د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتانه لکه پسونه

ډاکټر اباسین احمدزی 22.04.2014 15:57

موږ او تاسې پښتانه ټول عمر له خپلو مشرانو ګيله من يوو چې ولسونو ته يې کار نه دى کړى، د ولسونو په غم کې نه دي شوي، ټول د خپلو جېبونو د ډکولو په غم کې دي، هر چا چې څوکۍ او مقام پيدا کړى دى، بيا يې ولسونو ته شا کړې ده، دا او دې ته ورته په لسګونو ګيلې مانې په ډېرې اسانۍ د هر چا پر ژبه او خوله راتلاى شي او راځي. په فيسبوک کې له خپلو مشرانو هغو ګيلې کوو، په راډيو، ټلويزيون، ويبسايټونو، مجلسونو، حجرو او جوماتونو کې، هر ځاى، تر دې چې په موټر کې سپاره کسان به هم چې د سړک پر سر د کوم چارواکي تصوير وګوري، نو شل و زر خبرې به ورپسې جوړوي او کوي به يې.
که په لنډه يې ووايوو دا زموږ په کولتور و عادت بدله شوې ده، تر دې پورې چې په دې منځ کې له موږ څخه زموږ حقيقي او رښتينې خدمتګاران هم ورک دي، موږ هغوى ته هم د شک په سترګه ګورو چې د زړه له کومې په دې وطن و خلکو مين يوو، په موږ کې بيا ځينې داسې ښاغلي هم شته چې له خپله به يې له چا سره يوه ښه خبره کول هم له وسه نه وي پوره، خو په بل پسې به سترګې پټې او خوله خلاصه کړي، دومره به يې سپک کړي، دومره به ورته سپورې ووايي چې انسان به له خپل ځانه زړه تورى کړي، دا ښاغلي بل کار نه لري، بلکې شپه و ورځ انټرنيټ او ميډيا ته په دې خاطر ناست وي چې څنګه څوک سپک کړي او څنګه د بل په سپکوالي کې خپل ځان دروند کړي، خو دوى په حقيقت کې خپله سپک دي ځکه دروندوالى د ولس په خدمت کې دى، نه د بل په سپکولو کې.
موږ خپلو ټولو ښو او بدو مشرانو ته په سپکه ګورو همدا لامل دى چې په پينځه زره کلونو کې مو خپل يو ملي مشر او قهرمان پيدا نه کړ، همدا اوس هم په هېواد کې ځينې پښتانه شته دي چې لوى احمد شاه بابا او ميرويس نيکه ته د خپلې عقيدې او اسلام د خرابوالي له امله بابا او نيکه نه وايي او څوک چې هغوى ته په درنښت قايل دي، فکر کوي چې دا يو ډول تعصب دى او په دې کار له اسلامه وځي، ځينې محترمين د هغوى يادول د ملي وحدت پر خلاف ګڼي او ځينې نور بيا په دې نظر دي چې هغوى جنوبي وال يا کندهاريان ول، دا ټول فکرونه د پښتنو د بدمرغۍ ښودونکي دي.
خو زموږ په مقابل کې په هېواد کې وړو قومونو زموږ له دې بدمرغۍ څخه زده کړه وکړه، هغوى خپل ډېرو وړو خلکو ته نه يوازې خپله درناوى پيدا کړ بلکې پر ټول هېواد يې د درنښت او قدر وړ اشخاصو په توګه ومنل او په دې توګه يې نړۍ ته هم وښودله چې موږ خپله هم درانه يوو، مشران مو هم درانه دي، کله چې تاجکان مشران د تاجکانو له خوا د احمدشاه مسعود او فهيم درناوي ته ګوري، نو په زړونو کې يې خپل تاجکو قوميانو ته د خدمت او کار جذبه نوره هم پيدا کېږي او هغوى ته نور هم کار کوي، په مقابل کې يې په تاجک قوم کې تر احمد شاه مسعوده او فهيمه ډېر درناوى او قدر پيدا کېږي. همدغه ډول قومونو ته ويښ قومونه ويل کېږي، نه موږ غوندې قومونو ته.
