د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان او ډېموکراسي.. ستونزه چېرته ده؟

عبدالرحمن فرقانی 16.04.2014 23:03

په افغانستان کې د "ډېموکراسۍ "د پروسې د پلې کېدو په موخه د درېيم پړاو ټاکنې له هر اړخه بېلې، بریالۍ او پیغام لرونکې ټاکنې وې، که یوه لور ته نوموړې ټاکنې د افغانستان د د ښمنانو پر خوله غاښ ماتونکی ګزار ؤ، خو بل لور ته د ډېموکراسۍ د ملاتړې ټولنې (لوېديځوالې ټولنې) پر مخ ذلتباره څپېړه وه او درېیم لور ته هغو ګاونډیو هېوادونو ته هم څرګند اخطار ؤ، چې د افغانستان په چارو کې د خپلو سیاسي موخو تر لاسه کولو لپاره د مذهبی، لساني او نژادي عمق له لارې لاسوهنه کوي. او په پای کې يې افغانانو ته دا پیاوړی او ثابت پیغام درلود، چې د "ډېموکراسۍ "د پروسې خاوندان باید پخپله متحد افغانان وي، نه دا چې ډېموکراسي د لوېديځ له لوري دوی ته ډالۍ شي. ټول کورني او بهرني څارونکي په دې متفق او یوه خوله دي، چې په افغانستان کې د درېیم پړاو ټاکنې ځانګړې او بريالې ټاکنې وې، نو دا ټوپير او بریا په څه کې نغښتی او څرنګه ده، او پیغام څه او چا ته ؤ؟.
دا خو په نړیواله کچه یو منل شوی حقیقت دی، چې ډېموکراسي د حکومتدارۍ او قانونمنۍ لپاره ښه اصل دی، خو پوښتنه دا ده، چې نوموړی اصل باید د لوېديځ له اړخه ولسونو ته ډالۍ شي او که پخپله ولسونه د ډېموکراسۍ د رامنځته کولو څېښتن وي؟ دلوېديځ استعماري ځواک تل ډېموکراسي د یوه غولونکي شعار په څېر د خپلو ناوړه استعماري موخو لپاره ګمارلی دی، دنړۍ هغو هیوادونو ته باید د لویدیځ استعمار ډيموکراسۍ ډالۍ کړي !، چې تر اوسه ورنه محروم دي، دوی باید د لوېدیځ پر مټ د ډېموکراسۍ خاوندان شي؛ کومه چې د مستبدو پادشاهانو او حاکمانو د استبداد په پایله کې ورنه محروم ساتل شوی، د هغې دېموکراسۍ څخه باید دوی هم خوندونه واخلی چې په لوېدیخ کې د لوېدیځ تمدن عامو خلکو او ولسونو ته ورپه برخه کړی، محروم مسلمان او وروسته پاتې هېوادونه هم باید د ډېموکراسۍ د اصولوو سره سم د لوېدیځ په څېر د داسې پرمختللې ټولنې خاوندان شي چې یوه شیبه هم څوک پکې کراری نه لري، ټول د ماشین په څیرپه مستمر کار بوخت، شپه او ورځ د تولید او ثروت ټولولو په غم کې لالهاند دي ، ته به وایی : چې په دې ټولنه کې خلک کومې بلا پسې اخیستی دی او ځغلوي ئې !، شپه او ورځ د ګرځندې میچنې په څیر په کار بوخت دی ، چې یوه شیبه کراری نه لری . هغه ټولنه چې په حقیقت کې انسان پکې په اخلاقی لحاظ د حیوانیت درجې ته راټیټیږي، هغه ټولنه چې انسان پکې روحې کراری او سکون نه لري ، هغه ټولنه چې انسان پکې د تولید د ماشین د سون مواد وګرځی او د مادیت بنده او ذلیل پیروشي ، هغه ټولنه چې پکې انسان په خپلو جنسی اړیکو کې تر حیوان راټیټ وی، هغه ټولنه چې پکې انسان د خپلو نفسي خواهشاتو ذلیل او خوار بنده وي ، هغه ټولنه چې پکې انسان بدبخته ، اندیښمن او سرګردانه وي، او د اندیښنې او سرګردانۍ څخه نلیږي، اوپه لیونتوب ، جرم ، او جنسی شذوذ او راونی او عصبی امراضوباندې آخته وي !!.
