د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مر ا کش کښې يهو دا ن

يا قو ت خا ن شينو ا ر ي 22.04.2014 01:32

مراکش ( المغرب ) یو داسې هیواد دی چې وګړي ئې ۱۰۰/۹۰ سلنه مسلمانان دي او ۱۰سلنه ئې یهودان دي . اوس د اسرائیل څخه مراکش ته یهودان په دې خاطر انتقالېږي چې په هغه هیواد کښې کورونه ، ماکیټونه ، او د زراعت ځمکې واخلي او ځانونه په مرکش کښې میشت کړي . د یو عرب څخه چا پوښتنه کړه چې ولې په یهودانو ځمکې پلورۍ ؟ د عرب ځواب دا و چې یهودان زیاتې پیسې ورکوي .
خوکله چې د یو یهودي څخه پوښتنه وشوه چې ولې تاسې د اسرائېل په شان خائېسته
وطن پرېږدۍ او د المغرب په شان خوار وطن کې په بېکاره ځمکه ډېرې پیسې ور
کوۍ ؟ د یهودي ځواب داسې و چې مونږ ۳۰۰کاله روسته راتلونکي ته سوچ کو او هغه داسې چې ۳۰۰کاله روسته به په نړۍ مراکش دوهم یهودي سټېټ ( دولت ) وي . زما عزیزانو : راځۍ چې د خپل راتلونکي نسل ، د خپل راتلونکي وخت لپاره
د وطن او ابرو دساتلو لپاره سر د ن ن څخه د صفر څخه شروع او د میږي په قدم
قدم کېښږدو حرکت وکړو تاوېلې ماوېلې ، ته ته او زه زه پرېږدو . تاسې هر څه ن ن
په خپلو سترګو ګورۍ چې ستا په وطن کښې یوه داسې استخباراتي جګړه روانه ده
چې که ته اوس هم ځان ویښ نه کړې نو صبا درنه هیواد هم تجزیه کیږي . لکه څنګه چې د هند نیمه وچه تقسیم شوه . بیا به سرګردانه لاله هانه ګرځۍ او هیڅوک
به مو له ځانه سره نه منی . د افریکا غلامان به در نه جوړ وي . په کار خو دا وه
چې په تېرو یولسکلنو کې مونږ د خپل هیواد لپاره یوه داسې ډانچه تیاره کړې وی
چې راغلو زمونږ ستونځې زمونږ په خوښه له مونږ سره بې د کوم قېد شرط منلې وائ . خو متاسفانه چې غلطۍ زمونږ خپلې دي بل ته ګوته نیول نه دي پکار .
اوس چې د انتخاباتو مرحله او نتائج هر څنګه چې وي د افغانستان خاورې د تمامیت
او د هیواد د تجزې او مخنیوي په خاطر منل پکار دي . او سر دصبا څخه د راتلونکو ټول ټاکنو لپاره ټول لاس پکار شۍ . په دې دوره کې به ډېرې لاسته راوړنې او تجربې لاس ته راوړۍ او د راتلونکو ټول ټاکنو لپاره به مو پوره تیارۍ
نیولی وي . او هم دا د سولې ، پرمختګ او ښیرازه افغانستان لپاره غوره لار ده .
مونږ وینو چغې او سورې وهو چې کاڼې د بل د کوره رالوېږي خو په خوله پورې
مو خندا کېږي ولې؟ مونږ وایو چې کالا خان مو په خپل کې کور کې نه پرېږدي ولې؟ مونږ وایو چې زوروره چې په چا پسې راغلی ورشه اود کالا خان څخه پوښتنه وکړه چې ولې؟ او که دا اشر ګر هم داسې غواړي نو راځۍ چې پخپله لږ شاته تاریخ ولولو او بیا سره راټول شو ورونه ورونه شو . ګني خطرناک او تور
توپان راروان دی خدا نخواسته چې د بوړبوړکۍ په شان مو د ځان سره تاو نکړي .
نور بیا . یاقوت خان شینواي برسل بلجیم .