د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ د ملي اردو قومندان!

جاوید حیدرزی 19.04.2014 12:22

څو ورځې مخکې له ملګرو  سره مې نا څاپه د پغمان په لور حرکت وکړ، په دې لنډ سفر کې زما سره زما دوه خواږه ملګري (ښاغلی خرم او پسرلی) مل وو.
زموږ سره په موټر کې یو بادي (د عادې نښې ویشتلو ټوپک) و، کله چې د قرغې له بند څخه تیر شو د ملي اردو د سرتیرو د لټون له ځای سره مخامخ شولو او د موټر د دریدلو اشاره یی راته وکړه.
کله چې د دې ډلې قومندان موټر ته را نژدي شو ، سترګي يي په بادي ټوپک ولګیدې چې په اصل کې د کلاشنیکوف په شکل ښکارېدو،
د اسنادو غوښتنه یې وکړه، موږ فکر وکړ چې د ګاډي اسناد غواړي، د موټر اسناد مو ورکړل، نوموړي د اسنادو کتابچه څو ځله سر تر پایه وکتله چې د وسلې نمبر پیدا کړي،
تر شا یی بل عسکر ولاړ و او په اسنادو کې یی د موټر پیلټ ورته وښود چې دا دی نمبر یی، قومندان یې راته وویل چې د وسلې نمبر مو څو دی،
زما ملګري (روح الله خرم) ورته وویل چې وبښه دا کلشینکوف ندی بادي ټوپک دی او دا اسناد هم د موټر دی نه دې وسلې چې واقعا دا قومندان د خپلو عسکرو په وړاندې خجالت شو،
داسې خبرې په افغانستان کې عادي کار دی، دلته هیڅوک هم پوهې او سبق ته ارزښت نه ورکوي، بی سواده کسان زموږ وزیران او د دفاترو مشران ټاکل کیږی.
که واسطه دې درلوده بیسواده به رییس مقرریږی او که واسطه نه وه خو لوړې زده کړې دي کړې وی بیا هم بیکاره ګرځه ځکه زموږ په هېواد ګې ټول کارونه د مصلحت، خپلوۍ، اړیکو، پیسو او زور په مټو تر سره کیږی.
هر ورځ چې زموږ مشران دا چیغې وهې چې زموږ اردو په پښو ولاړه ده ، امنیت راوستلی شی، خو په اصل کې تر اوسه  بادي ټوپک او کلشینکوف  توپیر نشي کولی، د وسلې او موټر اسناد نه پیژني، او تر ډیره دا امکان هم شته چې بله ورځ به د لاسي بمونو په موټر د کچالیو خیال کوي او موټر به پریږدي چې هېواد ته د ننه شي، ځکه له داسې کسانو همداسې تمه کیږی،
اوس پوښتنه دلته ده چې دا ښاغلی د کوم سواد او پوهې له مخې د شلو نورو کسانو مشر یا قومندان ټاکل شوی؟!
 په تېرو 13 کلونو کې تل همدا چیغې وهل کیږی چې زموږ اردو د ښه کېدو په درشل کې ده، او موږ هم په پټو سترګو منله، خو هغه ورځ چې د دې قومندان زده کړه او پوهه موږ ولیده، په رښتیا هم چې موږ په نظامي ډګر کې ډیر پرمختګ کړی دی، چې د موټر په اسنادو کې د وسلې د لیږد رالیږه جواز او نمبر ګورو.
الله دې زموږ په وطن رحم کړي، ځکه په دې وطن کې روشن فکره خلک په زندانونو کې پراته دي او خاین، فاسد، غله، شرابیان او .... زموږ مشرتوب کوي!
آیا موږ له داسې کسانو چې د خپل هېواد، هېوادولو او په خاصه توګه له خپلې خاورې سره جفا او خیانت کوي، د عدالت،اسلام قوانینو پلي کیدو او حق په حقدار سپارلو تمه کولی شو تاسو خپله فکر وکړئ!