د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خوښۍ په لټه

رحمت الله امرخیل 15.04.2014 15:36

ژباړن : رحمت الله خان امرخېل

خوښي د ذهني کیفيت او د طبعي اسودګۍ نوم دی، چې انسان یې دخپل ذهني،جسماني ځواک او دبیروني عواملو پرمټ ترلاسه کوي.
د امریکا د پوهنتون  استاد  ډاکتر ایډ ورډ دخوښۍ په هلکه وايي: (زموږ اړیکې له جسماني، ذهني او عصابي نظام سره تړلي دي، خوښي په پيسو نه ترلاسه کېږي او نه هم خنداني پس منظر پورې اړه لري، دا داسې ویل به بېځایه وي، چې فلانی سړی ځکه خوښ دی، چې شتمن دی او دابل ځکه ناخوښه دی، چې نېستمن دی څه نه لري).
یو جرمنی فیلسوف د خوښۍ په هکله وايي: که څوک حقایق په پراخه سینه او د زړه له کومې ومني ځولۍ به یې له خوښیوډکه وي.
مقصد په ژوند کې ستر رول لوبوي، کوم خلک،چې په ژوند کې سترې موخې لري هغه په ژوند کې نه ناهیلی کېږي او نه به د خپګان ښکار شي.
څوک چې له ژوند سره مینه لري هغه به په هرحالت کې  خوښ وي.
څوک چې دنورو خوشحالي غواړي او دهغو په خاطر خپله خوښي په سیند لاهوکوي، خلک ورته ښه  سړی وایي خو زماپه اند داسړی قمقل دی ځکه، چې هرسړی باید دخپلوخوښیوخیال وساتي.
موږ په  ژوند کې دخوښیو ډول ډول مناظرې وینو او دخپلو خوښیوپه لټه کې یو څوک  خپله خوښی په څه کې وینی او چاته  په څه  او چاته په څه کې ښکاري،  یو شاعر خپله خوښي په شاعري کې وینی انځورګر  یې په انځورګرۍ کې صوفی یی په عبادت کې، مزدور یی په محنت کې بزګر یی په خپلو فصلونو کې مجاهد یی د جنګ په ډګر کې همدارنګ  څوک په محفلونو کې خوشاله وی او څوک په ځنګلونوکې  دا یو ذهنی سوچ او جذباتی کیفیت دی، یو پوه سړي په دې هکله  ویلی دي، چې خوښۍ دیو بیکار ه مرغه په څیر نه ده، چې هر وخت دې زموږ په پنجره کې بندي  وی
بلکې خوښي یو داسې شی دی چې په ډېر تکلیف سره لاس ته راځی
یو بل فیلسوف وایی د خوښۍ د لاس ته راوړلو  لپاره باید دماضي تراخه  او دنور و سم او خپلې ناکامئ له یاده وباسو.
د خوښۍ په اړه سترفیلسوف سقرا‌ط ویلی دي : موږ تاسی ټول د خوښیو په لټه کې خپل ژوند مخ پر وړاندې وړو ،
 د خوښۍ لاس ته راوړل  په ډېره اسانه او ساده خبره کې پټ دی، موږ ته  یو وړ کور او له ساده خوراک نه پرته د ډېرو نورو مادی شیانو  ضرورت  نه شته  د انسان  په سوچ او زړه کې ډار د خوښیو ضد دی په داسې حال کې چې انسان خورا ډېره وېره له ځانه سره لري، لکه مرګ  ناکامي او همدارنګ زیانونه اوداسې نور... همدغه شیان دي چې انسان یې ترډېره ناقراره کړی دی که دا هرڅه موږ په سړه سینه وزغمو نو باور وکړئ چې ژوند به موله خوښیوڅخه ډک تیریږي.
یو بل فیلوسوف په دې هکله وايي ناکامي هغه وخت منځ ته راتلی شي، کله د انسان اړیکه له پوهې سره وشلېږي.