د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اتل افغان ولس او د مفسدینو فریبات! دریم واریانت؟

حمیدالله سافی 21.04.2014 11:33

مونږ اوتاسو اودنیا والو ټولو ولیدل چه زمونږ اتل اوبا شهامته ولس دولسواکۍ یوعمده اصل ته په درناوۍ ،سره له هر راز تهدیداتو اوزور زیاتیو،په ټول ټاکنو کی په پراخه کچه برخه واخیستله،او په دې هم ټول پوه سول چه ملت یا ولس تحول اوپرمختګ غواړی،نه ارتجاع یا ځای په ځای دریدل، او د یو څو مفت خورو او د لږکیانو یا ډیرکیانوګروګان نیونکو ادمخورو له انحصار اوسهامی شرکتونو نه خلاصیدل غواړی.مګر د ډیر افسوس ځای دئ چه دهمهاغه سهامی شرکت رییس؛معاونین ا.د.ن. یی له هری شیطانی او غیر قانونی مکر او فریباتو نه په کار اخیستلو دانتخاباتو مقدس بهیر دخپلو ناجایزو او فاسدو موخو ته د رسیدلو وسیله ګرځوی،تش په نامه دومره او دونه فیصدیو په نامه له درغلیو ډکی او د لڼډغرو د زر،زور او ستم په مردارو کاغذونو نا پاکه ګویا رایو باندی د ولس سپیڅلې رایی  ته په بی احترامۍ ،دانتخباتو دورځې دشهیدانو وینو په هیرولو سره نوې لوبې کوی.!!!.آیا دا ټولې جهنمی دار او دستې دهغه یو خان اباد د خلکو درایودشهيدمامور،شهيدپوليس، دموټر،صندقونودپه اصطلاح په ماین کی الوتلو(الوځولو) ځواب ویلئ سی؟؟..او یا د یادې ورځې شل کسانو شهیدانو کورنیو ته به په دی دنیا او اخرت کی څه جواب ووایی؟.
اوس به دنتایجو تر پایه منتظرشو،دوهم پړاو مړاو هم هسی بانی دی.له هغه نه بیا دمینځ محالی حکومت ،چه داوسنۍ ټلوالی او نا ټلوالو چټلۍ پکی نه وی او د ملګرو ملتونو اودوطن داصلی بچیانو په نوښت اوخوځښت رامینځ ته شی هم بد واریانت نه دئ؟؟؟.تاسو په کی څه واییئ؟.په درنښت.ډ.