دلویدیځ استعمار د ډېموکراسۍ تر شعار لاندې افغانستان ته راغی، تر څو خلکو ته دا د ډېموکراسۍ پر اصولو ولاړه ټولنه جوړ کړي!، خو پوښتنه دا ده چې نوموړې ټولنه ولی د لسو کالونو په اوږدو کې په افغانستان کې جوړ نه شو ه، اوتر دې وړاندې په عراق کې هم شعار همدا د ډېموکراسۍ پلېکېدل وو ،چې پلې نه شوه؟، آیا ریښتیا لویدیځ پر اسلامی نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان دا لورینه لري، چې خلک پکې د اخلاقي او دیني اړخه د هغې بدبخته او لوېدلې ټولنه خاوندان شي، چې تر مادي پرمختګ او بدني هوساینې پرته په کې د نورو انساني اړتیاوو څرک نه تر سترګو کېږي، کومه ټولنه چې د لوېدیځ وګړی ورنه خوندونه اخلي !؟، که دا هسې شعار دی، چې د خلکو د غلامۍ او د خلکو د ثروتونو دغارتولو لپاره پورته شوی دی!!؟.
په حقیقت کې د لویدیځ استعمار د ا د اخلاقي او دیني اړخه لوېدلې ټولنه هم د اسلامی نړۍ په هیوادونو نه لوروي، ځکه چې لوېدیځ په دې پوهېږي ، چې اسلام د انساني ټولنې د نظم او حکومتدارۍ لپاره تر ډېموکراسۍ غوره نظام لري، کوم نظام چې توانېدلی شي د ډېموکراسۍ د هغو اصول څخه چې د اسلام سره په ټکر کې نه دي او په تېره بیا په اصل کې د اسلام څخه سرچینه اخلي، د خپلو چارو د سمون لپاره وګماري . په دې اړه روښانه دلیل دا دی: هغه اسلامی حرکتونه چې د ډېموکراسۍ د اساساتو پربنسټ په اسلامی نړۍ کې حکم ته ورسېدل ، بیا په بنیادګرایۍ تورن او د پوځي انقلابونو او دسیسوو له لیارې د حکم نه ګوښه شول ، ځکه چې دوی د اسلامی اصول په اساس د یوه اسلامی حکومت او ټولنې غوښتونکی وو ، او موږ په خپله معاصره زمانه کې دا راز ډیر مثالونه لرو ، چې د فلسطین د حماس ګوند ، دالجزایر اسلامی حرکت ،د ترکیې د رفاه اسلامی ګوند او دمصر د اخوان المسلمين.. چې د غربي ډېموکراسۍ د اصول سره سم د خلکو د عام انتخاباتو په پایله کې حکم ته ورسېدل ، خو له کومه ځایه چې د لوېدیځ استعمار خپل کرغیړن مصلحتونه د دې اسلامی حرکتونو په حکومت کې په خطر کې لېدل نو ئې دې راز رزا توطیئو په اساس له حکومتدارۍ نه ګوښه کړل ، او په ډیره سادګۍ ئې د بنیاد ګرایۍ په تور تورن کړل.
تاریخ شاهد دی، چې د لوېدیځ استعماري ځواک د خپل سیاسي خوځښت او نفوذ په کړۍ کې یوازې خپلو مادي ګټو ته اهمیت ورکوي اوهر وخت خپلې پرېکړې د همدغه موخې د خوندیتوب پر بنسټ کوي، نو هر کله چې نوموړې ګټې زیانمنېږي، بیا استعماري ځواک او په سیمه کې استبدادي حکومتونه چې یوازنۍ موخه یې د خپل واک اوږدول دي، هر ډول اصول، ارزښتونه او حقوق تر پښو لاندې کوي، او خپل ګټي خوندي ساتي.
د نورو ګڼو عوامل سره سره هغه څه چې د لوېدیځ استعماري ځواک ته خورا اهمت لري. هغه دمادي ګټو او مصلحتونو زیانمنېدل دي، که په ترکیه کې اسلامپالانو وکولای شول، چې خپلو موخو ته ورسېږي او د خپل ملت او ولسونو قناعت حاصل کړي، و او په خپله اسلامي پروسه کې مخ پروړاندې په حرکت کې پاتې شي، خو په مصر کې چې ترکیې د تجربې سره د ځینو لاملونو له کبله توپیر لري ، بیا د اخوان المسلمین حکومت د ګڼ شمېر نورو لاملونه سره د مادي مصلحت له کبله راوپزول شو.
