د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مسلیمیار په اړه یو سپیناوې

خان ولي کامران 08.04.2014 11:50

کله چې زه په خپل ټاټوبی جلال کوټ کې یم نو د کورنۍ د زیاتو بوختیاوو له کبله مې ټولنیزو رسنیو ته ډېر لاس رسی نه وي خو له ټاکنو وړاندی له ځینو ګونګسیو څخه داسي خبر شوې وم چې د ملي شورا یو سناتور په ترهګریزو پېښو کې لاس لری نو د خپل فکر تارونه مې څو میاشتي شاته وغځیدل چې هو رښتیا هم څو میاشتي وړاندی د یوې ښځینې سناتوری په اړه ورته ګونګسي په رسنیو کې خپری شوی وي او کیدای شي هماغه موضوع یو ځل بیا سر را پورته کړي وی. خو له دوستانو او یارانو سره د لیدو وروسته پوه شوم چې موضوع پخواني نه بلکي نوی او دغه سناتور د مشرانو جرګی محترم ریس فضل هادي مسلمیار ښئ چې په ننګرهار کې د ډاکټر صیب اشرف غني احمدزی د ترور پلان یې درلوده خو ما ته له هماغه لومړی سره دغه موضوع راته یوه دسیسه ښکاره شوه او فکر مې کوه د مشرانو د بدنامولو دا یو ښه چانس دی چې موضوع ته څنګه ربط ورکړي نو کله چې مې د فیسبوک او نورو خبری سایټونو ته په ګوګل کې سره ور ښکاره کړ هلته هم دغه موضوع ته ډېره هوا ورکړل شوی خو زه نه غواړم په دغه موضوع ډېر تمرکز وکړم که څه هم د هېواد د کورنیو چارو د وزارت لخوا دغه موضوع سپینه شوی چې د مشرانو د سیاسي شخصیت وژنو یوه دسیسه یې بللی ده خو زه غواړم د ښاغلی مسلمیار په اړه یو څو ماتي ګوډی خبری له تاسو درنو لوستونکو سره شریکي کړم.
زه له ښاغلی مسلیمیار صیب سره له تیرو لسو کلونو راهیسی ناسته پاسته لرم کله چې نوموړی په ننګرهار کې د ولایتی شورا ریس و نو زما په څیر یې له ګڼو نورو ژونالیستانو او فرهنګیانو ورونو سره له ډېری نږدی اړیکی درلودی او که هره ورځ نه وه نو په اونۍ کې به یو ځل حتما یو مجلس درلوده چې د ننګرهار د بهبود او د خلکو د خدمت په اړه به سلامشوري به یې له موږ سره شریکولی او له ولایتی شورا وروسته چې کله پلازمینې کابل ته لاړه نو هم زموږ اړیکی ورسره وی او له تګ وړاندی یې د ننګرهار ټولو فرهنګیانو، ژورنالیستانو او لیکوالانو سره د سلا مشوري یو ناسته برابره کړه چې له دوی څخه مشوره واخلي چې په مشرانو جرګه کې دا د خپلي سيمي او خلکو لپاره څه کولای شي نو هماغه وو چې په مشرانو جرګه کې لومړۍ د لومړی معاونیت څوکۍ او وروسته د خپلي وړتیا له مخی د مشرانو جرګی د ریاست څوکۍ ته هم ورسیده چې زموږ د ختیځوالو لپاره په پلازمینه کابل کې یو ویاړ دی او تل یې خپل تندی او د سترخوان د خلکو لپاره غوړیدلی وی که څه هم ځینی دوستان به ترې خوابدی وي او کار به یې ورته نه وی کړی خو تر خپلی وسی او توان پوري نوموړی ورسره منډي یې وهلی چې زه د ډېرو کارونو شاهد یې هم یم، که څه هم د مسلیمار صیب کاری بوختیاوی په پلازمینه کې کابل کې زیاتی وی خو په ورتګ سره به داسی سوچ ونه کړی چې زه مصروف یم او په هر حال کې ټولو خلکو او په ځانګړي توګه فرهنګیانو ، ژورنالیستانو او لیکوالانو ته یې لومړیتوب ورکړي دي خو زه راځم اوس اری موضوع ته چې مسلیمار صیب څنګه کولای شی داسی یو کار وکړی چې هغه دده په وېښه څه چې په خوبونو کې هم نه ګرځی. نو له تېرو لسو کلونو راهیسی چې نوموړی د سیاست ډګر ته راغلی او موږ ورسره پیژنو او په ډیرو رسمی او غیری رسمي مجلسونو کې ناسته پاسته لرو نو داسی یو حرکت مو ورڅخه له نږدی نه دی لیدلی چې چاته دې تندی تریو کړی نو د هغه ژوند اخېستو خو ډېره لویه خبره ده.
نو زما په اند دغه کار دده د شخصیت وژنی په اړه یوه جوړه شوی دسیسه ده ځکه ځینی تنګ نظری خلک دده رشد او ولسی ملاتړ نشي زغملی چې څنګه یې په لنډه موده کې دومره رشد وکړ نو موږ له ټولو امنیتی او کشفي اورګانونو څخه هیله کوو چې ددغه ډول پروپاګند کوونکي خلک افشا او د قانون منګلو ته وسپاری ترڅو په راتلوونکي کې د نورو مشرانو د شخصیت وژني څخه مخنیوی وشي.