د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پردیو

الحاج الھام الدین قیام 08.04.2014 00:36

مونږافغانان یو،مونږد بل چابندګي نه منو
که غلامي د ژوندون شرط وي،زندګي نه منو

مونږ په دنیاکی له ازله خدای آزاد پیدایو
مونږ په ټول ژوند کی د بل ھیچابندګي نه منو

مونږ افغانان ځانته د ژوند ، افغاني لاره لرو
مونږ په ھیچاپوری،ھیڅوخت وابستګي نه منو

مونږ له پردیونه پخپلوچارو ، ښه پوھیږو
پدی کی مونږ له ځان ،د بل چاشایستګي نه منو

پردیو! نور څوک په مونږ خپل غلامان مه راتپۍ
مونږ نور په واک کی غلامان د فرنګي نه منو

د ګوډاګیو په ضد، مونږ مدام قیام کړیدی
مونږپه وطن کی واکداران نورګوډاګي نه منو


۰۵/۰۴/۲۰۱۴
د ۱۳۹۳ کال د وری د میاشتی ۱۶
په ھیوادکی د ټولټاکنو ورځ