د ترکیه په څير د مصر اخواني سوله ییزحکومت هم په پام کې درلودل تر څو د "سویس کانال " ټولګټه لویه پروژه پراخه او په لوي ظرفیت سره پلې کړي، او ختيځ د لوېدیځ سره د ډېر لنډ واټن له لارې و نښلوي. کوم سوداګریز توکي چې اوس مهال د دوبي له لارې آسیایی او نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي، د سویس د کانال له لارې په ډېر کم لګښت لېږدول کېدی شي، د دوبي په اقتصادي مارکیټ واکمن مادي استعماري ځواک او ورسره د خلیج شیخان په دې پوهېدل چې په دې کار سره به د اماراتو او تر شا یې ولاړ مادي استعماري ځواک ګټې زیانمنې شي، له دې کبله د اماراتو او سعودي شیخانو د خپلو مادي ګټو د خونديتوب لپاره اسلامي ارزښتونو ته شا کړه او په مصر کې یې د اخوان المسلمین منځلاری سوله ییز اسلامي حکومت نسکور کړ، که هر څومره په خپلو ګمارل شوو رسنیو کې نور نور دلایل وړاندې کوي، خو د اخوانیانو د حکومت د ړنګېدو یو بنسټیز لامل اسراییلو ته د ګواښ تر څنګ همدا د "کانال سویس" ټولګټه پروژه هم وه، چې اخوانیانو په پام کې درلودل چې په راتلونکې کې نوموړي بنسټيزه پروژه بشپړه کړي.
اوس که موږ د لویدیځ معاصر تاریخ وګورو ، نو په روښانه ډول لیدلی شو چې خپلو اقتصادی مصلحتونو ته دخلکو په چمتو کولوکې ، د بیوزله او مظلومو ملتونو په ضد هغه وسلې استعمالوي ، چې د بشریت په تاریخ کې تر دوی پرته بل چا نه دی استعمال کړی، که څوک د دوی د ډېموکراسي غولونکی شعار نه مني ، نوبیا د بې ۵۲ الوتکو او دوربرده راکټونو په ذریعه د بینادګرایۍ په تور ورته دوزخ جوړوي ، او که د دوی اقتصادی مصلحتونو ته غاړه نه ږدي بیا ئې په هغه وحشتناکه زندانونو کې لکه ګوانتیناما ، ابو غریب ، بګرام .. چې د لوېدیځ د استعمار په ټنډه کې تور داغونه دي، د جبر او تشدد ترقمچینه لاندې ځوروي.
نن نړیوال شاهد دي، چې د کومونیزم د وحشتناکه زندانو په پرتله د لوېدیځ د استعمار په زندانونو کې غیر انسانی کارنامې ډیرې مشهورې شوې دي. په حقیقت کې په افغانستان کې دا د ډېموکراسۍ په نامه غولونکې ټولنه د لوېدیځ د کینه کښ استعماردوه مخه توطیئه ده.
دا حقیقت دی، چې په افغانستان کې د درېیم پړاو ټاکنې په پرېکنده توګه په ډاګه کوي، چې لوېديځ پر افغانستان او اسلامي نړۍ د ډېموکراسۍ له اصولو سره سم یو ولسواک اسلامي حکومت نه لوروي، ځکه هغه ټاکنې چې تر ډېره برېده د لوېديځ پر مټ او د لوېديځ پر نظارت په افغانستان کې تر دې وړاندې تر سره شوې ډېرې نیمګړې او نا سمې ټاکنې وې، د تقلب او تخلف پیښې يې ټولې نړۍ ته څرګندې شوې، لوېديځ په خپله د خپلو اهدافو لپاره پکې ژورې لاسوهنې وکړې.
خو د دې پر مقابل کې کومې ټاکنې چې سږ کال د حمل په شپاړلسمه نیټه په افغانستان کې تر سره شوې، د نړیوالو معیارونو پر بنسټ بریالۍ او بېلې ټاکنې وې، او د بریا راز یې په همدې کې نغښتی ؤ، چې نوموړې ټاکنې پخپله د افغانانو پر لاس تر بهرنۍ مداخلې پرته تر سره شوې، که دا په څه دلالت کوي، نو له شک پرته په پرېکنده توګه په دې دلالت کوي، چې افغانان باید د خپل برخلیک خاوندان وي، کوم برخلیک چې دوی غواړي هغه د خپلو فرهنګي، دیني او اخلاقي ارزښتونو سره سم، ځانته وټاکي هغه برخلیک باید دوی پخپله وټاکي نه دا چې بهرنیان یې دوی ته ډالۍ کړي.
د افغانستان د باتور ملت هیله دا ده، چې په سیاسی مشرانو کې ئې دا فراست او ځیرتیاپیدا شي ،چې د لوېدیځ مکاره څېره وپیژني، او د دردېدلی او کړیدلی ملت لپاره د لوېدیځ دا دسیسه شنډه کړی ، او افغانستان ته د صداقت او اخلاص پر بنسټ په خپلو کې سره کېني او خپلې کشالې په خپله د بهرنیو د لاسوهنې نه پرته هوارې کړي.
forqani_604@hotmail.com