د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جنوب په صندوقونو کې جعلي رایې، که د کرکې باروت

مجید قرار 10.04.2014 14:25

له تېرو دریو میاشتو د افغانستان د معامله ګر حاکم قشر ټول کار، زیار او فشار د جنوب او ختیځ د رأیو په وېشلو وه.
د دې کار لپاره یو بې خاصیته او بې هویته کاندید، لکه مرخېړی، په دوه ورځې کې را شین کړای شو.
کله چې جنوبیوالو، کندهاریانو او پکتیاوالو رأیه اچوونکیو د چارواکو تحمیلي وېش ونه مانه، او دا بې خاصیته ټیم یې رد کړ، نو حکومتي چارواکي له بلې لارې پرې را تاو شول.
دا ځل یې د رأیې د وېشلو پر ځای د رأیې پر خرابولو کار پیل کړ، او د صندوقانو ډکولو ته یې لغتې تخته کړې. دا کار یې دومره وکړ چې نیږدې ده د ځینو ولایتونو پایلې د قرنطین په تاریخي ریکارډ جوړولو، تاریخي شرم را منځته کړي.
که څه هم، د جنوب او شمال خبره د شرم ده، خو دا خبره هغه وخت قطعي معنا پیدا کوي، چې توطیه یواځې پر جنوب او ختیځ را څرخي.
درغلي هره ځای کېږي، په شمال کې درغلي کېږي، نو د یوه ځانګړي کاندید په ګټه کېږي. په جنوب کې درغلي کېږي، د یوې هیولا، او یوه ناکام کس په ګټه کېږي. په شمال کې یې هدف عبدالله عبدالله کامیابول، او په جنوب کې یې د د زلمي رسول په وسیله د عبدالله عبدالله د حریف رایه خرابول دي.
د دې کار موخه چې هرڅه ده، خو پایله یې په قدرت کې د جنوب او ختیځ د خلکو بې دخله کول، او د دوی د مؤثریت کچه را ټیټول دي.
دا قضیه پېښېدونکې نه، پېښه شوې ده. په جنوب کې امنیه قوماندانانو، والیانو، او ګوډاګیو اشخاصو هماغومره صندوقونه له جعلي رأیو ډک کړي چې د جنوب خلکو په خپله خوښه ډک کړي.
ستونزه دا ده، ډک شوي صندوقونه د هغو رأیو کاندیدانو خلاف ډک شوي چې جنوبیوالو سپینه رأیه ورکړې. چې واضحه یې ووایم، د زلمي رسول په ګټه ډک شوي او ډکېدونکي صندوقونه د جنوب د خلکو پر خلاف ډک شوي او دا لړۍ په شدت روانه ده.
جنوبي والو خوارانو لومړی د افغانستان لپاره، د کرزي فاسد او غله چارواکي، والیان، ښاروالان، او سکتوري رئیسان ومنل.
 اوس ورڅخه دا هیله هم کېږي چې د دې والیانو او چارواکیو لخوا دې د دوی د رأیو لوټل کېدل، د دوی د ارادې مسخره کېدل هم ومني. دا ظلم دی.
زه د کرنې وزارت ویاند وم. سږ کال موږ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې اصلاح شوي تخمونه و وېشل. یواځې پکتیا ته ونه وېشل شول. علت یې دا و چې د پکتیا د ولایت مقام له قراردادي شرکت څخه دومره پیسې غوښتې چې د هغه تر وس د باندې وې. قراردادي شرکت په ژړا و چې د خدای پار دی. جمعه خان صاحب، مجاهد صېب، د اسلام داعي او مدافع صېب، لږ انصاف. لږ کمې وغواړه. که چا سږ کال په پکتیا ولایت کې یوه حبه اصلاح شوی تخم اخیستی وي، ودې وایي. علت به یې زه ووایم. علت یې د جمعه خان همدرد د دفتر د رئیس لخوا غوښتي پیسې دي.
جنوبوالو ولسونو تېر یوولس کاله د حکومت ټولې نارواوې وزغملې. له انکشافي مرستو محرومیتونه، له تحصیلي بورسونو محرومیتونه، د حکومت په پوستونو کې نه برخه، د امنیتي کمپنیو خپلسرۍ، د ځمکو د غاصبینو نادودې، د څړځایونو غصب، د ملي امنیت او محاکمو لخوا د بندیانو او انسانانو کاروبار، د مشرانو پراخ او مرموز ترور، د تېلو او ټانکرو مافیا، د معارف مافیا، د پاکستان راکیټونه او د حکومت زرګونه ناکردۍ یې وزغمل.
په تېرو ټاکنو کې د همدې ادارې د بې کیفیتۍ او ظلم له امله د غزني دیارلسو ولسوالیو یو استاځی وکیل نه درلود. ملیونونو خلکو پنځه کاله بې وکیله، بې استاځیتوبه تېر کړل.
هو. خلکو دا هرڅه د یوې ځانګړې ورځې لپاره وزغمل.
هغه ورځ د ټاکنو له لارې، د مشروعې سیالۍ له لارې د خپل برخلیک بدلولو لاره وه.
له بده مرغه، په دغه ورځ هم چارواکیو پر جنوبیوالو رحم ونکړ. په دې ورځ هم په رسمي لباس کې یوه ډله چارواکي او په شخصي لباس کې یوه ډله د عبدالله عبدالله او استاد سیاف ځري را ووتل، چې د جنوب له خلکو دغه وروستی حق هم و ترړوي.
یو ځل یې ورته دا آیتونه وویل چې إن الله لا يغير ما بقوم حتي يغيروا ما بأنفسهم. لومړی یې ورته دا دا آیت بیا بیا تکرار کړ چې وایي خدای تر هغو د یوه قوم حال نه بدلوي چې خپل حالت په خپله بدل نه کړي، او بیا چې خلکو د خپل حال بدلولو تکل وکړ، نو بیا یې مخه ورته ډب کړه.
تاریخ به دا ولیکي چې کله جنوبیوالو د دې آیت مطابق او د خپلې رأیې له لارې د خپل حال بدلولو تکل وکړ، نو کرزي یې مخه په جمعه خان، په قوماندان رازق، په خلیل هوتک، په جبار شلګري، په یوملیون ډالري حزبیانو او په خپلو امنیه قوماندانانو او والیانو ونیوله.
جنوبیوال او ختیځوال به خپله وروستۍ هیله، له سوله ییزې لارې د خپل برخلیک بدلولو هیله هم له لاسه ورکړي چې حتمي پایله به یې تاوتریخوالی، د نظام د مشروعیت تباهي او د افغانستان سقوط وي.