د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانان د خپلو مشرانو قدر د هغوی په ژوند ولې نه کړی

سیف الرحمن شیرزاد 19.04.2014 12:23

 زمونږ په ګران وطن افغانستان کښې ډیر شمیر پوه اؤ قابل خلک شته خو موږ افغانانو ته نه ښکاری او که یی وینو نو د هغوی په ژوند د دغو مشرانو قدر نه کوو زه یادونه کوم له زمونږ د ملی ویاړ، زمونږد مشر، زمونږ د غیرت د شملې ، زمونږد زړه سواند ملګری، د مشرانود جرګې د ریس محترم فصل هادی مسلم یار، مسلم یار چې د نړیوالو لخوا یی قدر او ستاینه کیږی او د ټول هیواد په کچه د کار سړی پیژندل کیږی، خو مونږ افغانان د خپل ملی ویاړ یا مشر مسلم یار قدر نه کوو. مونږ افغانان د نورو په لمسون د خپلو مشرانو شخصیتونو سره بد نامه یو، او یوه ورځ موهم د خپل داسې یو مشر ستاینه ونه کړه چی په ژوند یی هغه مشر وګوری او نوره یی هم له وطن سره مینه ډیره شی، لکه څنګه چې څه موده وړاندې هم د یو چا په لمسون څو کسانو غوښتل چی د هیواد دوه اصیلو بچیانو محترم داکټراشرف غنی احمدزی او د مشرانود جرګې د ریس حاجی فضل هادی مسلم یار تر منځ داسې یو شخړه پیدا کړی ترڅو دوی له یو بل نه لرې پاتې شی او تر مینځ یی یو دیوال جوړ کړی، زه غواړم د ښاغلی مسلم یار په اړه یو څو خبرې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکې کړم، لکه څنګه چې مونږ ټولو ته معلومه ده چې فضل هادی مسلم یار د هیواد په کچه منل شوی شخصیت دی ، نو موږ ټولو ته دا هم معلومه ده چی مسلم یار دې خپل خوار،زوریدلی اؤ مظلوم ولس ته څومره خدمت کړی او لا یی هم کوی، او د مسلم یار کړنې خو مونږ ختیزوالو ته ښې معلومې دی نو مونږ ولې بیا پرې سترګې پټې کړو هر هغه ننګرهاری چې د مسلم یار خوا ته په کابل کښې رسیدلی نو ټولې ستونزې یی ورته ورختمې کړی دی اؤ همداسې په هر ولایت او هر ځای کښې، هیڅوک هم دې نه سترګې نه شی پټولی او نه یی باید پټې کړی، نو راځی چی مونږ ټول افعانان په شریکه د خپلو ملی شخصیتونو او پر وطن د مینو خلکو ستاینه او قدر د هغوی په ژوند وکړو. نه پس له مرګه، زه باید یوه یادونه وکړم چی په نورو هیوادنو کښې خلک د خپلو مشرانو د هغوی په ژوند ډیر قدر کوی، زه پخپله د هیواد نه ډیر لرې په اروپا کښې د ژوند شپې اؤ ورځې سبا کوم اؤ چې خپله څومره خلک ګورم نو دوی ټول په ژوندون د خپلو ملی شخصیتونو ډیره ستاینه او قدر کوی او باید چی مونږ یی هم وکړو ترڅو نور مو په ګران وطن کښې سوله او ارمی راشی، د ارام او اباد افعانستان په هیله