زه خبرې ډېرې اوږدول نه غواړم، بلکې زموږ سر هغه مهال درد پيدا شو کله مې چې پرون د کورنيو چارو وزارت هغه خبرپاڼه ولوسته چې تر ټاکنو يوه نيمه اوونۍ وړاندې يې په ننګرهار کې د ننګرهار د امنيې قومندان په لاسليک د يو مکتوب په اړه خپره کړې وه، په دې مکتوب کې چې فيسبوک ته راوتى و، د امنيې قومندان او سي سي پي ته ليکي چې د مشرانو جرګې رئيس الحاج فضل هادي مسلميار غواړي چې د يو ځانمرګي بريدګر په واسطه د ولسمشرۍ نوماند ډاکتر صاحب اشرف غني له منځه يوسي. د دې مکتوب په خپرېدو سره په فيسبوک کې پښتنو پرته له دې چې د دې مسئلې پر ژورو باندې سوچ وکړي، پرته له دې چې له حقيقته ځان خبر کړي په ښاغلي مسلميار صاحب پسې هغه سپکې سپورې وويل شوې چې په يو کتاب کې هم نه وې روا، په مسلميار صاحب باندې ډول ډول تورونه پورې شول او په هر ډول يې يې په شان کې ګستاخي وشوه، دا ټول د خلکو معقول غبرګون نه و، بلکې له احساساتو ډک غبرګون و. په تاند ويبپاڼه کې هم د اتل په نوم يو کس اوږده ليکنه خپره کړې وه او ګواکې دا يې مستنده کول غوښتل چې مسلميار رشتيا هم د اشرف غني د وژلو توطيه جوړه کړې وه، اوس چې د هېواد کورنيو چارو وزارت د تر ټولو لوړ امنيتي مقام په توګه دغه مکتوب او په دې اړه شوې څرګندونې هسې بېځايه شايعات او افواهات وګڼل نو خبره روښانه شوه چې مسلميار د حکومت د يو مهم مقام د رئيس او چارواکي په توګه ولې له طالب سره لاس يو کړي او اشرف غني پرې ووژني؟ موږ ته چې چا وويل چې غوږ دې سپي وېوړ، په سپي پسې منډې وهو خو خپل غوږ نه ګورو، موږ چې کله په فيسبوک او وېبپاڼو کې په مسلميار صاحب پسې کنځلې ليکلې، نو پر دې مو سوچ نه کاوه چې مسلميار صاحب ولې اشرف غني له منځه وړل غواړي؟ ايا د هېواد په دې حساسو شرايطو کې د اشراف غني غوندې د يو نوماند وژل به مسلميار او د هغه نوماند استاد سياف ته څۀ ګټه ورسوي؟ ښکاره وه چې هېڅ ګټه يې ورته نه شوه رسولاى؟
موږ پر دې سوچ نه کاوه چې مسلميار د ننګرهار له خلکو سره د ننګرهار د ولايتي شورا د غړي او رئيس په توګه او د افغانستان له خلکو سره د افغانستان د ملي شورا د مشرانو جرګې د رئيس په توګه څۀ کړي دي؟ موږ پر دې سوچ نه کاوه چې مسلميار خو هماغه مسلميار دى چې په جمعه کې يو ځل ننګرهار ته منډه رااخلي او له سهاره تر ماسخوتن ناوخته پورې د ننګرهار له بېلابېلو طبقو خلکو سره ګوري او د هغوى د ستونزې په حل کې ورسره مرسته کوي. موږ پر دې سوچ ونه کړ چې مسلميار هماغه مسلميار دى چې پر ماليې او د لوړو زده کړو پر وزيرانو يې په زوره د ننګرهار پوهنتون د سړکونو پخول ومنل، مسلميار هماغه مسلميار و چې د ولايتي شورا د رئيس او د مشرانو جرګې د رئيس په توګه يې خپل ټول پام د ننګرهار پوهنتون ته اړولاى دى، دى يوازينى کس و چې د حقوقو پوهنځي د ماسټرۍ برنامې ته يې خپل معاش ورکړ، دى يوازينى کس و چې د استادانو په ښارګوټي کې يې تر ولسمشره منډې ووهلې، لنډه دا چې مسلميار هغه څوک دى چې که د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه يې د پښتانه وپېژني، نو تر احمده شاه مسعوده په زر کرته با استعداده او بادرده انسان دى، دى د نورو هېوادونو له استخبارتي کړيو سره اړيکه نه لري، خو د نورو قومونو مشران يې لري، دى پر افغانستان او پښتنو د زړه له کومې مين دى، خو موږ پښتانه بيا د دغسې مشرانو د قدر او نازولو پر ځاى ورته زړه ماتوو، زه دا نه وايم چې ډاکتر اشرف غني ملي مشر نه دى، هغه هم د ښاغلي مسلميار په څېر يو ملي رهبر دى، او قدر يې په کار دى، د هغه ژوند کې د افغانستان ډېر خير دى نسبت خداى مه کړه مرينې ته يې.
