د خیر دروازې
08.04.2014 11:51وعن ابی ذرالغفاري رضی الله عنه قال، قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ، علی کلّ نفس فی کلّ یوم طلعت فیه الشّمس صدقة منه علي نفسه, قلت يا رسول الله من اين نتصدّق وليس لنا أموال ؟ قال : لأنّ من أبواب الصّدقة : التــّكبير,وسبحان الله والحمد لله, ولا اله الاّ الله , و أستغفر الله, وتامر بالمعروف, وتنهي عن المنكر, وتعزل الشوك عن طريق الناس والعظم والحجر, وتهدي الأعمى, وتسمع الأصم والأبكم حتي يفقه, وتدل المستدل علي حاجة له قدعلمت مكانها وتسعي بشدة ساقيك إلي اللهفان المستغيث, وترفع بشدة ذراعيك مع الضعيف, كــــــــــــــــل ذالک من ابواب الصدقة , منك علي نفسك , ولك في جماع زوجتك اجر)) وفي رواية مسلم : قالو يا رسول الله ا يأتي احدنا شهوته ويكون له فيها اجر ؟ قال: أرأيتم لو وضعها في حرام ا كان عليه وزر؟ فكذالك اذا وضعها في حلال كان له اجر. )) .
د ابوذر غفاري رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: هره ورځ چې لمر راخیژي نو هر نفس ته پکار دي چې پر خپل ځان باندې صدقه یا خیرات وکړي . ابوذر وایی چې ما ورته وویل یا رسول الله دا به څرنګه امکان ولري چې مال راسره نه وي او پرخپلو ځانونو هره ورځ خیرات وکړو ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: الله اکبر، سبحان الله، لا اله الا الله او استغفرالله ویل دا هم صدقه ګڼل کیږی ، په ښه کا ر امرکول او له بد کار څخه ( په ښه توګه ایسارول )د خلکو له لارې څخه د اغزیو ، هډوکو او تیږو لرې کول، نابیناته لارې ته سیده کول ، کوڼ او ګونګ په خبره پوهول هم خیرات دی . لار ورکی ته لاره ښودل او ورسره د حاجت ترځایه په داسې حال کې چې تاته هغه ځای څرکند وي تګ هم صدقه ده. که د چا چغې او فریاد ته د خپلو پښوپه قوت ورمنډه کړې ، د مټو په طاقت او زور سره دې د کمزوری سره بارجګ کړې، نو دا ټــــــــــــــــــــــــولې د خیر لارې چارې او دروازې دي. او د خپلې ښځې سره ستا کوروالی او همبستري هم صدقه ګڼل کیږي .
د مسلم شریف په روایت کې دا لفظ هم شته چې اصحابو ورته وویل : یا رسول الله ! که زمونږ څخه یو نفر د خپل ټبرسره شهواني حاجت پوره کوي نو په دې کې اجر شته؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: څه فکر کوئ که همدا کار تاسو په ناروا توګه سرته رسوئ نو ګناه به پکې نه وي ؟ همدارنګه څوک چې په حلال او روا ډول له خپل ټبرسره همبستري کوي نو د اجر نه خالي نه دی .
که حدیث مبارک ته ځیر شو نو اجتماعي ، اصلاحي ، معاشرتي ټولې لارښودنې پکې شته نو د ژور فکر خاوندان په ورڅخه نور هم ډېر څه استنباط کړي . الله ښه پوهیږي .
( احمدشاه حقوقی ) متحده عربی امارات – العین -