د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يا ونډ يا غويمنډ

عبدالله ابک 20.04.2014 14:14

په کابل کې يوه قصه مشهوره ده وايي له يو غير پښتانه چا پوښتنه کړې وه چې دا نور دري ژبي (الله ج) ته (خداجان) وايي نو تاسو ورته ولې (خداوند) وايئ؟
هغه ورته ويلي وو خداوند د (وند) پسوند لري نو ځکه يې مونږ خوښوو!
د ولسمشر کرزي په دولس کاله واکمنۍ کې يو شمېر خلک دومره بد اموخته شوه چې هره دويمه خبره يې (ونډ) دی او په بل هيڅ شي هم باور نه لري.
جهاد چې د اسلام يوه سپېڅلې فريضه ده هغه هم د ونډ لپاره کوي، حکومتولي چې يو مسؤوليت دی په هغې کې هم ونډ غواړي او د حکومت مخالفت يا اپوزيشن چې يو ډيموکراټيک دود دی په هغه کې هم د ونډ نعرې وهي.
دا ځکه چې دولس کاله دوی ته په هره برخه کې ونډ ورکړل شو او (ونډ) يې اوس د ژوند يوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.
خو عجيبه دا ده چې همدغه خلک بيا د جهاد وياړ هم د ځان بولي، د تمدن چغې هم دوی وهي او د ډيموکراسۍ سرلاري هم همدوی دي.
نه پوهېږو هغه د مدني ټولنو بنسټونه چېرته دي چې غږ پورته کړي او د ډيموکراسۍ د بنسټيز کولو لپاره کار وکړي؟
دا چې اوسنی حکومت يا په اصطلاح ولسمشر کرزی د يو شمېر خلکو د غويمنډ ګواښونه په پام کې نيسي او هڅه کوي چې ائتلافي حکومت رامنځته کړي نو د طالبانو او حزب اسلامي په اړه ولې داسې مثبت فکر نه کوي؟
ځکه دوی خو اوس د وينو تويولو ګواښونه کوي چې که په حکومت کې (ونډ) ورنه کړل شي نو وينې به توی کړي خو حزب اسلامي او د طالبانو ډله دا دولس کاله کېږي چې په عملي جګړې بوخته ده.
همدا راز که خبره د ونډ وي نو بيا انتخاباتو ته څه اړتيا وه چې په مليونونو افغانۍ لګښت پرې وشو او خلک د خپل برخليک ټاکنې لپاره په ناوړه شرايطو کې رايې ورکولو ته وهڅول شول؟
د افغانستان او نړۍ د مدني تولنې پر بنسټونو بايد غږ وشي چې د افغانستان له انتخاباتو دفاع وکړي او پرې نه ږدي چې په افغانستان کې يا د ونډ له لارې حکومت جوړ شي او يا غويمنډ جوړ کړي.