو پښتنو اخوانیانو نه هم هیله کوم چې خپل قوم ته ارزښت ورکړۍ، ګټې یې وساتۍ او که داسې ونکړۍ، قوم به له تاسو بیزاره وي او چې قوم له تاسو بیزاره وي، نو بیا به ستاسو هویت، تاریخ او هرڅه له منځه ولاړشي.
ټول اخوانیان دې پدې پوه شي چې دوی د اسلام ترڅنګ ملي رسالت هم لري. اسلام د بشریت لپاره دی او بشریت له خپلې کورنۍ شروع کیږي. خپل قوم په حکمت، حوصلې او ورین تندي په خپله غیږه کې ونیسۍ، اول خپل قوم جوړکړۍ، بیا کولای شي د خپلو تکړه همکارانو او ځوانانو پرمټ په ملي او نړیواله کچه اسلام ته خدمت وکړۍ. د اسلام څلورواړه خلیفه ګان قریش دي او قریش د پیغمبر قوم دی، دا د پیغمبر ځانګړې توجه وه چې قریش یې وروزل، رهبري یې ورکړه او حتی له خدایه یې دوی ته سرلوړي وغوښته. نن که طالب دی، که حزبی، باید د خپل قوم مفاداتو ته لومړیتوب ورکړي، همدا قوم دی چې د اسلام شمع یې بله ساتلې ده.
یادونه: زه د ډاکټرمحمد اشرف غني احمدزي د ټیم غړی نه یم، خود نوموړي ملاتړ کوم او دا لیکنه د نوموړي په انتخاباتي ټیم یا دهغه په افکارو پورې اړه نلري. په درنښت.