زه په پاى کې پر خپلو ټولو پښتنو او لوستو پښتنو دا غږ کوم چې ټول پښتانه مشران، چارواکي او مسوولين د قدر وړ دي، د هغوى بايد درناوى وشي، هغوى بايد ونازول شي او وهڅول شي، د خداى لپاره پښتنو دا د پرديو توطيې دي چې په پېلابېلو نومونو درنه خپل مشران اخلي، خپل مشران او خواخوږي درته سپکوي، ستاسې هويت او شناخت ورکوي، لږ راويښ شئ، خپل ځانونه وپېژنئ، خپل مشران وپېژنئ، که د خپلو مشرانو قدر مو وکړ، نو تاسې به هم په هېواد کې قدرمن ژوند ولرئ او قدرمن حيثيت به ولرئ او که همداسې ټول عمر د خپلو مشرانو په سپکولو او کنځلو پسې د بل په لمسه روان وئ، نو تل به همداسې خوار او ذليل اوسئ. پښتنو ځينې خلک مو په دې نوم هويت او شناخت ورکوي چې په اسلام کې ځان ته پښتون ويل او پښتو ژبه ويل نه شته، ځينې خلک مو مشران او د قدر وړ خلک سپکوي، ځينې خلک لګيا دي، پښتو د دوزخ ژبه ګڼي او پښتانه نيم مسلمانان ګڼي، ځينې مو ترهګر بولي او وژل مو روا ګڼي او ځينې مو کافران ګڼي او وژل مو روا ګڼي، د خداى لپاره پښتنو خپل ځانونه وپېژنئ، خپل مشران وپېژنئ، خپله ژبه وپېژنئ او خپل ځان، خپلو مشرانو او خپلې ژبې ته قدر و درنښت ورکړئ.
پښتنو! زه درته قسم کوم چې په تاسې کې موجود نومونه، موجودې ډلې ټپلې نورو پيدا کړي دي، نور او پردي مو په همدې نومونو کاروي او ګټه درنه اخلي، دا ډلې او ټپلې يې د دې لپاره پيدا کړي دي چې په خپلو کې يو بل درباندې سپک کړي، دا هم د دښمن توطيه وه چې د ډاکتر صاحب اشرف غني پلويانو او مينه والو پرته له کوم سوچ و فکره ښاغلى مسلميار وکنځه او سپکاوې يې ددی وکړ، ما خود ښاغلي مسلميار د پلويانو او ملګرو ځوابيه ليکنې لا نه دي لوستې، خو ډېر امکان د دې هم و چې د هغه ملګري راپورته شي او په اشرف غني پسې سپکې سپورې ووايي، ډېرو خو ورپسې وويلې هم، تر دې چې ځينو په ښکاره ويل چې اشرف غني ښځه عيسوۍ ده، يهودۍ ده، ځينو ويل چې هغه عيسويت ته کار کوي، ګورئ زه درته وايم چې د پښتون او افغان عقيده دومره سسته نه ده چې هر څوک دې يې ورته بدله کړي، تاسې ولې د خپلې عقيدې په اړه دومره په تشويش کې يئ، هيڅوک مو له دين څخه نه شي اړولاى، دا ډول خبرې او افواهات يوازې د دې لپاره دي چې په خپلو کې درباندې يو بل وکنحي او سپک کړي، نو زه تاسې ټولو ته يو ځل ځولۍ غوړوم چې که د خپل موجوده مسلميار قدر مو وکړ، که د خپل موجوده اشرف غني، استاد سياف او ... لسګونو نورو مشرانو او خدمتګارانو قدر مو وکړ نو په راتلونکي کې به درکې په سلګونو او زرګونو دغه ډول مشران پيدا شي او که خداى مه کړه همداسې د موجودو مشرانو او خدمتګارانو په سپکاوي پسې لګيا يئ، نو همداسې بې رهبره به پاتې يئ. نورو ټولو قومونو ځانونو ته ملي مشران او اتلان پيدا کړل، خو تاسې لکه د قصاب پسونه خپل قاتل او شپون نه پېژنئ، د استاد الفت خبره ده:
فرق د شپانه او د قصاب پسونه کله کوي
چې شنه ګياه يې لاس کې وويني قاتل پسې ځي