ګرانې مور ته
15.04.2014 01:42ما باندې ته څومره ځورېــــدلی یی
اړخ په اړخ بې خوبه اوړېدلی یی
تاته به مې چغې کړې چې وږی یم
کله به هم پوه شوی چې زه تږی یم
ما سره هروخت ته کړېدلی یــــــی
ما باندې ته څومره ځورېدلــــــی یی
ستا په محبت کۍ روزل شوی یم
ستا په شفقت کې اوبدل شوی یم
درې برخې دې حق دی نازولی یی
ما باندې ته څومره دردېدلی یـــی
هرټال دزانګو کېدې ارمان ویده
غږ د آلولو کې دې امان ویـــــــده
خپلې خوږې مینی سوځـــولی یی
ما باندې ته څومره دردېدلی یـــی
زه په کمزورۍ کې تا ساتلی یم
بند په بند روڼي کې دې تړلب یم
خوب نه توره شپه کې پاڅیدلی یی
ما باندې ته څومره دردېدلی یـــی
ستا ښکلي حقونه به پوره نه شي
اور کې د غره کاڼي چې هیره نه شي
خیر که زما په کړیکو پاڅیدلی یی
قدر او درنښت ته دې سلام لیږم
درد د حقوقی دزړه پیغام لیږم
تل دې وي اباد چا چې پاللی یی
ما باندې ته څومره دردېدلی یـــی