د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښه ملګري ځانګړتیاوې!

جاوید حیدرزی 18.04.2014 19:36

ځینې وخت یوه کلیمه داسې وی چې هر څومره یې په اړه لیکنې، خبرې او څیړنې وشي هم کمي وي، لکه مور، کورنۍ، ملګري او .... چې دا لیکنه بیا هم د یو ښه ملګري د ځانګړتیاو له پاره بیله شوې ده.
 هیله ده چې له تاسو ښاغلو ځوانانو او تنکیو زلمیانو  سره د یو ښه ملګري په پیدا کولو کې مرسته وکړي.
د ښه ملګري موندل تل یو ستونزمن کار دی او له دې خو ستونزمن کار دا دی چې موږ په دې پوه شو چې آیا دا می ښه ملګری دی که نه؟
ځیني وخت د ملګرو په اړه لیکنې او مطالعه په ځانګړې توګه د هغه خلکو تجربه چې لوی دي او خپل ژوند یی تیر کړی دی، له موږ سره د ښو ملګرو په موندلو کې مرسته کولی شي.
موږ هر ورځ له بیلابیلو خلکو سره ناسته ولاړه او خبرې اترې کوو خو باید له هغه چا سره ملګرتیا وشي چې د یو ښه ملګری ځانګړتیاوې ولري.
څه موده مخکې د فیس بوک د ټولنیزې شبکه له لارې د روح الله خرم په نوم له یو کس سره ملګری شوم، دواړه یو د بل له خبرو او افکارو څخه دومره اغېزمن شولو چې دا پرېکړه مو وکړه چې یو بل سره هرو مردو ووینو،  له لیدنې څخه وروسته ډیر نژدي شولو او واقعاً چې د ښه ملګري ځانګړتیاوې په کې وی، صداقت، وفاداري، هوښیار او ... او بیا مو د نوموړی له نورو ملګرو سره هم پیژندګلوي پیدا کړه او د ده د ملګرو له اخلاقو، انسانیت او ښه فکرو څخه دې پایلې ته ورسېدم چې په رښتیا د یو ښه ملګري ځانګړتیاوې لري.
 چې له موضوع بهر نشو رابشو او د یو ښه ملګري د ځانګړتیاوو په اړه به څو کرښي ولیکم، چې یو ښه ملګری څه ځانګړتیاوې لري؟
وفاداری:
وفاداري په ملګرتیا، ژوند او یا هره اړیکه کې یو اړین فکتور دی، یو ښه ملګری تل په خپله ملګرتیا کې وفاداره وي ، وفادار دا مانا چې کله بل څوک زموږ په اړه څه ورته وايي په پټو سترګو و نه مني، او د ملګري تر شا ناوړه خبرې ونکړي، که څه هم چې ځینې وخت ډیر نژدي ملګري هم یو له بل سره خوابدي کیږي خو هیڅکله یو په بل پسی ناوړه خبرې نکوي، او یو ښه او ریښتنی ملګری هیڅلکه د تل له پاره نه خوابدی کیږي، او د حل لاره ورته پیدا کوي. خو دا په هغه وخت کې امکان لري چې دواړه خواوې یو بل سره صادقانه او ریښتې ملګرتیا ولري.
سخاوت:
بښنه او سخاوت د ښه ملګري له ځانګړتیاوو څخه دي، یو سخاوت لرونکی کس حتی که کم څیز د بښنې له پاره ولري خپل ملګری ته ورکوي، دا دې داسې ملګرو نښه ده چې موږ په دې پوهوي چې دا   کس د ملګرتیا ارزښت لري، ځکه دا اخلاقي نښه  د یو پراخ ذهن او لوی زړه لرونکي کس استازیتوب کوي.
درک:
ریښتنی ملګری هغه څوک دی ، چې زموږ خبرو ته غوږ ونیسي او کوښښ وکړي چې موږ درک کړي، یو ښه ملګری کله چې زموږ په خبرو نه پوهیږی نو پوښتنې کوي تر څو موضوع ورته روښانه شي او د خپل وس تر بریده د حل کولو زیار وباسي.

صداقت:
ځینی وخت د ملګرو تر منځ د یو شي په اړه بحث کیږی، ښه ملګری تل صادقانه او رښتیا خبرې کوي، حتی که د هغه خبرې ترخی هم وی، د دې له پاره  چې تاسو خوشحاله شي هیڅلکه هم تاسو ته د درواغو خبر نه کوي او   تل حقیقت وايي. او  که ستاسو کومه کړنه سمه نه وي تاسو ته نصحیت کوي، لکه وخت بی ځایه مه تیروه، درس وایه، مطالعه کوه، لڼده دا چې ښه ملګري کولی شي موږ د پرمختګ له پاره وهڅوي.
د توپیرونو درک کول:
ښه ملګری هیڅکله له تاسو دا غوښتنه نه کوي، چې تل د دوی خبر ومنئ او هر نظر یی تایید کړئ، ځکه هر انسان بیلابیل افکار او بیلابیل نظرونه لري، چی باید یو د بل افکارو او نظریاتو ته درناوی ولرو، دا کار د دې سبب کیږی چې ستاسو ملګرتیا نوره هم خوږه شي او یو له بل سره نور هم نژدی شئ.

راز ساتل:
ښه او ریښتنی ملګری هیڅ وخت نه غواړی چې ستاسو د ضعف ټکي ولټوي او تل ستاسو راز ساتي، په هيڅ وخت کې ستاسو رازونه نه افشا کوي،
په پای کې باید ووایم چې که ملګرتیا هر څومره ژوره ، ټنیګه او نژدې شي باید د ملګرتیا قانون او حدود په پام کې ونیسو، هیڅلکه هم خپل ملګری په بد نوم یاد نکړو ، او یا یی د خلکو په وړاندې شرمنده نکړو،
تل په یاد ولرئ چې که چا یو ښه، ریښتنی، صادق او .. ملګری وموند نو په واقعیت کې یی  پټه خزانه موندلې ده.